گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستۍ نجونی دښوؤنی په ډګرکی
خوستۍ نجونی دښوؤنی په ډګرکی

خوستۍ نجونی دښوؤنی په ډګرکی

د خوست د دریو اطرافی ولسوالیو او مرکز نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو د روزنې له مرکزه د مسلکی ښوونکو په توګه فارغې شوې.خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د پام وړ نجونې یې ښوونځیو کې زده کړې کوی، خو په مرکز او ولسوالیو کې یې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی.                                            بل لوری ته د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکی وایی، په ښوونځیو کې ددې نجونو او میرمنو په ګمارنې سره به د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه څه نا څه کمه شی.په خوست کې په لومړی ځل په ډېر شمېر کې د اطرافی ولسوالیو ځاځی میدان، اسماعیل خېل مندوزی، تڼیو او مرکز اړوند د ښوونکو د روزنې په حمایوی مرکزونو کې له دوه کلنو مسلکی زده کړو وروسته نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې فارغې شوې.هغه جشنواره چې په همدې مناسبت د لسګونو ښځو او نجونو، همدارنګه د پوهنې د بهیر د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو د ښځو د تعلیم په ارزښت خبرې وکړې اوویې ویل، په ټولنه کې دښځوله فعال ګډون اود دوی له تعلیم پرته پرمختګ نشی کیدلی                        د معصومې په نوم د ښوونکو د رزونې د مرکز یوې فارغې په خپلې مقالېکې وویل، که موږ د خپلې ټولنې او قوم ترقی غواړو، باید ښځو ته د کار او تعلیم زمینه برابره کړو.د خوست د ښوونکو د روزنې مرکز سرپرست بخت نور بختیار وایی، پدې ولایت د نجونو ډېر ښوونځی دی، خو پدې ځای کې کلتوری محدودیتونو ته په کتو هر ځلې د کورنیو غوښتنه داوی، چې د نجونو ښوونځیو لپاره ښځینه ښوونکې وګمارلې شی.دی زیاتوی، دوی په همدې موخه سږ کال نږدې یو نیم سل نجونې او میرمنې د مسلکی ښوونکو په توګه ټولنې ته وړاندې کوی، چې ۷۹ یې د یونسیف په مالی ملاتړ روزل شوې دی.

د دې برنامې فارغې نجونې او میرمنې هم د پوهنې په چوکاټ کې د ښځینه مسلکی ښوونکو اړتیا یادوی.د شبنم او حسینې په نومونو دوې تنې فارغانې وایی، دلوستې او مسلکی ښځې په وجود کې د ټولې کورنۍ غړی لوستې ګرځی او د هغوی روزنه کیږی.دوی زیاتوی، په ټولنه کې مسلکی ښځینه ښوونکو اړتیا بیخی ډېره ده، ځکه د ټولنې نیمایی قشر ښځې دی او ښځې هغه وخت زده کړو ته ډېره مخه کوی، چې د روزنې مسوولیت یې ښځې پرغاړه واخلی.د خوست د پوهنې ریاست چارواکی وایی، راتلونکی ښوونیز کال به د دوی د فعالیتونو ډېر تمرکز د نجونو لپاره د زده کړو د ښو فرصتونو د برابرولو په برخه کې وی.د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، د دوی د فعالیت یوه برخه به داوی، چې د قومی مخورو او دینی عالمانو لخوا عامه پوهاوی وکړی او کورنۍ دې ته وهڅوی، چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړی.خوست والی محمدحلیم فدایی، پدې مراسمو کې په نوی ښوونیز کال کې ښځو لپاره یو شمېربرنامې اعلان کړې.                                   ده وویل، د ښځینه ښوونکو یوه اتحادیه جوړوی، چې هغوی وکولی شی، لدې لارې خپلې ستونزې حل کړی، همدارنګه نوی ۹۹ یم ښوونیز کال کې به ۹۹ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپاری او د ښځینه سوداګرو لپاره به دوی ته ځانته د سوداګرۍ خونه جوړه کړی.د خوست عالی دارالمعلمین د مسوولینو په وینا سږ کالد خوست د مرکز او ولسوالیو د ښوونکو د روزنې له مرکزونوټول ۵۱۶ تنه فارغ شوی، چې ۱۴۹ یې ښځینه ښوونکې دی.دچارواکو په وینا، خوست کې دا مهال تر دریو لکو پورې زده کوونکی پر زده کړو بوختې دی، چې اتیا زره یې نجونې دی، خود نجونو د تدریس لپاره د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی.         

ددغه راپور په چمتوکولو کی د مشال رادیو او تکړه لیکوال او خبریال ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه د تل په شان مننه کوو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا