گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستی پانګوال اود پانګونې لپاره د فرصــــتونـــو غـــوښــــتنه !
خوستی پانګوال اود پانګونې لپاره د فرصــــتونـــو غـــوښــــتنه !

خوستی پانګوال اود پانګونې لپاره د فرصــــتونـــو غـــوښــــتنه !

په خوست کې سوداګر او پانګوال له افغان حکومت غواړی، چې دوی ته دې پدې ولایت کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړی.دوی وایی، د خصوصی سکټور په پانګونې سره به ګڼو خلکو تهدایمی کار پیدا شی او پدې سره به ملیاقتصاد ته هم ګټه ورسیږی.سوداګرو او پانګوالو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې ورځې ناوخته په لومړی ځلخوست کې د اوړو تولید د یوې نوې فابریکې د پرانیستې په څنډه کې مشال  راډیو ته وکړې.

ملی سوداګر حاجی شهبازخان ګربز وویل، کچیرې د پانګوالو لپاره د پانګونې خوندی فرصتونه برابر شی، دی باور لری، چې ډېر کسان به په بیلابیلو برخو کې پانګونې ته تیاری وښیی.د خوست د صنایعو او سوداګرۍ خونو مشر نواب امیرزی هموایی، د خصوصی سکټور د پانګونې په ډېریدو سره به د تولید کچه لوړه او خلکو ته به کاری فرصتونه ډېر شی.د مسوولینو په وینا د بدلون په نوم د اوړو نوې پرانیستل شوې فابریکه د لس میلیونه افغانیو په ابتدایی پانګونه جوړه شوې، چېپه اوس وخت کې هره ورځ د ۱۶ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لری، چې وروسته به یې ظرفیت د ورځې ۴۰ ټنو ته لوړ شی.دې فابریکې ته غنم د ځایی بزګرانو څخه په مناسبه بیه رانیول کیږی او وروسته په سټنډرډ وزن او کیفیت ښار ته عرضه کیږی.د یادې فابریکې یو مسوول محمدعزیز محسن په خپلو خبرو کې له نورو پانګوالو هم وغوښتل، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړی.دی وایی، په ښار کې خرڅیدونکی درمل د نورو هېوادونو تولید دی، چې ډېر لږ لګښت پرې کیږی، خو خلک یې د خپل تولید د نشتون له کبله په لوړه بیه رانیسی.

خوستی مدنی فعالان د اوړو د فابریکې پر جوړولو خوښی څرګنده کړه او هیله یې وکړه، چې پدې سره به نور پانګوال او سوداګر هم دا ډول پانګونو ته وهڅیږی.جلال حقیقت او مستقیم خان پدې نظر دی، کچیرې افغان حکومت د خصوصی سکټور پانګونې ته شرایط برابر کړی، پدې هېواد کې به تولید پرمختګ وکړی او زیاتو کسانو ته به هم د دایمی کار فرصتونه برابر شی.بل لوری ته د خوست چارواکی تیاری څرګندوی، چې پدې ولایت کې به سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لپاره لازم فرصتونه برابر کړی.خوست والی محمدحلیم فدایی وایی، وړې فابریکې هم د اقتصاد په وده، د قحطۍ په لمنځه وړولو او په اوس وخت کې د کرونا ویروس د ګواښ په شان بیړنیو حالاتو ته د رسیدنې په برخه کېګټورې تمامیږی.د خوست چارواکو زیاتوله، پدې ولایت کې د صنعتی پارک ستونزه هواره شوې او ډېر ژر به پدې کې هغو پانګوالو ته ځمکې وویشل شی، چې دوی سره خپل تولیدی پلانونه شریک کړی.دوی وایی، لدې سربیرهد افغان ولسمشر د لارښوونې سره سمد خوست په نورو مناسبو ځایونو کې هم د صنعتی پارکونو د جوړولو پلان موجود دی.

د لیکوال او شاعر ښاغلی نجیب الله الوخیل او آزادی رادیو څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا