گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال علیپوراودوستم نه لری!
خوستوال علیپوراودوستم نه لری!

خوستوال علیپوراودوستم نه لری!

که څه هم اوسنې مافیائی اداره پرګران هیواد افغانستان  د تیرو څو څلویښتو کالونو د بهرنې تاړاک یوه تر ټولو لویه کرغیړنه ځای ناستی اداره  بللی شی  خو ددی سره سره د هری سیمی د اوسیدونکو کلتوری او عمومی مزاج ته په کتودولتی چارواکو دباج اوراج سیاست چلولی دی نوځکه خو په درست افغانستان په ځانګړی توګه خوست کی د همدغه  د مرکزی حکومت چارواکو  همدغو شراېطو ته په کتو دخوست  شریف اولس ته دحقارت په سترګه کتلی اود افغانستان مرکزی او سیمه ایزو  واکمنانو ددغه ولایت ځینو مصنوعی مخوروته د بډو په ورکولواودځان ځانی د پالیسی پرعملی کولو د تشو وعدواولوظونو په مټو د خپلی واکمنې د ثبات په موخه ځینی وراسته نا دوامه اقدامات ترسره کړی دی نوځکه خودجګړی دواړو لوریو( وسله والو مخالفینو او حکومتی ځواکونو ) تل ددغه د تیرله برمه ډک تاریخ درلودنکو اولسونو پر شخصی حریم یی هم په یوه او بله بهانه خونړې تیرې کړی او تر دی چی د زنانه ؤ او ماشومانو خیال یی هم نه دی ساتلی او په څو ، څو ځلی یی هغوی په خپلو وینو لمبولی دی . چی په دی توګه  په خوست کې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ برخمنو د کمپاین په نامه پوځیانو عملیات ترسره کړی دی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس ملکیان وژل شوی دی.

په خوست کې د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی چې دغه عملیات د دوی په سیمو کې ترسره شوی دی او کمپاین ځواکونو پکې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی وایی په عملیاتو کې درې ماشومان ټپیان شوی هم دی. د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی د عدالت غوښتنه کوی خو ددغه ولایت امنیتی ادارو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو اصلی پوښتنه داده چی که چیری خوستوالو هم د رشید دوستم ، نظام الدین قیصاری ، او عبدالغنی علی پور په څیر د ځواکمنو ملیشآ درلودونکی چی تل یی په راز راز بهانو او پلمو د حکومت او ملی وحدت مات بنګړی لاپسی مات کړی دی ملیشا او نیمه باغی ځواک درلودای او هغوی د خپلو خلکو څخه ددفاع ترنامی لاندی له لوړ پوړیو چارواکو سره د چنو وهلو سیاست ته ادامه ورکولای بیا به هم خوستوال دومره خوار ؤ ؟ نه هیڅکله نه !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا