گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال د برښنا په هیله !
خوستوال د برښنا په هیله !

خوستوال د برښنا په هیله !

د افغانستان په سویل ختیځ زون کی خوست له هغو ولایاتونو دی چی په هره برخه کی یی پرمختګونه د پام وړ دی خودبرښنا نه شتون په دی ولایت کی دکرنی ، صنعت او سوداګرې د پرمختیا بهیر ورو کړۍ دی . مدنی فعال شفیق لکڼوال وائی چی ډیرۍ پرمختګونه په دائمی او اساسی برښنا پوری تړلی دی خودافغان حکومت د چارواکو دبیا بیا ژمنوسره هم خوست تراوسه له د برښنا نه دی برخمن شوی . هغه په خپلو خبرو کی وائی : موږ خوستوال تر اوسه له دبرق له دغه نعمت څخه بی برخی یو که څه هم وعدی شوی وی چی دغه برق به اتو میاشتو کی خوستوالو ته ورسوی خو متډسفانه چی تر اوسه پوری نه دی رسیدلی نو له چارواکو څخه مو غوښتنه همدا ده چی څومره ژر چی کیدای شی هو په ګرمیدوده خوستوالو ته برق ورسوی .

بل خوا د خوست د لیرو پرتو ولسوالیو او سیمو اوسیدونکی بیا دی ته په اندیښنه کی دی چی اصلأ په اوپړاؤ کی یادی سیمی د برښنا دویش په پروګرام کی هم نه دی شاملې . ! دیووالی او بدلون دکاروان مشر عبدالولی واحد زی وایی : پایئ چه اوس دلته لګول شوی دی دا صرف دیو څو دمحدودو ولسوالیو او یا په مرکز کی د محدودو کورنو لپاره برښنا ورکول کیږی . زموږ هیله داده چی دا شبکه پراخه شی او هغه ژمنی چی ولس مشر له موږ سره کړی وی چی خوست به له برق څخه برخمن وی نوکه ټول خوست نه کیږی نو حد اقل د خوست مرکزخو باید په مکمله توګه چی دری اداری واحدونه دی دا خو باید په مکمله توګه سره د برق له دی نعمت څخه برخمن شی .بل لوری ته دخوست چارواکی وائی د وارداتی برښنا په خوا کی دخوست د سپیری ، تڼیو ، ګربزو لکڼو ، تریزیو ،باک او ځاځی میدان په ولسوالیو کی اتیازره کورنیو ته د لمریزی برښنا دبرابرولو کار روان دی .

دخوست والی حلیم فداېی واېی : برښنا یو دهغه مهمو اړتیاؤ د ولایت او د خوستوالو ده دهغی لپاره چی کومی تخنیکی او ټولنیزی ستونزی وی هغه مو ټولی حل کړی دی انشأ الله موږ به د خوست په کچه باندی پنځلس زره کورنیو ته برښنا رسوو او ددی تر څنګ موږ نور وړاندیزونه هم مرکزی ادارو ته کړی دی څو نورو هغو سیمو ته چی برښنا ته اړتیا لری د سروی ټیمونه راشی . بل لوری ته دخوست سوداګرو او پانګه والو د افغان ولس مشر او نورو حکومتی چارواکو سره په کتنو کی بیا بیا ویلی چی که چیری یاد ولایت ته برښنا ولیږدول شی اوددوی لپاره زمینه برابره شی هغوی حاضر دی چی هلته د کارخانو او فابریکو په برخه کی دلسګونه میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا