گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست وال او دجګړې ضد لاریون!
خوست وال او دجګړې ضد لاریون!

خوست وال او دجګړې ضد لاریون!

په خوست کې مدنی فعالانو د یوه لاریون پر مهال د سې شنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې.په کابل کې پر یوه روغتون د برید پر مهال پرون د دوو نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

له دې برید سره نږدې په یوه وخت پرون د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال په ځان وژونکی برید کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.دخوست یوشمیر اوسیدونکو په کابل او ننګرهار کی د وسله والو بریدونه وروسته چی د نویو زیږیدلیو ماشومانو په ګډون لسګونه ؤلسی وګړی پکی ټپیان اوو ژل شول په ښار کی لاریون وکړ او دجګړه غوښتونو خلاف یی شعارونه ورکړل دوی په خپلو شعارونو کی ویل موږ افغانانو ته سوله غواړو جنګ بس دی او موږ له جنګه ستړی یو .

دلاریون یوه وینا وال فریدالله قربان په خپلو خبروکی وویل : په ننګرهار بلخ ، کابل خوست او دافغانستان په نورو ولایاتونو او سیمو کی وحشی بریدونه ترسره شوی دی دغه ځوانان نو دهمدی خونړی او بدبختی جګړی پرضد راوتلی دی له ټولو نه غوښتنه کوی چی نوردی سولی ته کار وکړی اوجنګ دی ودروی دا اولس نور غلۍ نه کینی له دی وروسته به چی جنګ ته لمن وهی اویا په جنګ کی ښکیل دی دهغوی پرضد به پورته کیږی .دلاریون بل ګډون وال قادر شاه انصاری وویل چی دجګړی ښکیلی خواوی د ددی بدمرغه جګړی له مسؤلیته ځانونه نه شی خلاصولی اوباید دخلکو دسولی غوښتنی غږته درناوی وکړی .

په خوست کی هم مهاله او په نورو ولایتونو کی پیښی کیږی نو موږ دغه پیښی غندو او هیڅکله نه غواړو چی په دی خاوره باندی جنګ وی . په جګړه کی ښکیلی غاړی دی له موږ څخه په دی بهانه ځانونه نه خلاصوی چی وایی ګنی موږناوسه یو خو ټول پکی شریک دی هیله ده چی دغه ناورین نور بس کړی . مدنی فعال خیرالله حیران هم په خپلو خبرو کی جګړه وغندله او دسولی داسی غوښتنه یی وکړه :موږپه هیواد کی روانه جګړه غندو او دسولی او ټیکاؤ غوښتنه کوو خوستی ځوانان له جنګه ستړی دی او جنګ په کلکو ټکو غندی . دسه شنبی په ورځ په کابل کی پر یوه سل بستره ایز روغتون باندی په یوه ډله ایز برید کی څوارلس ملکیان ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول همدا رنګه په ننګرهار کی بیا دجنازی پر مراسمو ځان مرګی برید وشو چی شپږویشت کسان پکی ووژل شول او اته شپیته نور ټپیان شول .  

ددغه راپور په چمتوکلوکی له خوست څخه خپریدونکی غرغښت تلویزیونی شبکی ، آریانا تلویزیون د مشال رادیو او د تکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل څخه دزړه له کومی مننه کوو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا