گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوالو د شهید احـمدشـــاه دشهادت لومړی تلین ونمانـــځه !
خوستوالو د شهید احـمدشـــاه  دشهادت لومړی تلین ونمانـــځه !

خوستوالو د شهید احـمدشـــاه دشهادت لومړی تلین ونمانـــځه !

د سه شنبې په ورځ په خوست کې د بی بی سی راډیو د پخوانی خبریال احمدشاه د شهادت د لومړی تلین د لمانځ غونډې ګډونوالو وویل، هېڅوک نشی کولی د ژونو او ګواښونو په واسطه پدې هېواد کې د بیان ازادۍ مخه ونیسی.په یاده غونډه کې چې یو شمیر ځایی خبریالانو، فرهنګیانو او مدنی فعالانو برخه درلوده،

ویناوالو له افغان دولت غوښتنه وکړه، چې د یادې پیښې پر عاملینو دې قانونی مجازات عملی کړی، تر څو د ټولنې په نورو قشرونو کې هم د بشری ازادیو د ساتنې احساس پیاوړی شی.احمدشاه چې د بی، بی، سی راډیو سیمه ییز خبریال وو، یوکال مخکې د اپریل په ۳۰ مه کورته د تګ پر مهال د دوو تنو وسلوالو لخوا ووژل شو.

په خوست کې د بی بی سی راډیو د پخوانی خبریال احمدشاه د وژنې د پیښې یو کال پوره شوه.ځایی خبریالانو د عامه کتابتون په ودانۍ کې چې د سیمه ییزو چارواکو لخوا د شهید احمدشاه عامه کتابتون په نوم نومول شوی، د هغه د لومړی تلین په یاد غونډه رابللې وه او د غونډې په ځای کې یې د احمدشاه ګڼ انځورونه لګولی ول.خوستیو فرهنګیانو او خبریالانو دا یو ښه پروګرام وباله او ویل یې چې دا ډول برنامې نورو ځوانانو کې هم دا احساس پیدا کوی، که ولسی او بشری ارزښتونو د پاللو لپاره قربانی ورکړی، نو ولس یې نه غورځوی.لیکوال او ژورنالست نوراجان بهیر چې ډېر کلونه په رسنیز کار کې د احمدشاه همکار پاتې شوی مشال راډیو ته وویل، دا ډول قربانیو او برنامو سره د بیان ازادی ژوندی ساتل کیږی.مدنی فعال مالی خان یعقوبی وایی، وژنې او د ژورنالیستانو ګواښل نشی کولی د بیان د ازادۍ ناره تته کړی.ده وویل، په ولس او خلکو کې دا شعور پیدا شوی، چې د بیان د ازادۍ او نورو بشری ارزښتونو پالونکو قدر کوی او د دوی هرې قربانۍ ته د درنښت او عزت په نظر ګوری.د بیان ازادی د بشری حقونو په نړیواله اعلامیه او د افغانستان په نافذه قوانیو کې د یو اصل په توګه تسجیل شوې ده، اوس پوښتنه داده، چې بیان ازادی د بشری ټولنو لپاره څومره مهمه ده، په اړه یې د ټولنیزو علومو ماسټر سپین روان نورزی وویل:په ټولنو کې د بیان ازادی ډېر مهم اصل دی، د دې لپاره چې خلک خپل افکار او غوښتنې مطرح کړای شی، په زړونو کې عقدې پاتې نه شی، دې لپاره د بیان ازادی مهمه ده، د هرې ټولنې افراد باید د بیان ازادی ولری، تر څو خلک وکولی شی، چې خپل غږ په زړه کې نه، بلکې ښکاره یې ووایی، پدې سره پرمختګونه رامنځته کیږی او په ټولنه کې سمون راځی.بل لوری ته د غونډې یو شمېر ګډونوالو ټېنګار پدې وو، چې عدلی او امنیتی ادارې باید د احمدشاه د وژونکو په اړه د محکمې د حکم په تطبیق کې ځنډ ونه کړی. همداشان په دغه یاد غونډه کی چی د شهید خبریال احمد شاه د تلین په مناسبت جوړه شوی وه   د احمدشاه په نوم ایوارډ د خوست ښاروال ښاغلی انجنیرعبدالبصیرلخوا ځوان خبریال سردارشفق ته ورکړل شو.

دیادولو ده چی ورته غونډه په پلازمینه کابل کی هم د افغانستان د خبریالانودهم غږۍ کمیټی له لوری د دداعش په کرغیړنو لاسونو د شهید کړای شویو خبر یالانو د تلین په مناسبت جوړه شوی وه د خوست  په دغه غونډه کې خبریالانو او د رسنیو مسوولینو له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته دی جدی پاملرنه وکړی او د ژورنالستانو پر وړاندې دې د تاوتریخوالی قضیې وڅیړی او وخت په وخت دې یې د دوسیو د څیړنې له بهیر څخه رسنۍ او د خبریالاتو اتحادیې او نور مدافع بنسټونه خبر کړی. په خوست کې د ژورنالیستاتو د خوندیتوب کمیټې مشر سیف الله حیات وایی، چې پدې وروستیو کې لویې څارنوالی په څرګنده اعلان کړه، چې د احمدشاه د پیښې عاملین نیول شوی او دوی لپاره له سختو سزاګانو نیولې بیا تر عدام پورې د جزاء ګانو غوښتنه شوې، خو تر اوسه د دې سزاګانو د تطبیق په اړه څه نه دی ویل شوی.

د خبریال احمدشاه د لومړی تلین ګډونوالو له افغان حکومت دا هم وغوښتل، چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته توجه ډېره کړی، تر څو هغوی وکولی شی، د خلکو د ژوند له بیلابیلو برخو رپوټونه خپاره کړی او د هغوی غوښتنو ته انعکاس ورکړی.یاده دې وی، یوه نیمه میاشت مخکې په ورته برید کې د ژمن په نوم د یو سیمه ییز تلویزیون خبریال سلطان محمود خیرخواه هم وژل شوی وو، چې امنتی ځواکونو یې رسنیو ته په تور د څلورو کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.

د آزادی او  بی بی سی رادیوګانو  او  تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل همدا شان د سولی پیغام رادیو د بنسټ ایښودونی مشر  لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار څخه په مننه چی دغه راپور دهغوی په مرسته تر تاسو دررسوؤ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا