گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوالو دموازی حکومتونو دجوړولوهڅې دهېواد په زیان وبللې
خوستوالو دموازی حکومتونو دجوړولوهڅې دهېواد په زیان وبللې

خوستوالو دموازی حکومتونو دجوړولوهڅې دهېواد په زیان وبللې

دنواندیشی یادونه : لکه څرنګه چی لرغونی خوست د خپلی جغرافیی په  اوږده تاریخ کی د سولی ، میړانې او فرهنګی مخکښ په توګه تل  سرغندویه سیمه پاتی شویده او خپل ټول تاریخ یی د مینی او له نورو سره  د زغم له کارنامو ډک دی خو ددی تر څنګ دغه د اخلاص او مینی هیجانی دنګی څپې کله نا کله د دغه سیمی د غیرتی اولس د عقلانیت او مصلحت تر منارونوآؤښتی دی او د زورواکانواو ښکیلاکګرو په لومو کی نښتی دی . له دغه روان څلویښت کلن کرغیړن  بهیر اود تاریخی  افغانستان  اوسنی وضعیت ته په کتنه ټول په دی پوهیږی چی دګران هیواد افغانستان پاکه  خاوره څو ځله د بهرنی ښکیلاک په پنجوکی لویدلی ده چی هر ځل یی ددغه خاوری د بچیانو په میړانه او سرښندنه له سختو ماتوسره مخامخ شوی دی اوپه پای کی یی ښکیلاک ګر ځواکونه دی ته اړباسلی چی پر افغان خاوره خپله واکمنی پریږدی اوزموږ له هیواد ه خپلی لښکری اؤباسی .

خو بیاهم استعمار او نړیوال پانګه وال نظام پردغه بیوزلی هیواد د خپلی واکمنی د ساتلو په خاطر په درواغو او فریب ولاړو تأکتیکونو څخه په ګټه آخیستو د یوه مصنوعی مشروعیت په درلودلو پردغه هیواد خپله واکمنی ساتلی او ددغه غیرتی اولس د ژوند ټول امکانات یی له خاورو سره خاوری کړی دی .نوځکه خو اوس ګورو چی په تیرو ۱۹ کالونو کی د سلګونو میلیارده ډالرواولس ګونه زره سرتیرو په رالیږلوزموږ هیواد ترهربل مفسد او په ورته وخت کی شتمن هیواد په پرتله د خوارۍ په جهنمی لمبو کی سوزی . او ترټولو تریخ واقیعت دادی چی زموږ د ټولنی زیاتره وګړی پر ورځینی تجملی ژوند باندی روږدی شوی اود وخت په تیریدو دغه روږدی والۍ په یوه داسی مزمن اعتیاد بدل شوی چی ددغه غیرتی اولس څخه یی د                                                                           خپلی آزادی رأی حق د څوګوتو په شمیر ډالرو په بیه ترلاسه کړی دی . لکه څنګه چی لیدل کیږی د امریکا د افغانانو د ژوند کولو د څرنګوالی په اړه هم د افغانانو د مزاج پر خلاف فرمانونه  صادروی او آن تر دی چی دیوچا څخه د اولسونو د یوه مصنوعی ملاتړ په موخه پریمانه لګښتونه کوی او که ؤغواړی نو بیا یی په ډیرو له خندا وړتوجیهاتو زموږ  پرغیرتی  اولس توجیه کوی . لکه څنګه چی همدا اوس یی کله چی د ټاکنو کمیسیون له لوری نومول شوی ولسمشرد واک درسمی پیل مراسم  له طالب جنګیالیو سره د روغی جوړی په موخه دامریکا له لوری ددغه مراسمو د نمانځلو نیټه دوه اونۍ شاته واچول شوه نو دارګ د ویاند مرستیال له لوری یی د کرونا ویروس سرایت وښودل شو … په هر حال په اوسنی پیړۍ کی استعمار د پخوانی او کلاسیک ښکیلاک په پرتله ډیر پیچلۍ او د مشروعیت په کالیو کی پټ دی . دا زموږ د نسل او ددغه فصل اصلی ناروغی ده .

__________________________________________

د سې شنبې په ورځ د خوست قومی مخورو، روڼ اندو او مدنی فعالانو په یوه خبری ناسته کې په هېواد کې د یو شمېر سیاسیونو لخوا د ټاکنو د اعلان شویو پایلو خلاف د موازی حکومتونو خبرې د افغانانو د هیلو خلاف اود نظام سره په مخالفت کې وبللې.دوی وویل، د ټاکنو قانونی پروسه پای ته رسېدلې او سیاسون دې د کړکېچ او بې نظمیو پر ځای نوی منتخب حکومت سره همکاری وکړی،

څو افغانان د هېواد د ابادۍ او سرتاسری سولې سترې هیلې ته ورسېږی.مدنی فعال عبدالجبار جبارخېل وویل، هغه سیاسیون چې نن سبا د موازې حکومت خبرې کوی او یا د سولې د پروسې په ګډون نورو ملی بهیرونو ته خنډ جوړیږی، له هغوی په کلکه غواړی، چې قانون ته دې غاړه کېږدی.ده وویل، ولس نه غواړی چې بیا تېرو ناخوالو ته وروګرځی او نه خپل برخلیک د هغه چا په لاس ورکوی، چې د ده په وینا د شته بدمرغیو لامل دی.یو بل خوستی روڼ اندی صاحب ګل فرهاد په خبرې ناسته کې وویل،

د دې ولایت اوسېدونکی هېچا ته اجازه نه ورکوی، چې د ځینو تحرکاتو له لارې په دې هېواد کې د سولې روانې هڅې سبوتاژ او له ستونزو سره مخامخې کړی.د خبری ناستې ۵ ماده ییز پرېکړه لیک چې مدنی فعال نظیر روشان وړاندې کړ په کې راغلی، خوستوال د ولسواکۍ د ارزښتونو ساتل او د افغانستان اساسی قانون بشپړه پلی کېدنه د دې هېواد او ولس د ښیرازۍ او سوکالۍ لپاره سره کرښه ګڼی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا په دویم ځل د محمداشرف غنی د بریا د اعلان هرکلۍ کوی او د دې هېواد قانونی او منتخب ولسمشر یې بولی.دغه راز په پرېکړه لیک کې له حکومت هم غوښتنه شوې، چې دقانون په پلی کېدو کې دې، دهېچا لحاظ نه ساتی، دقانون څخه دې هیڅوک پورته نه ګڼی، بلکې هرډول قانون ماتونه چې نظم، امنیت اودنظام مشروعیت ګواښی،دهغې پروړاندې دې پرېکنده اوقاطعانه عمل وکړی.

نواندیشی خپله دنده بولی چی ددغه راپور په چمتو کولو کی د آزادی رادیو او د تکړه لیکوال او ژورنالیست  نجیب الله الوخیل همدا شان د انعکاس تلویزیونی شبکی څخه مننه وکړو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا