گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستی فعالان اودافغانستان غم!
خوستی فعالان اودافغانستان غم!

خوستی فعالان اودافغانستان غم!

په خوست کې د سیاسی ګوندونو غړی او د مدنی ټولنو فعالان وایی، کچیرې پدې هېواد کې سیاسی ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خپلواک شخصیتونه د ملی مسایلو په باب یو ګډ دریځ غوره کړی، نو کولی شی د افغانستان اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کیږدی.دوی چې د پنجشنبې په ورځ د سیاسی ګوندونو او مدنی ټولنو په ګډه ناسته کې راټول شوی ول، ویل چې افغانانو سره د دې مسالې پاب د نړۍ سوله دوسته قوتونه او ګاونډی ملکونه ګډ کار وکړی.د دوی په وینا که په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړی، له زیان څخه یې ګاونډیان او د نړۍ طاقتونههم خوندی نه پاتې کیږی.په خوست کې د سولې غورځنګ ګوند ولایتی مشر عزیزالله ځلاند مشال راډیو ته وویل، په افغانستان کې د دې ټولو اړخونو له همکارۍ پرته پایښت لرونکې سوله نشی راتلی

نوموړی وویل  :

“افغانان، سوله دوسته قوتونه، ګاونډی ملکونه او لیرې قوتونه که دا په ګډه کار ونکړی دلته که د جګړې اور مړ هم شی، موقتی به وی پایداره سوله به تامین نشی، د څو ورځې اوربند وروسته به د جګړې اور بیا ګرمیږی او لکه څرنګه چې افغانان په کې وسوځیدل، همداسې به ګاونډی ملکونه او لیرې طاقتونه هم په کې سوځی.”د امید سبا د ګوند یو تن غړی فریدالله قربان هم وایی، چې په افغانستان د موجودو ستونزو ښه لاره داده چې ټول سیاسی ګوندونه، مدنی ټولنې او مستقل شخصیتونه د خپل هېواد د امنیت او ټیکاو په اړه یو ګډ دریځ غوره کړی.

ښاغلی قربان وړاندې وویل:

«په افغانستان کې د شته سیاسی، امنیتی او اقتصادی ستونزو د حل وروستۍ لاره داده چې دلته ټول سیاسی ګوندونه او هغه شخصیتونه چې مستقل دی خو په سیاسی مسایلو کې ډېر فعال دی کچیرې دوی یو شریک دریځ سره غوره کړی، بیا کولی شو، یو معقول مقابل واوسو، خو شرط یې دادی چې په اول ګام کې یو دریځ خپل کړو.»

د ملی یووالی ګوند ولایتی مسوول محمدنواز تکړه وایی، چې سیاسی ګوندونه او مدنی خوځښتونه دې خپلو مشترکاتو په کتو د ولس په یووالی کار وکړی:((شته سیاسی ګوندونه او مدنی ټولنې باید په متحدانه ډول هغه نقاط چې د دوی شریک دی، لکه د افغانستان امنیت، ټیکاو او استقلال دې لپاره باید په ډېر اخلاص په تعهد سره یو موټی شی، تر څو دوی ولس یو لاس کړی او د ټولو ناخوالو په مقابل کې د مقاومت توان پیدا کړی.))د سمون اسلامی شورا مشر میرناګل تڼیوال وایی، چې ټول افغانان د یو ګډ هېواد اوسیدونکی دی او د ستونزو د حلولو لاره داده چې دلته د یو بل پر وړاندې د زغم او حوصلې څخه کار واخلی او یو بل ته درناوی وکړی.ښاغلی تڼیوال وویل:«حوصله باید وکړو، زغم باید ولرو، یو بل سره قبول کړو او د یو بل احترام وکړو، بله چارنه نلرو،

افغانان یو، د افغانستان په مشترکه جغرافیه کې ژوند کوو، نو حل لاره داده چې ستونزې په ګډه سره حل کړو.»که څه هم په خوست کې د سیاسی ګوندونو غړو او مدنی فعالانو په افغانستان کې د روانو ناخوالو په باب اندیښنه څرګنده کړې،خو بلخواد امریکا دفاع وزیرهند ته د خپل وروستی سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته ویلی، چې اوس په افغانستان کې سولې ته تر بل هر وخت هیلې ډېرې شوی دی.ده که څه هم طالبانو سره د امریکا نیغ په نیغه خبرې ندی منلی، خو ویلی یې دی چې پدې برخه کې ځینی چیلنونه په کار بوخت دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا