گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خپل هدف څرنګه په نښه کړو؟
خپل هدف څرنګه په نښه کړو؟

خپل هدف څرنګه په نښه کړو؟

یوه باتجربه کاره ښکاری، دوه نوی ښکاریان وروزل؛ د روزنې په پای کې یې کله چې ازموینه ترې اخېسته؛ نو روزل شوو ښکاریانو ته یې وویل: په هغه مخامخ  ونه کې ناست  مارغه په نښه کړئ، لومړی کس چې غشی ورته سم کړ، ښکاری ترې وپوښتل:نښه وینې؟ تازه کاره ښکاری ځواب یی ورکړ چی  هو ګورم یی !ښوؤنکی ښکاری بیا تری ؤپوښتل نور څه هم وینې؟هغه بیا ځواب ورکړ چی هو، یوازی ونه می تر سترګو کیږی چی پاڼې لری او پورته  د آسمان آبی  رنګ راته ښکاری اولاندې پر ځمکه کاڼی هم وینم.مشر ښکاری ورته وویل چی  بس پرېږده یی ، مه یې وله!دوهم روزل شوی ښکاری  چې کله غشی ورته برابر کړ، نو ښوونکی ښکاری ترې وپوښتل:آیا  نښه وینې؟دویم ښکاری په ځواب کی ورته وویل چی  هو نښه  ګورم !مشر ښکاری تری ؤپوښتل چی نور څه درته ښکاری؟روزل شوی ښکاری ځواب ورکړ چی  نور څه نه وینم، یوازې نښه وینم مشر او ښوونکی ښکاری ورته وویل چی  بس نوپه  نښه ګذار وکړه کله چې دویم روزل شوی ښکاری غشی د هدف پر لور ګوزار کړنو نښه یې ډېره په دقت سره وویشته.پایله: له دغه عبرتناکی څخه مو دغه مطلب تر لاسه کړ چی که کله مو هم چې خپل هدف په نښه کړ، بیا په نور څه ځان مه بوختوئ او فکر مو پر بل څه مه مشغولوئ، یوازې د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره ټولې ممکنه لارې په کار واچوئ دی ته په عربی ژبه کی حضور هم ویلی شی .نو ځکه خو دین پوهان هغه لمونځ چی دهغی په ترسره کولو کی د لمونځ کوؤنکی  ” حضور ” برابر نه وی هغه لمونځ  د الله ج په وړاندی هیڅ شانی ارزښت نلری . پورتنۍ د ښکار د په نښه کولو په مهال هدف په نښه کول یا د ” حضور ” برابرولو مثال  دا لوی علمی حقیقت په ګوته کوی چه رښتیا هم په ” حضور ” سره خپل هدف ته رسیدای شو او دا د الله ج په وړاندی یو لوی عبادت دی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا