گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خپلواکي مو مبارک شه!خو…
خپلواکي مو مبارک شه!خو…

خپلواکي مو مبارک شه!خو…

طبيعي خبره ده چې په علمي کچه هسکو انسانانو د خپلو ځانونو او راتلونکو نسلونو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند برابرولو په برخه کې  پرمختګونه رامنځته کړي دى او د علمي سيالي په ډګر کې د  هغوى د هڅو له امله د وخت په تيريدو  فردي او ټولنيز ژوند بڼه بدله کړي ده او د مدني ژوند په ټولو برخو کې بدلونونه رامنځته شوي دي. باور وکړئ چې زه چاته هم پيغور نه ورکوم هيڅوک هم ښکته نه ګڼم د هيڅ شخص يا ډلې سپکاوى نه کوم، نقد کوم خو منفي ذهنيت نلرم. البته دومره حتماً وايم چې متأسفانه د علم پوهې ساينس ټيکنالوژي، کمپيوټر انټرنيت، مصنوعي ځيرکتيا، خلائي تسخير، فضايي بېړيو او ساينسي پرمختګونو په اوسني ډګر کې موږ په هغه ځاى کې قرار لرو چې د خپلې اشرف المخلوقات ټولنې نيمه برخه مو د توپک د شپيلۍ په زور له زده کړو څخه منعه کړې، معاصرې زده کړې مباح او غير ضروري ګڼو، حکومت کول امنيت تامين يوازې د سوټي په زور د تحقق وړ ګڼو.بربنډ واقعیت دادى چې موږ په عنعنوي جګړه پوهيږو د واک ترلاسه کولو لياره د عامه افکارو د غولولو په موخه کله د سوسياليزم نغارې وهو، کله د اسلامي نظام د پلى کولو او د عمري عدالت قائمولو چيغې وهو او کله هم د ديموکراسي په نوم د ولس کور(ارګ) بدنامه کړو، د ملت شتمنۍ لوټ کړو او هېواد د  نه ختمیدونکو فاجعو په توپان کې خوشې کوو. که د نن په نيمګړتياو خبره کوو، نو تعجب دى چې موږ ازادي لمانځو خو په خپلو بچيانو باندې د زده کړو حق راڅخه د سوټي په زورسلب شوى دى. که په فردي او کلتوري توګه د زده کړو په اهميت باندې باور نه درلودل د جهالت نښه ده، نوع په زده کړو باندي اجتماعي بنديز لګول د ازادي لپاره د مهم شاخص سلبول او د غلامي نښه ده.تر هغو چې اسلام او وطنپالنه د واک د مجنونانو  لخوا يرغمل نيول شوی وي، د سولې، سوکالی، اعتدال، پرمختګ ورورولي اوعاطفو دين د ډلو ټپلو افرادو او ګوندونو لخوا د سياست په مارکيټونو کې ليلاميږي، په دين ساتنه،  قوم پالنه ، ژبې ته د چوپړتيا اوسمت پالنه  کې افراطیت اوعصبيت ځای نيولی وی، د افغانستان واکمنان د امتيازاتو اوواک د لټون په منډه کې په ژمنو باندې وفا نکوي، دروغ وايي، اخلاقي ارزښتونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، ورورولي، زغم، ترحم، شفقت، انسانى ارزښتونو او دعوت حسنه د مخالفت،جاسوسی اوارتداد ټاپه خوري، واکمني، حاکمیت،ملي شتمني،دولتي پوستونه، وسائط اووسائل شخصي ملکيت ګڼل کېږي او په حکومتولي کې د ولس حق سلب وي؛ زموږ د نيم ولس په مخ د زده کړو دروازې بندې پرتې وي، موږ ازادي لمانځلى شو خودَ ازادي دعوه به مو خيال، محال او يوازې شعاري بڼه ولري. منم چې استقلال او خپلواکي د شهيدانود سپېڅلو وينوهرڅاڅکی زمونږد ولسی ژوند د ژغورنې، دهيواد ځمکنۍ بشپړتيا اوملی وياړونو دسمسورتيا زيرئ ده، خو دتاسف ځای ده چه زمونږ په هيواد کې له بدلونونوسره زمونږ ولس هره ورځ د ناوړه مشرانود خطاو او ګناهونو کفاره ورکوي. که په خپله ازادي باندي لږ شان غوروکړونوپوهيږوچې کله د ګاونډيانو، کله د امريکا، کله د روسيې او کله به هم دانګريز د غلامي کړئ په غاړه کې شرنګوو، خو ځانو ته به د ازادی اتلان د خپلواکئ مخکښان د اندلُس، غرناطې، دهلي او اصفهان فاتحين وايو.دمليونونو شهادتونو په وړاندې کولو مو انګريزان مات کړل، روسان مو وايستل او امریکا مو وشړله، د برلين ديوال ونړيده، د مرکزي اسيا اشغال شوي هيوادونه ازاد شول، د انګريزانو امپراتورى ونړيده، شوروي اتحاد مات شو، امريکا سړه جګړه وګټله، پاکستان د قطبي خرس له منګولو وژغورل شو، امریکا هم وشرمېده او وتښتېده، خو مونږ  بيا هم د ځينو مشرانو د غلطو تګلارو او له واک سره د لېونئ مينې له امله  بشپړه خپلواکي ته نه يو رسيدلى، لا مو هم د خپل ولس په ستوني کې پښه ايښې ده. پرديو ته د مرستو او د رسمیت پېژندلو د احسان لپاره کچکول نيول بريا او وياړ ګڼو، خو لاهم نه پوهېږو چې دغه لاره مکې ته نه، بلکه ترکستان ته تللې ده.د ازادي او خپلواکي لپاره په مبارزه کې زمونږ د ولسونو په پياوړې ايمانی اراده او متين عزم کی هيڅ ډول تزلزل او ويره ځاى نه لري. د يرغلګرو په وړاندې مو د جهاد ډګر ته د فکر او عقيدې په اساس وردانګلي دى، برياوې مو تر لاسه کړی دي, خو پايلې مو نه دي ترلاسه کړي. دښمن مو مات کړئ دى، خو متأسفانه د کمزوری مشرتابه د ناوړه تګلارو او دپرديو دبی شرمه لاس وهنو له امله زمونږ د سرښندنو ګټه مونږ نه بلکې پرديو ترلاسه کړې ده. دشوروی يرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجيب  دحکومت نسکوريدل مجاهدينو دمکملې بريا زيرۍ باله، خو داسی ونشو. په خپلمينځی جګړو کې لتاړ شوو او جهادی موخې مو په سيند لاهو کړای شوې. سړه جګړه ختمه شوه، خو زمونږ هيواد د يوې بلې کورنئ خوسا بدمرغه جګړې په تنور کې لتاړ شو. طالبان هم د امريکائی او د ناتو ځواکونو وتل بريا ګڼي، خو دَ بريا تر پولې پورې له رسيدو وړاندې لاهم ډير مزلونه لرو. ايا ازادي دېته وايي چې د افغانانو ښځينه بچيانې دې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ونلري؛ ولس مو د بيکاري له امله ساه نشي اخيستى، کادرونه او ځوانان مو هېواد څخه تښتي، له نړيوالې ټولنې سره د تقابل په حالت کې يو، منل شوى قانون او نظام نه لرو، علميت، مسلکې توب، تجربه او صداقت ته ارزښت نه ورکول کېږي، هيواد مو ويجاړ، ولس مو وږى او موږ ايله بيله اوښکې تويولاى شو؟هر پردي د خپلو ګټو لپاره له دين او هيواد سره زمونږ د ولس له ژور تړاو څخه ګټه پورته کړه.

انګريزانو او شورويانو خپل مزدوران او جاسوسان په مونږ حاکمان او په لکونو افغانان يې پرې ووژل. پاکستان او ايران ځانونه د مدينې انصار او مونږ يې د احد او بدر مجاهدين ګڼلو، خو بيا پناه ګرين، د هغوي د اوږو بار مفت خواره ترهګر او  “ماجره کله به ځې” شو او امریکا ځمکنيو واقعیتونو او د افغانانو عقائدو او کلتور ته له توجه پرته د ديموکراسي ترعنوان لاندي يوه نوې جګړه په افغانانو باندې وتپله دا به له واقعیتونو څخه لرې وي که مونږ  فکر وکړو چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول آزادی ده. پرديو مرستو او رسمیت پېژندلو ته محتاج او د زده کړو له حق محروم ملتونه يوازې په شعاري ډول خپلواکي لمانځلى شي، د آزادی جګړه ګټل آزادی نه ده، بلکې د ازادي او د خپلواکي لپاره د هڅو یوه برخه ده. پيړئ تېرې شوې چې مونږ د آزادی لپاره جنګېږو، له انګریزانو سره مو جګړه وکړه بیا له روسانو  سره وجنګېدو او اوس مو  له امریکایانو هم د آزادی جګړه وګټله، خو که شاته يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې مونږ هرځل ازادي اخلو خو د ازادي د ساتلو او سمبالولو ظرفیت نه لرو. په  تېرو څو سليزو کې مونږ څو ځله ازاد شوي يو، خو ازاد پاتې شوي نه يو. مونږ د استقلال لپاره د جنګېدو او قرباني ورکولو شهامت اوشجاعت لرو، خو له آزادی څخه په سياسي ټولنيزو او اقتصادي ډګر کې د ګټو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي يو.

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا