گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کوچنۍ اختراو استـخباراتی اوربند!!
کوچنۍ اختراو استـخباراتی اوربند!!

کوچنۍ اختراو استـخباراتی اوربند!!

لکه څنګه چی خبریاست د ۱۳۹۹هجری لمریزکال د کوچنی نیکمرغه اخترپه مناسبت په افغانستان کی د پیغامونواود نورو په وړاندی د روادارۍ اوزغم دبی خونده نمائیش دڅرګندولوپه غم لړلی لړکی د شیخ هیبت الله په نوم دمبارکی پیغام  چی ځان نه یوازی د طالبانو داسلامی غورځنګ مشر بلکه د ټول اسلامی امت پیشوا اوامیرالمؤمنین بولی دده له هیبتی نومه یوه داسی مجهوله  استخباراتی خطبه خپره شوه چی له تشو الفاظواوشعارونوپرته ورته هیڅ شانی نوم نه شی ورکول کیدای خو ددی سره سره یی پریوه داسی تریخ  واقیعت د یوه مثبت  شک څراغ کیښود چی تر ډیره یی د ټولنی د هرذهین  وګړی په ذهن کی  پوښتنی را پورته کړی وی ..

اوداپوښتنی هغه مهال د ځواب ترکچی ورسیدی کله چی د امریکا ؤلس مشراودهغه هیواد د استخباراتی سرویسونو په شمول دوسله والوځواکونواعلی سرقوماندان چی دهغه هیواد لومړنی مقام ګڼلای شی دافغان سولی په هکله د طالبانوله مشرتابه یعنی ملا عبدالغنی برادر چی دملا اخترمحمد منصورپه څیردطالبانودسلامی امارت سیاسی مرستیال دی سره خپلی تلفنی خبری د طالبانو له مشرسره ؤبللې لکه څنګه چی وویل شول دملا هیبت الله په نوم چی دطالبانوداسلامی تحریک مشراوامیرالمؤمنین

بولی خپورشوی پیغام دافغانستان په وروستنی سیاسی تاریخ کی یوه بی خونده کمیډی بللی شی خوددی سره سره یی دا تریخ حقیقت هم په ډاګه کړ چی زموږ دهیواد په څلویښت کلنه غمیزه کی د پردیو د استخباراتی سروسونو intelligence services څومره لاس دۍ ؟ اوددی تر څنګ یی داحقیقت هم په ګوته کړ چی زموږ د لرغونی ټاټوبی افغانستان اصلی بچیان که تاجیک دی یا پښتانه که ازبک دی یا  هزاره ، بلوچ دی که پشه ایی په رازراز پلمو او نومونو او د  سرو او شنو ډالرو ، ریالونواوکلدارو په بدل کی د هیواد دښمنانو د موخو اوهدفونو د سرغندویه جنګیالیو په توګه کارول شوی دی .!

داځکه چی که دا ؤمنو د قوم او امت مشران او پیشوایان داختر په څیرمهم تاریخی مذهبی جشن اویاهم نورو تاریخی او ملی ورځو د نمانځلو په ترځ  کی د ملتونو د هدایت او لارښوونی تر څنګ دملتونو د سرنوشت او برخ لیک د ټاکلو په اړه فرمانونه او اقدامات اعلانوی نوپه افغانستان کی دری  ورځینی اوربند که دیوی  استخباراتی معاملی برخه نه وی نوولی یی په هغه پیغام کی چی د ۱۴۴۱ هجری قمری دنیکمرغه کوچنی اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هیبت الله آخندزاده حفظ الله دمبارکی پیغام په نوم د یوه ویاند  په غږ کی خپورشو دغه درسی ورځینی اوربند ته پکی هیڅ شانی اشاره هم نده شوی؟ څرګنده چی دا پیغام هم د تل په څیر د موهوم مشر په ناخبری کی د خاصو استخباراتی کړیوپه ځانګړی توګه د پاکستان د نظامی استخباراتو ISI اودهغوی ائتلافی انډیوالوشبکو په ګډه هڅه خپور شوی دی .خوکله چی پیغام خپورشواود افغانستان ؤلس ته یی د طالبانود مشرپیغام نا هیلې ؤبللو نو لږ مهال وروسته د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانوتل انلائین ویاند داختر په شپواوورځو کی ددری ورځینی اوربند فرمان په خپل غږ کی ولؤست اودهغی دڅرنګوالی په باب یی هم استخباراتی شرائط ؤفرمایل ،

او په وړاندی یی اشرف خان غنی احمدزی چی د خپلونویوشریکانو سره یی د کوچنی اخترخطبه لوستله دمنتخب ولس مشراو د وسله والو د اعلی سرقوماندان په توګه دطالبانو د دغه پریکړی هرکلی ورکړ ویی فرمائیل چی یوځل بیا  د طالبانو لخوا داوربند اعلان هرکلی کوم اوبیګاه  شپه می ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته امرکړی دی چی اوربند به په بشپړه مراعات کړی اویوازی دفاعی حالت غوره کړی کتونکی وائی او اټکل کوی تر څو چی په افغانستان او ټوله نړی کی د جنایت او وژنو عوامل موجود وی او پرونۍ تروریستان اود ولسونو قاتلان له پرونی دښمن سره دهغوی دګټو دساتلو قرار داد لاسلیک کوی هرلنډ مهاله او یاهم اوږدمهاله اوربند پر هر نوم او هره بهانه چی وی په افغانستان او نړی کی پر انسان وژنه د مشروعیت  دټاپی  لګولو په معنا ده  او د عامه افکارو له انحراف پرته  واقعی  صلحی  ته درسیدو پر کاروان که لنډ مهاله مسکن  هم وی خو په اوږده مهال کی وژونکو او جنایتکارانو ته پرهویت ورکولو تعبیر یدای شی ….  

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا