گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لــه آمـــو تـر ابـاســـینــه !
لــه آمـــو تـر ابـاســـینــه !

لــه آمـــو تـر ابـاســـینــه !

د لیکوالی یادونه : درندو اوعزتمنو دوستانوخویندواو وروڼو! دادی نن می بیا هم یو څو ماتی ګوډې کرښې چی دنن څخه لس کاله مخکی سره پیلې وی ، او دا کرښې زماد خپل میاشتنی اخبارلمراوپه امریکی د دافغانانو د۲۴ساعته رادیو څخه نشر شویدی.امید چی د نظم له محتواڅخه څه واخلی اوکه نظم کوم کمی زیاتی ولری،مینه وکړی اصلاح کړی .

دنارنج دګل غوټۍ دی چی رژیږی

دنرګس دا ښکلې سترګې چی رپیږی

د ریدی ښکلی ګلان چی زرغونیږی

دګلابو ګل عطرونه چی مشام ته هم رسیږی

د رامبیل چمبیل ګلان چی مړاوی کیږی

کشمالی غونچې ، غونچی چی راپریکیږی

دیتیم دا ښکلی اوښکې مرغلرې دې تویږی

کونډې رنډې چی له لوږې نن رپیږی

زمونږ سپین ژیری چی هر خواته دوی کش کیږی

د آسمان دا ښکلی ستوری چی ځلیږی

هم آسمان نه هغه نور چی راویریږی

هندوکش په سر له ورایه معلومیږی

دسپین غر ښکلی چینې چی رابهیږی

هم چی واورې یی اوبه کیږی را تویږی

وچې ځمکې خړوبیږی زرغونیږی

د هیرمند دخولې ځګونه را بهیږی

دمرغاب د زړه چینې چی راڅڅیږی

دکنړ دسین غړمبار چی را یادیږی

د پغمان پاکی اوبه چی رابهیږی

دآمو ښکلې اوبه چی هم مستیږی

په هر لورې هرې خوا چی روانیږی

دافغان پریشان رګونه د غزیږی

دشهید دا پاکې وینې نه دریږی

ولسونه په هرخوا چی روانیږی

پرګنې موهم پریشانه هم ځوریږی

دملت آواز په هر خوا اوچتیږی

ولسونه پرګنې پری خبریږی

زمونږه ملک بیا دسره آبادیږی

په جهان کی به سپوژمۍ غوندې ځلیږی

افغانان به اباسین ته بیا رسیږی

زمونږ ملک به داغیارو ازادیږی

په آسمان کی به دلمر په شان ځلیږی

زمونږ هیلې به غوټی په شان غوړیږی

دګاونډو مخ به سل ځله توریږی

د افغان حق به دنیا کی ثابتیږی

لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی

دا زمونږه ارزوګانی به غوړیږی

لر اوبر افغان که دواړه همت وکا

نو یو لوی افغانستان به بیا جوړیږی

دآمو نه بحر هند ته به رسیږی

لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی

یادونه : ټایپ او دنظم ترتیب او لیکنه ـ

نیټه څلورم د جنوری کال ۲۰۰۵ .

تورنتو ـ کاناډا .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا