په لمن کې ټولوم تورې ګورګورې
مستربل کې لټوم تورې ګورګورې
چې ګورګورو پسې ووځمه له کلی
پل په پل دې یادوم تورې ګورګورې
خوست ته مه راځه لوګرکې دی سنځلې
په ټوکرۍ کې درلیږم تورې ګورګورې
هسې نه، نازکې شونډې یې شی غوڅې
له اغزیو پاکوم تورې ګورګورې
دا دلپه اشرفیو سودا نه ده
په غنمو خرڅوم تورې ګورګورې
سترمنې تورې سترګې راته ګوری
په کوڅو کې ګرځوم تورې ګورګورې
بدل شوی مې د خیال اسمان انګاره
بل موسم کې پخوم تورې ګورګورې