گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افراطی سوسیالیزم،سخت دریځه اسلام او د B52 دمــوکـراسۍ!
افراطی سوسیالیزم،سخت دریځه        اسلام او د B52 دمــوکـراسۍ!

افراطی سوسیالیزم،سخت دریځه اسلام او د B52 دمــوکـراسۍ!

دولتی اداری باید د محکوم مظلوم او مجبور ولس پر وړاندې همدردانه، خو د زورواکو مفسدینو او غاصبینو په وړاندې قاطعانه دریزونه خپل کړی. مګر دلته خبره معکوسه ده. څوک مصلحتونه، څوک جګړه، څوک د هیواد وران ویجاړ حالت، څوک د پردیو له شرمه ډکه لاسوهنې او څوک هم زمونږ په ټولنیز وجود باندی لګیدلې ویروسی زخمونه بانه کوى او د اداراتو متزلزل او متذبذب دریزونو ته د مشروعیت لارې چارې لټوی.همدا لامل ده چې په ملی کچه د اداری فساد، غصب زورواکی جنګ سالاری او روانی جګړې په وړاندی زمونږ مبارزه د مصلحتونو ښکار او بې اغېزو ده. اړوند ارګانونه د خپلو دندو په مخته وړلو کې په مطلق ډول پاتې راغلی دی. اوس نو خبره ترهغه راورسیده چې چارواکی مو د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه قانون او اداری ګواښی.همدا وجه ده چې عدالت نه پلئ کیږی، د فساد مخه نه نیول کېږی، زورواکی ورځ تربلې زور اخلی او اداری مو د ګمارنو د غلط مروجه سیستم له امله تقریباً فلج پرتې دی.زمونږ د سیاسی او اداری سیستمونو د ناکامی یو بل لامل زمونږ په هیواد کې د وارداتی سیستمونو د پلئ کولو ناکامې هڅې دی.په لنډه توګه باید ووایم چې د د خلق او پرچم ډلو لخوا د ډنډې په زور د لینینیزم او سوسیالیزم افکار او نظریات خپلول،

د مجاهدینواوطالبانو لخوا په ولس باندې د ځینې افراطی نظریاتو تپل او په اوسنئ دیموکراسی کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب تر عنوان لاندې پردی دودونه او کلتور زمونږ په مذهبی او عنعنوی ټولنه باندی د عملی کولو ناکامې هڅې یې ښې بیلګی دی.پورتنئ ستونځه د سیاسی مشرانو ستره نیمګړتیا ده چې ډیر وخت په نظریاتی، سیاسی او کلتوری برخه کی پرته له دې چې زمونږ د ټولنې مذهبی، دودیز، عنعنوی او قومی اړخونه په نظر کې ونیسی، کله د ختیځ او کله هم لویدیز دودونه هغه هم په افراطی توګه له اضافی مرچ او مسالې سره په خپل ولس باندی تحمیلوی.

پایلې یې متأسفانه له خپلو ولسونو تصادم تقابل او ټکر وی.د اوس وخت لپاره زمونږ د بی شمیره ستونځو، ترینګلتیاو، نیمګړتیاوو، پراخ اداری فساد او جګړې په شتون کې د موجوده نظام ړنګول قطعاً د منلو وړ نه ده او له ټولو ملی او نړیوالو موازینو سره یې په تقابل کې ګڼو. مګر د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ځوانانو ته د واک د لیږد تر غولونکی عنوان لاندې هڅې او نوښتونه یقیناً له دینی او ملی ارزښتونو سره په غوڅ تقابل کې دوام لری. تر دغه نوم او عنوان لاندی په حکومتی ادارو کې دومره ګند راټول شوئ ده چې اوس مو نه اسلامی او افغانی ارزښتونو ته ژمنتیا ثابته کړه او نه مو هم غربی دموکراسی پلئ کړاى شوه.

د مسلّم واقعیت په توګه باید ومنو چې د ښځو محکوم قشر او ځوانان له بل هر لوری څخه زیات د روانې بدمرغه جګړې په تنور کې سوځی. په دغه جګړه کې د وژل شویو مطلق اکثریت د ځوانانو ده او هره ورځ په سلګونو میندې بورې، خویندې کونډې او ځوانان وژل کیږی. که واقعاً څوک د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب پلوی کوی، نو تر هر څه وړاندې باید زمونږ په خاوره کې روانه پردئ بدمرغه جګړه ختمه شى. د ښځو د حقونو د خوندیتوب به تر دې ښه بیلګه کومه وی چې په جګړه کې د ښځو د ځیګر ټوټه، د سر پړونئ، مجازی روزی رسان نه وژل کېږی او د اوربل ګل یې نه رژول کیږی. که څوک د ځوانانو د حقونو د خوندیتوب خبره کوی نو تر هرڅه وړاندی دې په روانه جګړه کې د ځوانانو د وژل کېدو مخه ونیسی.چارواکی باید پوه شی چې د ځوان نسل او ښځو د حقونو خوندیتوب په لوړو پوستونو باندې د څو غربی کلتور ځپلو ځوانانو او پوډرو ککړو ښځو په ګمارلو، په ارګ او وزارتونو کې د څو غونډو په جوړولو کې قطعاً تحقق نه مومی. د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې کلیو او بانډو ته د فعالیت ساحه پراخه شی. دغه مبارزه باید له محراب او منبر څخه پیل دینی علما او قومی مشران او ولسی مخور اشخاص یې پرمخ بوزی. له همدغو ادرسونو څخه د ځوانانو او ښځو د حقونو د خوندیتوب او د سرتاسری سولې لپاره هلې ځلې وشی.ځوانانو او ښځو ته د اسلامی شعائرو او ملی دودونو په رڼا کې د زده کړو خوندی او مصئون ماحول او کاری شرائط برابر شی. تفصیل ته نه ځو، خو دومره وایم چې د حکومت لخوا دغه ډول کړنې، نه یوازې اخلاقی فساد او په ملی کچه د بدنامی لامل ګرزی، بلکه د ځوان نسل او مشرانو ترمنځ د بی باوری واټنونه هم جوړوى.زمونږ مشرانو ډیر وخت په ګمارنو کې پوهه وړتیا او تجربه د معیارونو په توګه په نظر کې نه نیسی.د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب په نوم د اخلاقی فساد رسوایی د هیواد او باشهامته ولس هسکه غړئ ښکته کړه. په اخر کې مونږ باور لرو چې دلته روانه جګړه زمونږ د پورتنیو ستونځو او نیمګړتیاوو بنسټیز لامل ده. مونږ په خپل ملت باور لرو چې که د ورور د توپک شپیلئ یې سینې نه وه نیول شوی او د ورور په مرمئ جوړ شوی ټپونه یې ورغول شو، بیا به په زغرده ورته ووایم چې پورتنئ ترینګلتیاوې نیمګړتیاوې او تشې به په اسانه توګه له مینځه ځی. دغه ستر هېواد او عظیم ملت د بریاو نیمکرغیو او هوسا ژوند پړاوونه وهی او پردى دښمن به د ګرګین چنګیز هلاکو انګلیس او شوروی غوندی د افغانستان د محوه کولو ارمان دوزخ ته یوسی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا