گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له غصې اوقارڅخه دخلاصون لارې
له غصې اوقارڅخه دخلاصون لارې

له غصې اوقارڅخه دخلاصون لارې

 له غصې او قار څخه د خلاصون لپاره اړینه ده چې له قار او غصې مخکې د هغه عوامل او اسبابو د را منځته کیدو پیژندنه وشي. او له هغو سره د مناسب تعامل په لارو چارو پوهیدنې ته پراختیا ورکول شي مثلا :په ټولنیز ژوند کې هره ورځ موږ له داسې موضوعاتو ، حالاتو او پیښو سره مخامخ کیږو چې د اضطراب ، ویرو اوخفګان هیجانات را پاروي – په نتیجه کې موږ خپل کنترول له لاسه ورکوو  د قار او غصې حالت ته ځو.ځینې هیجانات لکه : په ځان باندې د تعرض او سپکاوی تصور او احساس ، ویرې، وارخطايي ، اضطراب، تشنج ، فشار او شرم احساسات هغه هیجانات دي چې د قاراوغصې رامنځته کیدو او تحرک سبب کیږي. دغه او هغو ته ورته هیجانات زموږ داخلي سکون ، سوله ، آرامش له اختلال سره مخامخ کوي او د غصې او قار لپاره لاره اواروي. د دغوهیجاناتو د علایمو پیژندنه ، هغو ته پاملرنه کول له موږ سره د قار اوغصې دعواملو او حالاتو په پیژندنه او مخنیوي کې مرسته کوي. که له نوموړو هیجاناتو سره په مناسبه توګه تعامل وشي د قار اوغصې اسباب له منځه ځي . داخلي سوله ، اطمینان او سکون مو بیرته فعالیږي. په دې توګه موږ د قار او غصې له تلک او وضعیت څخه حفاظت او خلاصون مومو.هغوی چې د ځاني خبرتیا او یو شمیر دسپلینونو په رعایت د خپلو هیجاناتو سره په سمه توګه تعامل کوي او د خپلې داخلي سولې او سکون ساتنې مهارتونه پکاروي د غصې او قار له ناوړه اغیزو څخه خوندیتوب مومي. مثلا: د نورو درناوی کول، د خبرو په وخت کې په نرمه او مینه ناکه لهجه خبرې کول، په ژوره توګه نورو ته غوږ نیول د قار په مخنیوي کې مرسته کوي.

په دې توګه د قاراوغصې له حالاتوسره د مناسبو تعاملاتو او اړینو مهارتونو پکارونې په مرسته د قارد لا تحرک  مخنیوی او له بدو اغیزو څخه یې  خوندیتوب را منځته کیږي. له دې کبله اړینه ده چې د غصې او قار د کنترول او مدیریت مهارتونو سره بلدتیا ومومو.ډیر ساده او آسانه لاره داده چې کله هم په خپل ځان کې د قار علایم درک کړئ لاندې تدابیرو ته مخه وکړئ:د هرې خبرې، پیښې یا وضعیت په مقابل کې مقاومت او تقابل څخه د ځان ساتنه وکړئ. د نورو نظریات او حالات لکه څنګه چې دي قبول یې کړئ. دا قبلول د موافقت معنی نلري یوازې وجود یې منل دي. د هغو په مقابل کې خپل مخالفت او دفاعي وضعیت معطل کړئ. خپل ځاني تمرکز او ایګویي وضعیت ته مو پاملرنه وکړي. همدا رنګه د نورو تمرکز او دایګويي وضعیت ته هم پاملرنه وکړئ. په خاصه توګه د ژبې کنترول او د کلماتو ، جملو او لغاتونو استعمال ته مو په دقت سره پاملرنه وکړئ. دې ته پاملرنه وکړئ چې ټول شیان تیریږي هغو ته د تیریدو موقع ورکړئ.د قار په وخت کې تازه هوا ته زیاته اړتیا ده له دې کبله خپل تنفس ته پاملرنه وکړئ. ۲- ۳ دقیقې په ژوره توګه تنفس وکړئ ( ساه – هوا ) واخلئ.ځانته پاملرنه وکړئ چې ستاسو بدن کې څه تیریږي. په هره اندازه چې تاسو له خپل ځان څخه باخبره اوسئ په همغه اندازه کولای شئ د خپل وضعیت بدلون ته اقدام وکړئ.ددې پر ځای چې خپل قار او غصه دننه پرخپل بدن کې بنده وساتئ او یا مخکې له دې چې ناوړه عکس العمل وښیئ خپل قار په تعمیري توګه اظهار کړئ مثلا: بې له دې چې د ملامتولواو نورو د شرمولو کوښښ وکړئ تاسو خپل ځان او یا یوه ملګري ته ووایئ:  زه دغه حالت ، پیښې په لیدو او یا دغې کړنې او یا خبرې په غصه کړم. له غصې څخه د خلاصون لپاره د حالت ، پیښې او کړنې په اړه توضیح او مالومات وغواړئ او یو څه تدبیر ته مخه وکړئ.هغه فکرونه چې د غصې په وخت کې ستاسو په ذهن کې رامنځته کیږي له هیجاناتو سره اړیکه لري. تاسو له تمرکز او تعقل څخه لرې کوي. له دې کبله هغه کړنې چې د قار اوغصې سره مل شي ډیرې تخریبي او شرموونکې وي. نوموړي فکرونه ناسم وګڼئ او اعتبار مه ورکوئ. له داسې وضعیت څخه د خلاصون لپاره ځاني بدلون ته پاملرنه وکړئ مثلا:  د خپلو عضلاتو استراحت اوعادي حالت ته را ګرزیدنې ته پاملرنه وکړئ. سوکان مو خلاص کړئ، اوږې مو وخوځوئ، دغاړې حرکت پیل کړئ. بلې خوا ته وګورئ او ځای ته مو بدلون ورکړئ، یخې اوبه وڅښئ. که په یخو اوبو اودس وکړئ او د لمانځه هڅه وکړئ تاسو ته به سکون اوصبر نصیب شي.دا یاداشت کړئ چې څه شې اوکوم حالات تاسو په غصه کوي؟ په مناسب وخت کې د هغه په اړه فکروکړئ. له هغه څخه د راتلونکې لپاره زده کړه وکړئ.په ورځ ، هفته یا میاشتې په اوږدو کې د خپل قاراوغصې پیښې، وختونه ،حالات او د خپل ځان وضعیت یاداشت کړئ. اوپه مناسبه توګه د نوموړوحالاتو سره د مخامخ کیدو په صورت کې د خلاصون تدابیرو ته مخه وکړئ.                   

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا