گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له هدفی وژنوترهدفی فساده !
له هدفی وژنوترهدفی فساده !

له هدفی وژنوترهدفی فساده !

لکه څرنګه چی خبر یاست د بلخ والی ښاغلی فرهاد عظیمی چه څه موده وړاندی په قزاقستان کی د افغانستان سفیر او د ولسی جرګی په ۱۶ مه دوره کی د بلخ د خلکو استازی ؤ او هغه مهال چی د بلخ ولایت امپراطور او دروضی شریفی متولی ستر جنرال عطا محمد نور له مرکزی حکومت سره یوی داسی هوکړی ته رسیدلی ؤ چی حاضر دی د بلخ ولایت سره دتل لپاره خدای په امانی وکړی خو پدی شرط چی د بلخ ولایت ځای ناستی به ددهغه په خوښه ټاکل کیږی

چی دهغی له ډلی یی ددریو کسانو نومونه چی محمد اسحاق رهگذر ، محمد فرهاد عظیمی ، غلام خان آزاد پکی شامل ؤله ارګ سره هوکړی ته رسیدلی ؤ که څه هم ارګ وارد مخه په لندن کی اوسیدونکی انجنیرداوؤد چی هغه هم ځان د اسلامی جمیعت ګوند غړې باله له عطامحمد نورسره د هوکړی پربنسټ چی ګنی د بلخ والی به جمیعتی اودعطا محمد نور له پلویانو وی د بلخ د نوی والی په توګه معرفی کړ خو له هغه ځایه چی دبلخ ولایت پرځمکه او آسمان د بهرنیو پوځونو په ځانګړی توګه د المان هیواد د پوځیانو واکمنی وه دبلخ دنوی معرفی شوی والی په هکله ورسره سلامشوره نه وه

نوپه بلخ کی د ناتوپوځیانو په ځانګړی توګه په بلخ کی د ځای پر ځای شویو د آلمان هیواد سرتیرو او ځواکونو د کابل دارګ په ځانګړی توګه د ملی امنیت دشوری لخوا ګمارل شوی نو والی سره مخالفت وښود  اوپه بلخ کی یی  د آلمان دلښکرو د قوماندان د مخه ښی په مراسمو کی د عطا محمد نور څخه د رسمی تشریفاتو او پروتوکول په ورکولود د والی عطامحمد نورڅخه یی د ملاتړاعلان وکړ چی د څو میاشتو په تیریدو له لندن څخه راغلې محمد داؤد بیرته لندن ته ستون شواو محمد اسحاق رهگذر چی د عطا محمد نور د لست په لومړی سرکی راتلو د بلخ دنوی والی او محمد فرهاد عظیمی په قزاقستان کی د افغانستان استازې وټاکل شو چی دادی د محمد اسحاق رهګذر له بدلیدو وروسته بیاهم فرهاد عظیمی چی په واقیعت کی د جنرال عطا محمد نور د ګټو او جایدادونو صادق نګهبان او ساتونکی دی

نن یی دیوی مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی خبریالانو ته وویل چی دمشرانو جرګی در غړی چی دبلخ ولایت حیرتان بندر کی دمالی فساد په اړه دشته ادعاؤ دڅیړنی لپاره تللی ؤ خپله درشوت آخستو پر مهال ونیول شول په دغو دری تنو نیول شویو سناتورانو کی د فاریاب ولایت سناتور محمد انور باشلق ، دخوست ولایت استازی لیاقت الله بابکرخیل او دسرپل ولایت استازی محمد عظیم قویاش چی پهحیرتان کی د مالی فساد دڅیړنی په موخه دبلخ ولایت ته تللی ؤ په خپله دڅلویښت زره امریکاېی ډالرو د رشوت آخیستو پر مهال بالفعل نیول شوی دی . بل خواته لویه څارنوالی هم وایی چی دغه سناتوران د کشفی اطلاعاتو پر بنسټ دملی امنیت منسوبینو او لوی څارنوالی د استازو لخوا په ګډوعملیاتو کی نیول شوی دی .

همداشان دبلخ والی محمد فرهاد عظیمی چی پورته یی د خیر ذکرشوی دی وایی چی دغه سناتوران دیوه پلاوی په ترکیب کی بلخ ته دعایداتی ادارو دکارونو دارزونی په موخه او هدف ورغلی ؤ له ولایتی مسؤلانو سره تر کتنی وروسته یی کارپیل کړی ؤ خو وروسته درشوت آخیستو پر مهال نیول شوی دی . دچارو څارونکی وایی چی د فساد په نوم دا ډول مبارزه د یوی خنده ؤنکی ډرامی په څیر ده چی د لیدونکو له اصلی موخو  یی  بل لوری ته د پام آړولو په غرض ښودل کیږی . بل لوری ته دافغانستان دروڼتیا څار بنسټ واېی چی حکومت له فساد سره د مبارزی په نوم له دغه راز قضیو سره تر ډیره سیاسی او ریأ کارانه چلند کوی

ځکه ددغه بنسټ په وینا تر دی وړاندی نوری ډیری پیښی شته چی ددغه پیښی د مور حیثیت لری خو داچی عدلی او قضاېی اداری په خپل واک کی نه دی نو باور نه شی کولای چی دغه د سناتوران د نیولو قضیه دی هم له فساد سره په رښتیانۍ بڼه تعقیب او وڅیړل شی .کتونکی وایی  چی د جګړه ځپلی آفغانستان پرخونړې ستیژ  له فساد سره دمبارزی په نوم ددا ډول  جوړول ډرامواو نمائیشنامو  ښکاره کول دمافېاېی نظام روح بللی شی . لیری نه ده چی دافغانستان خوار شوی غیرتی اولس د ساده ګۍ او خوشباورۍ په سمندر کی د څلویښتو زرو د رشوت آخیستو په له مخکی جوړه شوی لومی ښکار شی . خو داڅرګنده ده چی دغه دتوری شپی هدفی مزل په هدفی وژنو پیل او دادی اوس یی د هدفمند فساد په خونړیو چاړو پرمخ بیاېی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا