د افغانستان پرکابل د طالبانی برید لږ وروسته د نصف لی او نصف لک په غنیمتی طالبی کابینه کی د یوی سیاسی تصوفی فرقی مرشد چی ځان خليفه سراجالدين حقاني او د مشهور جهادی شخصیت مولوی جلال الدین زوی اوځای ناستی بولی ملا یعقوب مجاهد په مشرتابه له قندهاره دراغلیو جنګیالیوسره د احتمالی ټکراو تاؤ تریخوالی څخه د خلاصون په موخه په یوه جوړه شوی غنیمتی اداره کی د کورنیو چارو د وزارت دنده پر مخ بیایی د ښاغلي عبدالسلام رحيمي وطن ته په راتلو هرکلی وکړاو دهغه بیعت یی ؤمانه . خليفه صاحب چی ځان یی مراقبه کړی ؤ او نه یی غوښتل چی د کمری پر مخ را څرګند شی د خپلو ارشاداتوپه ترځ کی ؤفرمائیل ، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان حق لري چې په افغانستان کې ډاډه ژوند وکړي. خلیفه صاب له خپل تازه مرید سلام خان رحيمي څخه وغوښتل چې زموږ د سولې او خواخوږۍ پيغام نورو هغو وطنوالو ته هم ورسوي چې له هيواده وتلي.وروسته دبیعت د منلو د مراسمو په پای کی تازه مرید شوی سلام خان رحيمي له خپل نوی مرشد خلیفه صیب څخه مننه وکړه او د سولې او ورورولۍ د پیغام ستاینه یې وکړه.