گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له جګړه ییزو خویونو او تربګنیـو څخه د خـلاصــون اړتیـــا !
له جګړه ییزو خویونو او تربګنیـو څخه د خـلاصــون اړتیـــا !

له جګړه ییزو خویونو او تربګنیـو څخه د خـلاصــون اړتیـــا !

دا چې په یوه ټولنه کې شخړې، تاوتریخوالی ، جګړې، تربګني او د اړیکو ماتیدنې خود پخوده نه را منځته کیږي. د شخړو، تاوتریخوالي او جګړو له تربکنیو څخه خلاصون ، سوله ، امن ، یوالی او ټولینز پرمختګ هم په خپل سرمنځته نه راځي . دغه دواړه وضعیتونه هر یو یې خپل خپل منابع ، عناصر، شرایط او د تحرک عوامل لري. دلته موږ په هغه وضعیت تمرکز کوو چې څنګه کیدای شي له جګړو او تربکنیو څخه د خلاصون لارې ترسیم شي؟ سره له دې چې په ځینو حالاتو کې دا موضوع د مصالحې او پخلاینې ترعنوان لاندې تر بحث لاندې نیول کیږي – لاکن د مصالحې او پخلاینې څخه مخکې د سولې لپاره د یوې آجنداء د ترسیم لپاره کیدای شي لومړني بحثونه په لاندې توګه پیل شي. مثلا: داسې پوښتنه مطرح کول چې څنګه کیدای شی د جګړو څخه را منځته شوېو بې اعتماديو ، کینېو او تربګنیو څخه د خلاصون لارې ترسیم او روښانه شي؟

له جګړه ییزو خویونو او تربګنیو څخه د خلاصون لارو روڼتیا هغه وخت شونیا مومي چې لاندې ټکو ته په ژوره او دقیقه توګه کتنه وشي: – یوه ټولنه د سولې، شخړو ، تاوتریخوالي او جګړو په مفاهیمو له پوهیدو سره سره په خپلو ذهنیتونو، تصوراتو ، کړنو ، عادتونو، اړیکو او د خپل ژوند په موجوده ټولنیز سیستم کې د پورته ذکر شویو زیرمو ( منابعو ) ته کتنه وکړي. – دې ته فکر وکړي چې په موجوده وضعیت کې د یوې ټولنې د وګړو په ذهنیتونو ، تصوراتو، تعبیرونو ، عادتونو ، توقعاتو ، کړنو او تعاملاتو کې : کوم ډول ژبه ، تعبیرات ، تصورات ، قصې، توقعات ، باورنه ، خویونه ، کړنې او عادتونه د شخړو ، جګړو او تاوتریخوالي په را ولاړیدو کې رول لري؟

او کوم ډول ژبه ، تعبیرات ، تصورات ، قصې، توقعات ، باورنه ، خویونه ، کړنې او عادتونه د اوږدو جګړو او تشدد څخه رامنځته شویدي؟ – کوم ، تصورات خویونه ، تعبیرات ، توقعات ، کړنې او عادتونه په سوله ییز چاپیریال کې وده کوي او یا په سوله جوړونه او ساتنه کې را منځته کیږي، وده کوي او په سوله ییز ژوند کې مرسته کوي ؟ په پورته توګه موضوعاتو مختصر تحلیل او ارزونه له ځان او نورو سره د سوله ییزو اړیکو په جوړونه او له تربکنیو څخه په خلاصون کې مرسته کوي. همدا رنګه همدغه بحثونه که په یوه په یوه سوله ییز چوکاټ او فضاء کې مطرح او له کار لاندې و نیول شی دا پخپله هم د یو ډول سوله جوړنې استعداد ته وده ورکوي. په دې شرط چې په یوه خوندي چاپیریال او د سولې ماهرینو په مرسته تسهیل او په تسلسل سره جریان و مومي. په یوه ټولنه کې د سولې ، شخړو او تشدد اړونده ذهنیتونو ، تصوراتو، تعبیرونو ، خویونو ،عادتونو ، توقعاتو او کړنو د منظرې څرنګوالي مناسب ترسیم او تحلیل له سوله کوونکو او منځګړو سره مرسته کوي چې د سولې اړوند کارونه تنظیم او آجنداء ورته ترسیم کړي. له جګړو ، تربکنیو او له هغو څخه د را منځته شویو خویونو او عادتونو څخه د خلاصون لارې چارې دقیق ترسیم ته اړتیا لري. د وضعیت مناسب او روښانه ترسیم مرسته کوي تر څو د عمل کړنلارې په نښه او تطبیق شي. په پورته توګه ذکر شوی تحلیل او ارزونه ددې لپاره اړینه ده چې موجوده واقعیتونه په سمه توګه لکه څنګه چې دي د لیدلو وړتیا ومومي. دغه لیدنه ( مشاهده ) موږ ته ددې وړتیا راکوي چې په خپلو ځانونو او د باندې اړیکو کې بدلون ، ترمیم او تعمیر اړتیا درک کړوکوم شیان باید له خپل ذهنونو او کړنو څخه پاک او یا کم کړو؟ کوم شیان پیاوړي او کوم شیان زیات شي ؟ کوم شیان وساتل شي او کوم شیان له یو بل سره ترکیب شي؟ … او نور. – څنګه د کار او عمل تګلارې اولویت بندي شي؟ ددې کار په متن کې ډیره پاملرنه د بدلون او تعمیر په تګلارو اوعملیه وشي. د هر عمل اغیزو او بدلون نتایج او پایلې وارزول شي. مثلا: په ځاني سطحه د ذهنیتونو او تصوراتو د اصلاح لپاره: الف : په ځان کار کول او ځاني تزکیې باندې پیل او مسلسل تمرین کول. له ډیرو ساده او آسانه بدلونو پیل کول او ګام په ګام مخته تګ تر څو له دننه د پاکي ، صفايي ، اطمینان او آرامش احساس وکړو. ب : له نورو سره مفاهمه ، خبرې کول، بحث ، مشوره او د اخلاقي اصولو رعایت ته پاملرنه کول اغیزمن رول لري. په ځینو حالاتو کې مذاکره، منځګړیتوب او پخلاینه خپل خپل رول لري. ج : د دیني او کلتوري مشترکاتو او له یو بل سره تړاو اړیکو، همدلي او همپالنې ته پاملرنه کول، د دوستانه لوبو او تفریحي سرګرمیو تنظیمول او د اوږدې مودې پرمختګ لپاره د ګډو روښانه موخو ترسیم هم موږ ته له یو بل سره د کار کولو وړتیا راکوي. په دې توګه د یو بل درک آسانتیا مومي او له تربګنیو څخه خلاصون کې مرسته کوي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا