گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له جمهوریت تر امارته !
له جمهوریت تر امارته !

له جمهوریت تر امارته !

د دیموکراسی او اسلامی نظام د نفاذ دعوه لرونکو ځانونه جامع الکمالات، له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک ګڼل، غنی په دیموکراسی کې د څو اسلامی کتابونو د تألیف دعوه کوله او د قطر د دفتر خلکو خو  د جګړې په ډګر کې د دښمن ماتولو په څیر په سیاست کې هم نړئ ماته ګڼله. په دواړو اړخونو کې سولې ته د اړتیا احساس شتون نه درلوده، د یو بل د اغیزو منلو وړتیا یې سلب شوې وه. اوس دواړه خواوې ځانونه سپین چرګان ګڼی، خو ولس او هیواد د سمندری څپو په منځکې د ژوندی پاتې کېدو لپاره هڅه کوی.متأسفانه دلته هر څوک چې ارګ ته راشی نو د واک په رقابت کې د حریفانو د حذف او نفى کولو هڅه کوی. نتیجه داسې شی چې نه د ولس لپاره د خدمت جوګه شی او نه هم خپل دینی مسئولیت ادا کړاى شی. هغه متل دى چې؛  “نه د دین شول او نه د سادین”  د دیموکراسی ډنډه مارانو سترې او هسکې دعوې کولې او ننداره ایزو کړنو ته یې مخه کړې وه. د خپل ولس هیلې او توقعات یې نه اوریدل. سوله یې د واک د ساتلو په شرط منله. نتیجه یې زموږ مخته پرته ده. هغه متل ورباندې ریښتیا شو چې “هم بوره هم بدنامه”د غلط دود له امله ناکامه شوې ډلې خپلې غلطیانې نه اروزی او تازه واک ته رسېدلی خلک د ولس د ذهنی تړاوونو کلتوری ارزښتونو سیمه ییزو او نړیوالو نزاکتونو او حساسیتونو باندې د ځان پوهولو فکر نکوی. د انتقاد منلو پرځاى د چاپلوسانو مداحی خوښوی. د نیوکو د اوریدو پرځاى د چکچکو په پړکا او د شعارونو په غوغا مین دی.  د سمون او بدلون لپاره د مبارزې پرځاى ړنګون ته د لومړیتوب حق ورکوی.له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په توپانونو کې اوسېږو، په ناورینونو کې کړیږو او په ماتمونو کې شپې سبا کوو خو لاهم ژوندی یو، خوراک کوو، اکسیجن اخلو او نور د ژوندیو موجوداتو په شان ځانګړتیاوې لرو. “زموږ خواره قسمته! چې ښادی دې نصیب نشوه له جمهوریت تر امارته”پخوانى ولسمشر غنی ښه استاذ، ښه اقتصاد پوه، په نړیواله ژبه باندې یې ښه استدلال کولاى شو، د اقتصادی ستونځو د حل لارې چارې ورته معلومې وې، خو د نوموړی د لیکلی کتاب د عنوان په خلاف، نوموړی ونشو کولاى زموږ ناکام دولت جوړ کړی.  نن یې عذر بدتر ازګناه ته تعجب شوم چې د ننګرهار او خوست له سقوط څخه د تېښتې په مهال چورلکې ته له ختو لږ شېبه وړاندې خبر شوى دى. موږ د بدو پایلو درلودلو له امله قطعاً نه غوښتل د نوموړی ترمشرى لاندی نظام نسکور شی، خو ارګ میشتو ټولو د سولې لپاره د واک د قربانی ورکولو پرځاى نظام قربانی کړ او هر څه یې په سیند کې لاهو کړل.که په حال باندې را وڅرخیږم نو باید ووایم چې استثنا شته، خو د امارت ډیرىچارواکی متأسفانه هغه پخوانی خلک نه دی چې په خبرو باندی مضبوط ولاړ وو. اوس یې خبرې او عمل خورا زیات توپیر لری. د عامه عفوې فرمان یې ټکنى دى. اوس مرموز قتلونه او ربړونې ورځنى معمول دى. د مدیریت د وړتیاو نشتوالى یې د حکومت بقا ننګوی. ځانونه د هغه څه مسئول ګڼی چې ژمنه یې کړى وی. د لوږې د ختمولو لپاره ځانونه برئ الذمه ګڼی. خداى ته د عذرونو او زاریو کولو توصیه کوی.که موږ په اسلامی نظام کې د حکومتولی مسئولیتونو ته ځیر شو، نو پوهیږو چې حاکم  که ژمنه  کړې وی او که یې نه وی کړې،   د خپل ولس د لوږې بیکاری او د ستونځو د مخنیوی په هکله مسئول ګڼل کېږی. په دغه تړاو د خلفا راشدینو زرین تاریخ زموږ په مخکې پروت دى.د ځینو چارواکو خبرې او کړنې د ولس په زخمونو د مالګو اچولو ته ورته والى لرى. افغانستان د دغه عظیم ملت کور نه، بلکې شخصی ملکیت ګڼی او د چارو واګې ملی امانت نه، بلکې د غنیمت مال ګڼی. یوازې امرونه او فرمانونه شغوی. دغه ډول چارواکی نه پوهېږی چې په ماضی کې هم دلته ډیر بخت ازمویونکى د ترانو، اتڼونو او شعارونه په بدرګه راغلل، ناکام شول او په بدنامیو ککړ بیرته ووتل.موږ په ملی کچه ټاکل شوې موخې او د ملی ګټو تعریف نلرو. سلیقه، قومیت، ګوند، ژبه او د مشرانو جزباتی ویناوې له مشرانو څخه زموږ د پلوی کولو اساس جوړوی او مخالفت مو هم په همدغو نورمونو ولاړ دى.  ملی زعامتونه په تدریجی توګه د ستونځو په ګردابونو او د ناورینونو په  لابراتوارونو کې له ازموینو وروسته، له خپل ولس سره د یو ځاى اوسیدو او له بدمرغیو سره د مبارزې په پایله کې را ټوکېږی، خو زموږ بدمرغی داده چې رهبری مو د نورمال پروسې په نتیجه کې نه، بلکې په مهندسې شوې توګه له بهر څخه را باندې تپل شوې او یا د ځنګل د قانون پربنسټ هر چا چې ډیر قتلونه کړی دی هغه را باندی خپل ځان مشر منلى دىله ټولو ناکامو تجربو سره سره د افغانستان خلک  لاهم احساساتی مزاج لری. په مړو پسې ژاړی، خو ژوندی په کاڼو ولی. د هیواد مینه یې له وینې سره ګډه ده او د هرې ناروا کړنې په اړه غبرګون ښئی خو ستونځه دلته چې د موخو پرځاى په مخونو پسې ګرزی. اشخاص خپله قبله ګڼی. د ملی ګټو پرځاى د ګوندی سمتی او ژبنیو ګټو لپاره مبارزه کوی. ځکه خو یې د سمون او بدلون لپاره غږونه محوریت او مرکزیت نلری، مبارزې ته ځنځیری شکل نشی ورکولاى، فکری استقامتونه او ذهنی لومړیتوبونه یې توپیر لری.موږ ملی سالمې رهبری ته اړتیا ده، همغږی ته ضرورت لرو او تر ټولو مهمه دا چې د ملی واحدی اجندا په شاوخوا راټولیدل د وخت تقاضا او د بریا راز دى. نه د انتقام لپاره ځاى شتون لری، نه د سیاسی امتیاز ترلاسه کولو لپاره فرصت شته او نه هم ګوند، سمت، ژبې او قوم د ګټو لپاره د مبارزې وخت دى. که دغه لار نه نیسو، نو تل به د ګاونډیانو د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره اله یو تل به یو محتاج او محکوم هیواد لرو اوله نړیوالو سره د سیالۍ په فضا کې دژوند تېرولوارمان پوره کیدلو خوبونه به موبې تعبیره پاتې وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا