گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له نیابتی جګړی ترنیابتی ادارې!؟
له نیابتی جګړی ترنیابتی ادارې!؟

له نیابتی جګړی ترنیابتی ادارې!؟

دنواندیشی لید لورې :دا یو څرګند او منل شوی حقیقت دی چی دپاکستان هیواد استراتیژیک  عمق او د رامینځ ته کیدو موخه د ګاونډیو هیوادونو لکه افغانستان او هند وستان  په وړاندی د ماجراجویانه پالیسیو پرمخ بیول او ددغه هیوادونو په ځانګړی توګه له لوی بریتانیا څخه خپلواک شوی هندوستان له ملی مبارزینو څخه د غچ آخیستو په موخه او هدف د آسیا په نیمه وچه کی سرراپورته کړ اوپه منځنی ختیځ کی  د اسرائیلو په څیر د آسیا په زړه کی دغه تازه را جوړ شوی هیواد د انګلیسی استعمار او دهغوی د نړی والوملاتړولخوا په رسمیت ؤپیژندل شوچی له هم هغه مهاله یی زموږ دګران هیواد افغانستان سره چی په ملګرو ملتونو کی دافغانستان د استازی ښاغلی عبدالرحمن پژواک له لوری درسمیت پیژندلوپه بهیرکی منفی رأیه ورکړی وه له افغانستان سره دعلنی کرکی اونفرت چلند خپل کړ. که څه هم د پاکستان هیواد د افغانستان د تاریخ په زیاته برخه کی ددی توان ونه موند چی خپلو ناوړو هدفونو اواغراضو ته لاس رسی ومومی خو دوخت په تیریدواوپه افغانستان کی د سره استعمارد یرغل په مهال پاکستانی واکداران وتوانیدل چی په مکراوفریب سره په ځانګړی توګه د افغان باتوراولس عمومی روحی ته په کتو یی دهغوی له احساساتواوارزشونو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو زموږ دمیړنی اولس ټول معنوی اومادی ځواک له خاوروسره خاوری کړ.اودادی وروستۍ هڅی یی دیوی اوږدی نیابتی جګړی په په پای که د یوی نیابتی اداری رامینځ ته کول دی چی پاکستانی چارواکی غواړی په دی توګه د طالبانو د امارت په نوم  یوه کمزوری اوشړیدلی اداره د افغانستان په خاوره کی دخپًلو استراتیژوکو موخو په غرض وساتی .دغه راپور چی تاسو یی لولۍ اوګورې د اسلامی هیوادونو د غونډی په پلمه د امریکا غږ د پښتو څانګی لخوا برابر شوی دی چی ستاسو پام ورته راګرځوو.

__________________________

داسلامی هیوادو د همکارۍ سازمان دغونډی کوربه پاکستان غواړی چی دنړې پام د طالبانو تر واک لاندی افغانستان کی ممکنه بشری ناورین ته واړوی . له کله نه چی طالبانو په زور کابل نیولی دپاکستان سیاسی او پوځی مشرتابه څوواری په بیلابیلو موقعو د افغانستان دکانګال شویو پانګو او پیسود آزادولو ، افغانستان سره دمرستو دبیا پیلولو او دطالبانوحکومت د منلو غوښتنه کړی ده.څیړونکی واېی پاکستان دغه غوښتنه ځکه هم کوی چی دطالبانود ممکنه ناکامې مخه ونیسی .ډاکترمحمد تقی د سیمه ائزو چاروکارپوه وایی چی اوس خوافغانستان د یوه ستلایټ پلانټ په توګه دافغانستان لاس ته ورغلی دی چی هلته دپاکستان یو نیابتی حکومت دی !مخکی نیابتی جګړه وه اوس نیابتی حکومت او یو Proxy Government   دی د طالبانو چی کوم وضعیت دی دهغی مکمل انحصار په پاکستان باندی دی او پاکستان خپل رول په پوره توګه لوبول غواړی خو دپاکستان خپل اقتصادی وضعیت دومره خراب دی چی که طالبان د پاکستان لاس او مټ ؤ نواوس هلته دریاست په توګه دپاکستان غاړی ته پری وتی دی اواوس پاکستان دی ته تیارنه دی او نه هم ددی توان لری خو پاکستان په ټوله دنیا کی کشکول ګرځوی .بل خواته دافغانستان په اړه د اسلامی هیوادونو دسازمان غونډه سعودی عربستان رابللی ده . خو دپاکستان په غوښتنه د غونډی ځای به اسلام آباد وی . دطالبانو د واک وړاندی تیرو شلو کالو کی په افغانستان کی د جګړی د اودرولو لپاره پاکستان د کومی داسی غونډی کورتوب نه دی کړی . بل لورته دسیاسی چارو کارپوه ډاکتر سرافراز خان وایی چی : پاکستان افغانستان کی مرګ او ژوبله که هغه بربادیږی یا ښه کیږی په هغی کی د پاکستان دلچسپی نشته پاکستان خپل ملی مفاداتو ته ګوری دوی دا غواړی چی دوی ته داسی  مرسته په لاس ورشی چی که وکولای شی د افغان طالبانو حکومت په رسمیت ؤپیژندل شی اویا هم هغی ته دمرستی په موخه د ځان لپاره لار پرانیزی . ما ته داسی ښکاری چی په (O.I.C) یا د اسلامی هیوادونو د همکارې سازمان کی هم کیدای شی دپاکستان ددغه سیاست مکمل حمایت ونه شی .!بل لورته آصف درانی دپاکستان پخوانی سفیر هم وویل لکه چی ما پخوا هم ویلی و دغه اسلامی هیوادونه به له نړۍ غواړی چی د طالبانو حکومت دی په رسمیت ؤپیژندل شی . زه دانه شم ویلای البته داامکان لری چی اسلامی هیوادونه ټول په یوه آواز داسی غږ اوچت کړی چی د افغانستان د ثبات په موخه کم له کمه داغوښتنه وکړی چی دافغانستان حکومت له منلو وړاندی دهغوی چی کوم بشری اړتیاوی دی هغه دی پوره شی .ښاغلی آصف درانی دپاکستان پخوانی سفیر ددی پوښتنی په ځواب کی چی آیا په دی غونډه کی به ددموکراسی اوجمهوریت په باب هم خبری وشی ؟ وویل : زما په ګمان خو که چیری تاسو د (O.I.C) یا داسلامی هیوادونود همکارې سازمان majority یا اکثریت وګورۍ نوهلته خودموکراسی یا جمهوریت نشته د (O.I.C) یا داسلامی هیوادونو دهمکارې سازمان majority یااکثریت هیوادونه چه ۵۷ هیوادونه له دموکراسې ناخبره دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا