گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له شماله ترکابله د هنـــد ـ افغــان ملېشو جریان او کیســــه!
له شماله ترکابله د هنـــد ـ افغــان ملېشو جریان او کیســــه!

له شماله ترکابله د هنـــد ـ افغــان ملېشو جریان او کیســــه!

د افغان ـ امریکا جګړې په ترڅ کې وروسته له هغه چې امریکایی ستراتیژیستانو ومنله چې تیر ۲۰ کلن یرغل یې له ماتی سره مخ دې، د ناټو او او امریکا هغه نړېوال درېځ او داعیی اوس رنګ بایللی چې دوی یې په دفاع کې نیمه نړۍ په افغان وطن یرغل او نیواک کې له ځان سره ملګرې کړې وه.په همدې موخه او درک امریکا او ستراتیژیکو متحدینو یې د خپل نړېوال برم، حیثیت او درېځ د ساتلو په موخه له طالبانو سره داسی اوږده او پیچلی مذاکرات وکړل چې پایله یې د دوحی د سولې هوکړه وه چې امریکا ته یې بغیر له سرټیټی او د ماتی یا تسلیمی سند څخه بل څه په لاس ورنه کړل.طالبانو له افغان درېځه د تاریخ دا طلسم مات کړل چې افغانان یوازې جګړې ګټلی شی، د ټوپک خلګ دې او کله چې خبره د سیاست او خبرو میز ته لاړه شی نو دوی ماتی خورې، پاشل کېږی او د یوه ستر ولسۍ انقلاب او ملی مقاومت ټول ارمانونه یې خاورې شی.د دوحی د خبرو په جریان او را وروسته کې له افغان درېځه او د افغانانو په نوم د سولې د تخریب، سبوتاژ او ماتولو داسی هڅې وشوی چې په ښکاره د سولې د ناکامی، د ښکېلاک او جګړې د دوام مانا یې لرله، هغه چې د دغو تخریبونه تازه هغه یې چې غوټه یې خلاصه شوه د ۵۰۰۰ طالب اسیرانو د آزادولو موضوع وه، کوم چې میاشتی یې ونیوی، شرایط پرې کېښودل شو، خبره یې د جګړې تر اعلانه ورسوله، جرګه یې ورته راوغوښتله او اخیر یې هم تر پرونه د اسټرالیا او فرانسی د سفیرانو په خوله ځنډولۍ وه.اوس چې د ولس غوښتنه، لومړېتوب او حتا د سیمی او نړۍ اجماع ظاهرا په افغانستان کې په آمن او سوله کې ده، امریکا د موجوده کابل واکی حکومت د ستراتیژیک ملاتړی په توګه د جګړې دوام د امریکا د پاشل کېدو په مانا ګڼی، نو پداسی یوه وضعیت کې هره پردۍ، د پردیو په نغوتو، د پردیو په طرحو او غرضونو ولاړو موخو سره کار او یا ورته کار د افغانستان د تخریب او ماتولو په مانا دی.کوم چې پدغه سوله ضد او بلواکو هڅو کې چې څو ورځی وړاندې د اسلامی حزب امیر ښاغلی حکمتیار صاحب هم ورڅخه یادونه کړې وه، هغه په شمال کې د سیمه اییزو جګړه مارو په ملتیا د هند له لورې د ملېشو جوړولو تازه بهیر دی.

د امریکا ـ طالبانو د هوکړې په جریان او را وروسته کې افغان حکومت له دغه هوکړې څخه سخت اندېښمن او ناخوښه وو.ولې د دې ټولو سربېره ډاکتر غنی د هغه مالوماتو او پوهی چې له امریکایی ټولنی، فرهنګ او سیاست څخه یې لرل پدې نظر وو چې د یوشمیر معاملو او مانورونو له لارې به د ټرمپ په مشرۍ امریکایی اداره پدې قانع کړې چې دوی ومنې او سوکه ـ سوکه به د وخت په ترلاسه کولو سره دا هوکړه د نوموړې د خپل ذهنیت په اساس وضعیت دې ځای ته ورسوی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به ماته شی.په همدې موخه یې امریکا کې په پیسو لابی شروع کړله، امرالله صالح یې د طالبانو د تخریب په موخه ګڼ شمیر نړېوالو ناستو ته هغه مهال چې لا مرستیال نه وو د پریزنټیشن لپاره له ځان سره بېول، امریکا ته د تګ هڅه یې وکړه، د امریکا د اروپایی متحدینو د راخپلولو هڅه یې وکړه او حتا د امریکا کانګریس ته یې د امریکایی یرغل د دوام په بدل کې د پوځی لګښتونو د کمولو طرحه وړاندې کړله.ولی دې او دېته ورته زیاتو هڅو او مانورونو کومه ځانګړې پایله ورنه کړله، نو په دوهم ګام کې ډاکتر غنی او نږدې ملاتړو یې په هغو طالب ضد هېوادونو کار وکړل چې فکر کوی چې طالبان د یوه سنی ـ مذهبی خوځښت په توګه لکه ایران د دوی سره ممکن جوړ رانشی او دا کار به د ایران منطقوی پرستیژ ته یو بالقوه ګواښ شی، ځکه طالبان د یوې هوکړې له مخې واک ته راګرزی، نو یوې خواته دا ډله مذهبی جوړښت لری او بل لور ته دا ځل به د امریکا ملاتړ هم ولری نو دې خبرو د ایران جدې اندېښنې راپارولی وی.بلخواه هند چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې ډله بولی او عملا پدې باور دې چې واک ته د طالبانو بیا راګرزېدل به په سیمه کې د هند د ګټو جنازی واخلی او شړۍ راټوله کړې او د پاکستان د سیمه اییزی هژمونی د قوت په مانا وی.پدې جریان کې ایران د قطر په لابی او د طالبانو د دوحی دفتر په پرلپسی هڅو په دې قانع شوی چې د طالبانو موخی او ګټی د ایران او سیمی د ثبات په خیر دې، افغانستان به د مذهبی ټکر څخه لری وی او له سولې وروسته افغان حکومت به په کورنی او بهرنی سیاست کې کله هم د پردیو اجنډاګانو سره مل نشی او حتا د طالب په راتګ سره به سیمه د پردیو د ټولو شریرانو له کرغېړنو موخږ په آمن کې شی.ولې په شمالی افغانستان کې د هند په ادرس وروستۍ هڅې او تخریبونه بیا دا رنګ نه لری.


د ډاکتر غنی او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو مخکې د ملی امنیت شوراه دفتر پدې وتوانېده چې قیصاری او دوستم سره پخلاه او دوستم ته د مارشالۍ ورکړې څخه مخکې نوموړې پدې قانع کړې چې د طالب او سولې په خلاف پروژه کې یې متحد شی، دوستم دا طرحه ومنله او د مارشالی د اعلان په غونډه کې یې له ارګه د طالب خلاف جګړې او ملېشه جوړولو غوښتنه یې وکړه.لدې څخه وړاندې ارګ پخپل محور د سولې د تخریب او د جګړې د دوام منظم ټیم د دې طرحی د پرمخ بېولو لپاره د امنیت شوراه د سلاکار او د ولسمشر غنی د لومړی مرستیال امرالله صالح د ګډې همکارۍ په موخه رامنځته کړې وو.صالح د شمالی په نوم شوراه ته د دې کار لپاره طرحه او د نظار شوراه د تنظیمی جګړو د جګړه مارانو د راټولولو او منظم کولو په موخه پریمانه پیسی ورکړې، په کابل، پروان، پنجشیر، جوزجان، بلخ، فاریاب او سمنګان کې ورته د همغږی دفترونه جوړ شول او تازه اونۍ وړاندې کابل میشتی شمالی شوراه ته د ملی امنیت شوراه ۳ کاری دفترونه په وزیر اکبر خان، ششدرک او تایمنی کې وسپارل شوی.د دغه پروژی د لویی همغږی اصلی مسوولیت ارګ د امرالله صالح په غوښتنه د شمال شوراه ته ورکړې او دوستم او قیصاری د انسانی ځواک د راټولولو د سهم په کچه په ۵ شمالی ولایتونو کې د دغه پروژی مهم ملاتړی دې.تازه قیصاری کابل ته د دفاع وزارت په ځانګړو الوتکو کې د همدې پروژی د لا همغږیو په موخه راغلی، هغه چې لومړۍ کتنه یې هم د شمالی شوراه له مشر حاجی الماس زاهد او بیا وروسته له حکمتیار صاحب څخه تللی جمع خان همدرد سره وه.ویل کېږی د حکمتیار او همدرد د مخالفت یو دلیل د سولې د تخریب په پروژو کې له ارګ سره د حکمتیار نه ملتیا وه.قیصاری نږدې دوه اونۍ کېږی چې د حکومت لخواه په کانټیننینټل او سریناه هوټل کې میلمانه دې، له سیاستوالو سره لیدنی کوی، له ځوانانو سره انځورونه اخلی او د تنظیمی جګړو د مخکښو قومندانو سره په لېدنو کتنو بوخت دې.د دې سربېره ډاکتر غنی اونۍ وړاندې د امرالله صالح په کور کې د شمال یا شمالی شوراه له نږدی ۱۰۰ غړو سره په کتنه کې مخامخ پدې هڅو خبرې کړې او د هند ـ افغان ملېشو په جوړولو یې خبرې کړې وی.د مالوماتو له مخې تراوسه په پروان، جوزجان او بلخ کې پدې موخه سلګونه پخوانی جګړه ماران همغږی شوی او دا بهیر په جدیت سره د یادو شویو خواو او افرادو له لوری روان دې.


د قیصاری له لوری د دغه پردۍ او سولې ضد پروژی څخه غیری مستقیم ملاتړ او د امرالله صالح طالب او سوله ضد دریځونه د دې ښوودنه کړې چې حکومت او په ځانګړې توګه ارګ لا اوس هم په سوله کې خپل پاېښت نه ګورې، د ولس غوښتنه ـ لومړیتوب او د نړۍ اجماع ورته مانا نه لری.ځکه دوی په ولس تکیه نه لری، ولس د ځان نه بولی، په سوله کې د ولس خیر او د افغانستان ژغورنې څخه ورته خپلی ګټی مهمی دې. پداسی یوه وضعیت کې ولس او ملت محوره مدعی مشران باید وطن ته د ژمنتیا ازموینه ورکړې، خپلی لارې د زوال د ورځو له غټانو بېلې کړې، د افغانستان او سولې دښمنان لکه د ښاغلی حکمتیار په څېر رسواه کړې، مخه یې ونیسې او د خپل ملت فرض او د تاریخ دا قرض پرې کړې چې نور به افغانستان نه بېلیږی، دپردیو دسیسو مخه به نېسی او دا خاوره، ملت او تاریخ به د کورنیو او بهرنیو ناوړه نیتونو لرونکو بدخواحانو او شریرانو ساتی.ولس او ولسی خوځښتونه دې پدې حساس او نازک وخت کې د جګړې د دوام په پلویانو، د هند غوندې د ملېشه جوړونې او اربکی جوړونې په افغان ضدو او سوله ضدو هېوادونو د خپل غږ او فشار له لارې د سولې ضد هڅې وننګوی او ماتې دې کړې.ځکه که خدای مه کړه موږ یوځل بیا خپل تاریخ ته په لوری ورکولو، د خپل تاریخ او برخلیک په ټاکلو کې کمزورې راشو، غفلت وکړو او زړوره هڅه ونه کړو، نو د هر څه په اوبو لاهوه کېدو او د تاریخ د بیا بد تکرار ملامت به یو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا