گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له طالبانـــو سره دحــــکومــــت دمذاکــــری پرپلاوی یــــویادښت !
له طالبانـــو سره دحــــکومــــت  دمذاکــــری پرپلاوی یــــویادښت !

له طالبانـــو سره دحــــکومــــت دمذاکــــری پرپلاوی یــــویادښت !

تر یوکال خنډ او ځنډ وروسته د غنی ارګ محوره حکومت د یوه اوږد او داسی متضاد ټیم نوملړ خپور کړل چې د ټاکنو د له امله د رامنځته شوی سیاسی ګربړ، د امریکا د بیا بیا غوښتنی او د طالبانو پرلپسی تاکید او اوسنی دریځ ته په کتو سره په ښکاره د افغان سولې لاره اوږدوی او د هر ډول سوله اییز جوړجاړې ممکن فرصتونه له منځه وړی.د بېلګی په توګه د دغه نوملړ څخه د حکومت موخه د خنډ، ځنډ او ټول څه وړونکی ستراتیژی له مخی په لاندی توګه ده.

۱: د حکومت له لوری اعلان شوی پلاوی د طالبانو او امریکا هوکړې د اصلی موادو سره په ټکر ده، د بېلګی په توګه د طالب ـ امریکا د هوکړې له مخی حکومت به د هر ډول خبرواترو یو له بین الافغانی جهاتو وی نه د رهبری کوونکو طرف په توګه، ولی ګورو چې د پلاوی جوړښت، رهبری او د ویټو واک یوازی د ارګ له ټیم سره ده.
۲: د حکومت لخواه اعلان شوی پلاوی نوملړ د ګټو او نظریاتو له اړخه خورا متضاد او د اختلافاتو سره مل ده.۳: د پلاوی لوی شمیرغړی ددولت بی هدفه ملاتړی، دسیاسی وزن له اړخه بی وزنه متحدین اوپه ټوله کې د کمزورومخالفینو یوه ګډوله ده.
۴: د پلاوی له جوړښته د حکومت سلیقوی چلند، بین الافغانی خبرو ته د حکومت نه ژمنتیا او د وخت ضایع کولو لوبه له وړاندی ښکاری.
۵: د پلاوی لوی شمیر غړی د سیاسی چانو وهلو له فن سره نااشناه، د افغانستان د روانو کښالو له څرنګوالی څخه عاجز او د افغانستان د ۴۰ کلن کړکېچ څه چې د طالبانو او حکومت د کښالی له جریان څخه هم کم عمره دې.
۶: د پلاوی لوی شمیر غړی غیری سیاسی، د ټولنیزی پیژندنی له اړخه ورک او داسی خلګ دې چې د افغان سولې اړوند به ۵ دقیقی روانی خبرې هم ونه کړای شۍ.
۷: پردغه پلاوی د سیاستوالواوافغان غاړو څخه اجرایه ریاست په یوه تازه دریځ کې داپلاوی کاواکه،محدود اوټولشموله نه ده بللی، د دوستم ویاند دا دځان پروړاندی د افتراق دسیسی بولی اوحکمتیارصیب ته نږدی څېرو مخالفت لدې نوملړڅخه داسلامی ګوند دمخالفت مانـــا لــری.

۸: اعلان شوی حکومتی پلاوی د ګډې ژبی، ملی دریځ، ګټو او سیاسی لیدلوری له اړخه د دې جوګه نه ښکاری چې له طالب خواه سره دې پریکړه کوونکی مذاکرات وکړې.

۹: تر ټولو جالبه داچې حکومت د مصالحی شوراه تر رامنځته کولو مخکې، چې هغه هم د ډاکتر عبدالله سره د ټاکنیزو ناندریو تر حله ممکن نه ده، ولی ارګ د مذاکری پلاوی د همدغه جهاتو د مشورو پرته پخپل سر او خوښه اعلان کړې، اوس چې دغه پلاوی ته د مذاکری واکونه اوحدود خپله د ارګ په خبره باید د مصالحی شوراه وټاکی اودهغی شوراه رامنځته کول د ټاکنیزو شخړوترحله مشروط دې،

نو دا پدې مانا چې د غنی ارګ محوره حکومت په څو جبهه کې پر یوه داسی خطرناکه لوبه اخته ده چې په هر صورت کې له سولې سره د دښمنی، د سولې سبوتاژ او د بین الافغانی خبرو په لار کې د خنډونو او ځنډونو رامنځته کولو بوی ترې راځی.پر همدې بنسټ زه پدې باور یم او دا د طالبانو عاقلانه دریځ ده چې ترکله هم د بین الافغانی مذاکراتو په جریان کې نورو کابل میشتو سیاسې غاړو د پلاوی تایید نه وی کړې او په مقابل کې امریکا د ۵۰۰۰ طالب اسیرانو او بندیانو د ژر تر ژره خلاصولو په برخه کې کوټلی او عملی ګامونه نه وی پورته کړې او د ډاکتر غنی حکومت یې له سولې ضد دریځونو د خپل فشار په پایله کې اصلاح کړې نه وی، ترهغه بین الافغانی خبروته تګ خوشباورې، له افغان دریځ د امریکا لوبی ته ورګډېدل او په ټوله کې د بین الافغانی خبرو اترود ناکامېدواویوې بلی کورنۍ جګړې د پیلېدوپه مانا ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا