گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دوطن مورسره ددیاسنګ انجان دمینی اوښکی اودوطن درناوي !
دوطن مورسره ددیاسنګ انجان دمینی اوښکی اودوطن درناوي !

دوطن مورسره ددیاسنګ انجان دمینی اوښکی اودوطن درناوي !

د نواندیشی یادونه : دآزادی رادیودیوی تکړه همکاری آغلی ملالی بشیر ددغه رادیو په یوه ښائیسته خپرونه کی مو له هندوستان هیواد څخه دیوه مسافر او په افغان خاوره مین شاعر اولیکوال محترم دیا سنګ انجان له خپل وطن او ټاټوبی افغانستان مور سره د دری لسیزود جلا والی له دردونو ډکه هغه کیسه واوریده چی ښاغلی دیا سنګ انجان په خپل آواز کی د آزادی رادیو د څپوله لاری خپره کړی او دادی له آزادی رادیو او ګران دیا سنګ انجان څخه په مننه یی تاسو ټولو ته دررسوو . ترڅو وکولای شو دا دروند او روڼ واقیعت چی افغانان که په هرمذهب ، قوم او ټبر پوری تړلی وی ددی خاوری اصلی بچیان او څښتنان دی باید دهیواد د برخلیک په ټاکلو کی له هیواد څخه لیری د وطن مور پسی دتوی شویو اوښکو درناوی وشی  .

دیا سنګهـ انجان: افغانستان یوه برخه پر وطن میین وګړي له لاسه ورکړي دیا سنګهـ انجان د پښتو ژبې نوموتی افغان شاعر دی چې له درې لسیزو راهیسې په هند کې اوسي.په دې وېډیو کې ګورئ چې دی په افغانستان پسې اوښکې تویوي. انجان په پکتیا کې په خپل پلرني کلي کې د خاپوړو کیسې کوي او مسلمانان ملګري یادوي.د انجان ډېره شاعري د وطن په یاد او مینه کې ده،

خو د پښتو له کتابونو د ډکو الماریو په اړه وايي چې تر ده وروسته ښايي لوستونکي ونه‌لري ځکه چې د لمسیانو یې پښتو نه‌ده زده.دی وايي، د جګړو له لاسه د افغان هندوانو او سېکهانو کډه کېدل په دې معنی دي چې افغانستان یوه برخه پر وطن مین وګړي له لاسه ورکړي. نوموړی افغانان مینې او اتحاد ته هڅوي او وايي چې د ناخوالو لوی لامل بې‌اتفاقي ده.ملالۍ بشیر هند ته د یوه سفر پر مهال د هندوانو او سېکهانو پر ژوند د راپورونو په لړۍ کې له ښاغلي انجان سره خبرې کړي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا