گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له افغانستان سره دنړۍ چلنداودمتقی صاب تازه دروغ !
له افغانستان سره دنړۍ چلنداودمتقی صاب تازه دروغ !

له افغانستان سره دنړۍ چلنداودمتقی صاب تازه دروغ !

متقی صاب د طالبانو په خانقاه  کی داسی ازلی مست  مرید دی چی کله نا کله چی په سیاسی نڅاراشی نو ورسره غبرګ یی له مبارکی خولی داسی آوازونه راؤزی چی هغه زموږ د یوه مشر خبره چی د موږک ورته خندا راځی امیرخان چی په متقی مشهوردی د مجاهدینو د یوه خدای بښلی مشرساتونکی یا باډی ګارډؤ له کله چی د طالبانو په ړنده واکمنی کی د باندنیو چارو د ؤزارت پر ګدې کینول شو نو د بی ، بی ، سی BBC نړیوالی را دیود یوه افغان ټباره خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی ددوحی تړون په هکله مو نظر څه دی وویل :

ددوحی تړون کومی برخی چی په اسلامی امارت پوری یی تړون درلود هغه الحمدٌلله عملی شوی دی لکه چی تاسو په جریان کی یاستی هلته څلور عمده خبری وی یوه داوه چی دافغانستان خاوره به دچا پرضد نه استعمالیږی تر اوسه پوری الحمدٌلله نه ده استعمال شوی ! بل د بهرنیو ځواکونو په څوارلسو میاشتو کی دوتلو مهال ویش ؤ هغه په هغه شکل باندی عملی شو !او بل بین الافغانی مذاکرات ؤ هغه شروع شول چی نتیجی ته نه ورسیدل ، څلورمه خبره د اوربند وه چی بالاخره اوربند ته ضرورت پاته نه شو چی بالکل په اصطلاح اور ختم وشو او جنګ پای ته ورسید نو په دغو برخو کی چی کوم مسؤلیتونه داسلامی امارت ؤ هغه په ښه شکل باندی عملی شول او کوم مسؤلیتونه چی مقابل لوری ته راجع کیږی متډسفانه په هغو اولو شپو کی داخبره وه چی په لنډو څو ورځو کی به په دوه اویا دریو میاشتو کی پنځه زره بندیان آزادیږی خو هغه خبر له اتو تر لسو میاشتو واؤخته . بیا دهغه په تعقیب داخبره وه چی بین الافغانی مذاکرات به شروع کیږی هغه شروع شول او پر هغی باندی بنا داؤچی په دریو میاشتو کی به ټول بندیان خوشی کیږی خو متأسفانه هغه آزاد نه شول ترڅو موږپه خپله آزاد کړل . … بله خبره داوه چی له دی وروسته به د امریکا متحده ایالات د اسلامی امارت ټول غړی له تور لیست څخه باسی او بندیزونه به لیری کوی له بین الافغانی مذاکرات له وروسته به ټول  بندیان آزادیږی خو هغه هم ونه شول … وروسته د بی ، بی ، سی BBC نړیوالی را دیود افغان ټباره خبریال سپین تڼي خپله بله پوښتنه داسی بیان کړه . داد مشروعیت خبره چی موږ کوو او تاسو هم ورته اشاره وکړه چی باید بین الافغانی خبری شوی وای او طمع هم داسی وه چی تاسو به هم د همدی حکومت برخه واست اوغوښنه برخه به وې ددوحی تړون وروسته به یو حکومت جوړیده خو داسی ونه شول ! تاسو څه فکر کوې چی داسی ولی ونه شول ؟لویه خبره داوه کوم کسان چی په کابل باندی واکمن ؤ هغه هم نظره نه ؤ  هغه یو متحد ټیم نه ؤ هغه ژمن نه ؤ هغوی د حکومت په جوړولو او دمذاکراتو په کامیابې کی خپل تاوان لیده . هغوی په خپل مینځ کی نتیجی ته سره نه شول رسیدلای ! انتخابات به یی وکړل دوه میاشتی بعد به یی نتیجه نه شوای اعلانیدلای بیا به یی هم بیرته جوړجاړۍ وکړ. نومقابل طرف کی نه عزم ؤاو نه وحدت ؤ دوهمه خبره داوه چی دهغوی سره واک هم نه ؤاو واک د بهرنیانو سره ؤ بهرنیانو په هغه برخه کی چی ددوی اختیارات ؤموږ نتیجی ته ورسره ورسیدو او په یو توافق باندی عمل وشوهغه دی چی دوی ووتل !

پاتی شوه دافغانستان شړیدلی اداره په هغه وخت کی نه هغوی اداره کولای او کنترولاولای شوای او نه یی یو واحد دریځ خپلولای شوای ، او نه په هغه خلکو کی داسی خلک ؤ چه هغه په افغانستان کی ښی ژوری ریښی ولری او افغانی او اسلامی ګټو ته د اولیت حق ورکړی .نوزه فکرکوم عمده دلائیل دغه ؤ . وروسته  د بی ، بی ، سی BBC نړیوالی را دیود افغان ټباره خبریال سپین تڼي وویل : البته دتیر حکومت چارواکو پخوا هم ویلی ؤ او اوس هم وائی چی دوی خبرواتروته ژمن ؤ او پخوانی اولس مشر غنی هم داخبره کړی وه خو په هر صورت خبره چی تاسو ته راجع ده دنړۍ لیوالتیا هم په پیل کی داوه چی تاسو ګوښه نه شی لکه دا اوس چی ګوښه شوی یاست . ولی داسی وشول چی حکومت مو ګوښه دی لاتراوسه هم نړیوال مو په رسمیت نه پیژنی ؟ طالبانی مرید پهلوان متقی په ځواب کی وویل : نوداپوښتنه خو باید له دوی څخه وشی چی ولی دوی له هغه اصولی لارونه هغه اړیکی نه ټینګوی ؟ یا ولی دافغانستان حکومت په رسمیت نه پیژنی ؟ ترکومه حده چی په موږپوری اړه لری نو یو حکومت چی جغرافیا ولری ، حدود ولری ،اولس ولری او تسلط ولری او امنیت راوستای شی همدغه په بین المللی اصولو کی د پیژندلو شرائط دی چی هغه موږ پوره کړی دی ! وروسته بیاهم وروسته  د بی ، بی ، سی BBC نړیوالی را دیود افغان ټباره خبریال سپین تڼي  پوښتنه وکړه چی نړیوال هم دا وایی چی همدغه شرائیط چی تاسو اشاره ورته وکړه ستاسو لخوا سختیږی . ځکه په رسمیت نه پیژندل کیږی ! بیاهم پهلوان امیرخان عٌرف متقی وویل : دلته خو که د امنیت خبره وی امنیت خو نور هم ورځ په ورځ ښه کیږی که دلته دحکومت ټینګوالۍ وی ورځ په ورځ نور هم ټینګیږی ، که له دنیا سره دتعلقاتو خبره وی نو داده زموږ ورځ په ورځ تعلقات هم ښه کیږی دادی تاسو یی وینی چی په دی یونیم کال کی افغانستان سره له دی چی د اوکرائین جنګ شروع شو نړۍ د اقتصادی کړکیچ سره مخ شوه خو موږبیاهم افغانستان ته ټولی لاری خلاصی وساتلی له ټولو همسایه ګانو سره مو ښی اړیکی وساتلی او په دی وخت کی وتوانیدلو چی له خپلو شپږو سره ګاونډیو هیوادو ته او له هغه نه ور آخوا ازبکستان ته روسی ته سعودی ته قطر ته ترکیی ته ځینی نورو هیوادو ته سفارتونه را سره همکار شی له هغی هیوادو سره مو راشه درشه زیاته شی ، اقتصادی راکړه ورکړه مو تر پخوا زیاته شوه زه نه پوهیږم چی نور کوم شرائط دی چی که موږ ته یی څوګ واضح کړی چی هغه درسمیت پیژندلو لپاره آړین وی او موږ یی ترسره کړو ! ماته خو له دی ور هغی خواته کوم شرائط دی چی هغه دی په نړیوالو اصولو کی وی اویا د سیمی په اصولو کی وی نه را معلومیږی! ددی ځوابونواو کمزورو استدلالاتو جوخت د د بی ، بی ، سی BBC خبریال ورڅخه وپوښتل چی : متقی صاب تاسو یی ګوری او له مطبوعاتو یی هم آوری او نړیوال هم داسی اشاری دررسوی چی ګنی ځینی شیان شته چی ستاسو نه طمع داده چی هغه باید عملی کړاست . دمثال په توګه دښځو دحقونو مسأله ده . دنجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مسأله ده دهغه حومت د جوړولو مسأله ده چی په هغی کی نورخلک هم وی یوازی ستاسو ملګری پکی نه وی . داټول هغه شیان دی چی خلک درنه طمعه لری هم نړیوال او هم افغانان ! ملا امیر خان عٌرف متقی د خبریال ددی پوښتنو په ځواب کی په بی ساری دروغو او د ده کجا و درختها کجا ؟ په بڼه  وویل : زه وایم نړی وال باید له موږ نه هغه طمع ولری چی هغه دوی په خپله هم پخوا عملی کړی وی او هغه چی دوی په خپله نه دی عملی کړی او په تیرو معاصر تاریخ کی هم مثل نشته نو هغه طمعی دی له موږ نه نلری ! نو یعنی اوس آیا د کمونیستانو حکومت ټول شموله ؤ او که دمجاهدینو د استاد ربانی حکومت او دصبغت الله مجددی صاحب حکومت ټول شموله ؤ او که بیا په بن کی د اوو اتو کسانو په لاسونو جوړ شوی حکومت ټول شموله ؤ ؟ اوکه بیا په کابل کی ددو ټیمونو چی په حقیقت کی یو ټیم ؤ بیا سره دوه شوی ؤ دهغوی حکومت ټول شموله ؤ ؟ نو که دا چیرته د ټول شموله شرط وی نو په نوره دنیا کی ولی شرط نه دی ؟ یوه ! دوهمه خبره داده چی دلته ټولی هغه چاری چی نړیوالو نه شوای تر سره کولای لکه امنیت دلته هغوی نه شوای راوستای اوس هغه دی چی راغلی ده او ټینګ شوی ده . که څه هم  د بی ، بی ، سی BBC خبریال سپین تڼۍ چی پخوانی د ساړه جنګ په وخت کی د مسکو رادیو د پښتو څانګی خبریال ؤ او طبیعی ده چی هغه به د وخت د کمونیست واکمن رژیم د پالسیو څرګندونه کوله خو داځل یی  پهلوان امیرخان مخاطب کړ او ورڅخه وی پوښتل : متقی صاحب تاسو چی دتیرو حکومتونو یادونه کوی دغو حکومتونو خو داسی نه ؤ کړی چی نجونی مثلأ د ښوونځیو څخه منع کړی ، یا ښځی له کاره منع کړی هغوی خو دا کارنه ؤکړی! پهلوان امیرخان یی په ځواب کی داسی اوتی بوتی اوله واقیعته لیری ځوابونه ورکړل وی ویل: ګوری! په هغو برخو کی چی ورته  ضرورت دی اوس هم په ډیرو برخو کی هغه ده ښځی کار کوی اوس فی الحال د معارف په وزارت کی ۹۲۰۰۰ دوه نوی زره ښځینه کارمندانی ، استادانی هغه دی په دندو باندی بوختی دی ۱۴۰۰۰ څوارلس زره یوازی په صحت عامه کی په دندو بوخت دی . صحیح ده په ځینو برخو کی به محدودیتونه راغلی وی دلته ما درته وویل چی یوه موضوع خو نه ده دلته دمخدره موادو غټه موضوع وه موږ حل کړه دلته د امنیت موضوع وه دلته د ګاونډیانوسره دسرحداتو خوندی توب ؤ داموضوع موږ حل کړه ددی نه ورهغه خواته داقتصاد په برخه کی دسیمی په ټولوهیوادونو کی یوازینی هیواد افغانستان دی چی کرنسی اوپیسویی ثبات پیدا کړی  دی تاسوبه اوریدلی وی چی نړیوال بانک زموږ په اقتصادی تګلاره باندی اعتراف وکړچی مثبته ده ! تاسو به اوریدلی وی چی د کړکیچ نړیوالی اداری دا خبره واضیح کړه چی افغانستان دفساد په برخه کی ۲۴ څلیرویشت قدمه راپورته شوی دی بیا هم هم د بی ،بی ،سی BBC خبریال سپین تڼۍ د پوښتنی په ترځ کی وویل متقی صاحب لکه څنګه می چی پخوا ورته اشاره وکړه مثلأ دنجونو دتعلیم مسأله شوه یا دښځودحقونو مسأله شویا تاسوپه حکومت کی دنورومسلکی کسانودورګډیدوخبره شوه نوپه دی کی ستونځه څه ده چی تاسو یی نه پرځای کوی ؟

ګوره که زموږ په حکومت کی مسلکی کسان نه وای بیابه زموږ د حکومت چاری نسبت تیر حکومت ته نه ښی کیدای !بیا به دلته د قوش تیپی غوندی د لوی کانال پروژی نه پیل کیدلای ، دلته به بیا د اریانا د هواېی شرکت عوائید تر پخوا نه ډیریدلای ! دلته به زموږ صادرات تر پخوانه نه ډیریدلای !دلته به بیا زموږ په اداره کی فساد دومره نه کنترولیدلای !داددی معنا ده چی دلته الحمد الله کدرونه شته خبره داس نه ده لکه څنګه چی تبلیغات کیږی .د ملا امیرخان متقی د معلوماتوپه  موخه باید وویل شی وروسته له هغی چی د  محمد اشرف غنی په اداره کی د ملی تدارکاتو د کمیسیون له لاری  چی ریاست یی  د ولسمشر اشرف غنی په غاړه ؤ د دارالامان ماڼی د بیا رغونو چاری د هغه د خوښی لبنانی شرکت خطیب العالمی ته وسپارل شوی داچی دغه قرارداد له هر ډول داؤطلبۍ پرته د ملی تدارکاتودکمیسیون له لوری لبنانی شرکت خطیب العالمی ته ورکړل شوی ؤنوځکه یی د ټولو خصوصی شرکتونو د خاوندانو نیوکی اوانتقادات راؤپارول نوځکه خوؤلسمشراشرف غنی اومالی غوړه مال انډیوالان یی دافغانستان د ملی انکشاف  شرکت په نوم چی په واقیعت کی هم هغه د خطیب العالمی بل نوم ؤ په افغانستان کی څو مخ پرزوال تصدۍ د خطیب العالمی د نړیوال شرکت په مرسته را ژوندی اود اودولسمشر د ځانګړی  فرمان له مخی یی په ملی انکشاف شرکت کی وردننه  کړی .

نوځکه خو ویلای شو چی متقی صاب او نور طالبی انډیوالان یی کله نا کله په خپلو خبروکی واېی چی نړی مو ولی په رسمیت نه پیژنی زموږ سیاست خو اقتصاد محوره دی ؟ خو هغه خوارکۍ لاتراوسه هم خبر نه دی چی اقتصاد محوره سیاست معنا څه ده ؟ هغه متل دی چی واېی  پهلوان زنده خوش است ! دقوش تیپی پروژه هم چی پخوا څوڅو ځله د ولسمشر اشرف غنی او هان له هغه پخوا کالونو کی پرانیستل شوی ده د ملا متقی په خبرو کی د امارت یوه لویه لاس ته راوړنه ده په داسی حال کی چی همدغه د ملی انکشاف شرکت چی پخوانی نوم یی خطیب العالمی ؤ اوعبدالرحمن عطاش چی په خپلومبارکولاسویی یی د څویم ځل لپاره د طالبانوپه امارت کی دقوش تیپی کانال د پرانیستوپه غونډه کی د افغانستان د ملی انکشاف شرکت د عمومی رئیس په توګه برخه آخیستی وه د تیرو څو کالونو را په دی خوا د ملی انکشاف شرکت د ریاست چاری پر مخ بیایی . دموثقو راپورونو له مخی اوس هم په اماراتو کی افغان سوداګرعبدالرحمن الکوزی چی په عربی اماراتوکی د الکوزی ګروپ څښتن دی اویو له هغولویو پانګه والو ګڼل کیږی چی په لبنانی خطیب العالمی شرکت سره لویه  ونډه لری په مرسته د هغه د نیغ په نیغه مینځګړتوب له لامله لومړی د حاجی عبدالرحمن الکوزی له لوری د افغان وینسمنت شرکت Afghan Invest” کی د غوښینی ونډی په آخیستو د عبدالرحمن عطاش په مشری دافغانستان د پراختیا ملی شرکت ته د هم هغه پروژو د پرمختګ چاری وروسپارل شوی چی پخوا ددارالامان ماڼۍ په څیر د انکشاف ملی شرکت له لوری په ارګ کی داشرف غنی دمیشت بانډ ترمستقیمی لارښونی لاندی پرمخ بیول کیدی.نودا نه یوازی د طالبانو دامارت د نولس میاشتنۍ دوری لاس ته راوړنه نه شو بللای بلکه د هم هغه بوټان چی دډالرو او د ناټوپرستنوولاړفرش به دافغانستان خواراولس آغوستل یوځل بیا په کاریکاتوری بڼه آغوستل شوی دی دا ځکه چی د قوش تیپی د کانال او ددارالامان د ماڼی په ګډون د خطیب العالمی شرکت چی وروسته د افغانستان د ملی پراختیا  شرکت ونومول شو ټولی پروژی څو ، څو ځله د ځانګړیو مراسمو په ترځ کی پرانیستل شوی دی .

د حیرانتیا وړ خبره داده چی له هم هغه ورځی چی د اشرف غنی په مشرې د ملی وحدت په نوم واکمنی پر افغانستان ټینګه شوه د کابل ښار په زړه کی څوجریبه ددولت ځمکه  پرته دهرډول قانونی پړاؤنو تیریدو په آرزانه بیه په اماراتو کی لوی سوداګر او د لبنان میشته خطیب العالمی شرکت کی چی ویل کیږی دولسمشراشرف غنی اوښی رفیق سعد یی له بنسټ ایښودونکو څخه دی او الکوزی دهمدغه شرکت له لویو پانګوالو شمیرل کیږی په ټاکنیز کمپائین کی د اشرف غنی احمدزی له ټیم څخه ملاتړ کړی ؤ چی لامل یی باید د ښاغلی الکوزی اولبنان میشته  خطیب العالمی شرکت ترمینځ په اړیکو کی ولیدل شی . دا هم ویل کیږی چی اشرف غنی اماراتو ته په تیښته او پناه آخیستلو کی هم همدغه شرکت د پام وړرول درلود . خو څرګنده ده او ټول په دی  پوهیږی چی په افغانستان کی د دوحی د تړون پرخلاف چی د « بین الافغانی» مذاکراتو په نتیجه کی به را مینځ ته کیده او بی له دی چی د امارت نوم ولری طالبانو چی په هیواد کی یوازینی وسله وال ځواک ؤ د وسلی اوبرچی پر زور د افغانستان پر هرڅه منګولی ټینګی کړی .

دعباس کلا د ملا صاحب د ساتونکی هوس هم چی د ذبیح الله مجاهد لخوا د طالبانو د خارجه چارود لنډمهاله  وزیر په توګه معرفی شوبد هوس دی ! بس ځان یی ورته ټینګ کړی دی چی له دغه باغی هوس څخه خپل هرڅه نذرانه کوی .لکه چی وامواوریدل له هغه څخه هر څه هیر شوی دیاو بس لکه مجنون د کرسۍ په لیلا پسی ناری سوری وهی !خو خوارکۍ نه پوهیږی چی څه وکړی ترڅو هغه ورته پاته شی اوهم خدا راضی هم ملا خشنود !   

د عباس کلا د ملا صاحب د ساتونکی پهلوان امیرخان متقی صاب چی اوس یی د وزارت کالی آغوستی دی باید وویل شی چی لومړی خو داچی په ټولنه کی د وګړو امنیت یوازی فزیکی نه بلکه ترټولو زیات پر روانی ډاډ ولاړ دی چی د ټولنی ټو ل وګړی باید په ډاډ او اطمینان سره هغه تر لاسه کړی . هغوی باید د لوږی ، بیکارۍ او بی کورۍ د له مینځه وړلو کی د خدمت په لومړی قطار کی ولاړ وی اوهغه خپله ایمانی او وجدانی فریضه ؤ بولی .  د اروا پوهانو په وینا یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شی چی له هرڅه وړاندی یی وګړی له روانی امنیت څخه برخمن وی داسی چی له هرډول توپیر او تبعیض پرته په یوه ځانګړی جغرافیا کی  بنیادم د بنیادم ورور وی .همدا شانی د ملا امیرخان متقی د معلوماتو په موخه باید وویل شی هغه مهال چی څولسیزی وړاندی ددغه شانی له روانی امنیت څخه دبرخمنی ټولنی دجوړیدوتکل اوهوډ موجود ؤ اودخلکو ایمان او معنویت  دمادیاتوپه پښو کی نه ؤلاهوشوی  هرڅوګ او هر چا به او هان هندو مذهبانو ، عیسوی او یهودی لږکیو هم کولای شول چی شپه اوورځ ، په تیارو اورڼا کی د افغانستان ګوټ ، ګوټ هغو سیمو ته تګ را تګ او حتی استوګنه وکړی چی هلته به د تمدن او پرمختللی ژوندانه له مظاهرو څخه بی برخی ؤ دا کومه لیری او د تیرو لرغونو  پیړیو او نسلونو حکایت او خاطرات  نه دی چی ګنی له چا  به هیر شوی وی بلکه دا د تیرو پنځو لسیزو پخوا په ملی وجدان آوښتی مرغلره ده چی په خواشینی سره اوس یی هغوی ته تکل او رسیدل یوازی دلوی خدای ج  په مرسته او انسانی پوهه  شونی او ممکن دی دطالبانو په څیر ځینی مذهبی تٌند لاری چی نه ددغه مرغلری څخه له  پر عدالت ولاړ ایمان څخه برخمن دی او نه هم پر پوه او عقلانیت باور او ایمان لری چی د هغی پر وزرو دغه مقصد ته رسیدل ممکن کاندی  . باید زیاته شی چی په اوسنی پیړی کی چی د بشری تمدن یوه ویشتمه پیړۍ یی بولی  د ملتونو د عروج او زوال عوامل د هغوی دعلمی او عقلانی سنبالتیا پر نسبت ولاړ دی ، هرڅومره چی دیوی ټولنی ټول نارینه او ښځینه  وګړی له تبعیض ، بی عدالتی ، خرافاتو همدا شان نورد زوال د راز راز لاملونو پرته یوازی د قوی عزم ، عقلانی هوډ او  دعدالت ترسیوری او چتر لاندی د پرمختګ پرلوری ګام پورته کړی هومره یی د بشری تمدن په جوړولو کی دونډی جوګه بللی شی .

د ملا امیر خان متقی صاب د معلوماتو دزیاتولو په موخه باید وویل شی د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  چی کله به یی هم د حضرت بی بی خدیجه (رض) د سوداګریزو توکو قافله له یثرب څخه تر مکی معظمی پوری روانه کړی وه او په هغی کی به  سپین کاغذونه هم ؤ نو هغه اوښ به یی چی نوموړی سپین کاغذونه به پری بار ؤ په سمبولیک ډول د قافلی پر سر کی روانولو د  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دغه کار څخه لوی هدف علم او پوهی ته درناوۍ ؤ چی علم ته یی درلود. همدا شان په یوه صحیح حدیث کی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیاسی ژوند داستان او د جګړې په ډګر کی د مخالفینو په وړاندی د چلند یادونه کیږی چی هغه به ټول هغه اسیران چی د لیک لوست څخه برخمن ؤ مسلمانانو ته د لسو او یا هم کم له کمه دریو کسانوته  په لیک لوست ورښودلو له بنده آزادول  نواوس پوښتنه داده چی څنګه په طالبانی واکمنی کی لیک لوست چی له ډول فرائیضو ، مستحباتو او سنتو څخه اوچت داسی ارزش  بللی شی چی بنیادم دهغی په لمن کی نړی ته راځی او هرهغه ژوندی مخلوق چی په بشری بڼه د نړی پر مخ را زرغونیږی که وغواړی او که نه ! یوازی وی اوکه په ټولنیز ژوند کی ورګډ ! هغه به دخلقت دغه میکانیزم  ته چی د عناصرو او حجراتو اړیکی یی د عقلانیت پر بنسټ ایښی دی اوهغه د ژوند په اوږدو کی د ژوندانه چاپیریال ته په کتنه  د عقلانیت له ښائیسته زمرده  د پوهی  مرغلری را اوباسی. واقیعت دادی له هغه ځایه چی لیک ، لوست د الهی نعمت یا  عقلانیت او معنویت  زیږنده دی او داسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی اصل ته ځانګړی ته د ژوند په ټولو حالاتو یعنی د کافرانو له خود تپل شوی جګړی اوله ځانه ددفاع په حالت او دجګړی په مورچل کی او یاهم د بریالیتوب په حال کی د مسلمانانو اوبشری ټولنی ته به یی د توان ترحده خدمت ترسره کاوه لیک لوست ته ځانګړی توجه یی له پامه نه وه غورځولی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا