گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له کابله ترهراته د خیال پر نیلی
له کابله ترهراته د خیال پر نیلی

له کابله ترهراته د خیال پر نیلی

د خیال نیلى مى زین او د هوا په اوږه والوتم. د خپل هېواد د ښکلا ننداره مى وکړه.  ښکلې هوا زړه راښکونکی سیندونه. زرخېزه ځمکو ته خوشحاله شوم، خو خلکو بیا هم ویل چې وچکالی ده. ولسونو د فقر له کرښې لاندې ژوند کاوه. په هره سیمه، هر کلی او هر ښار کې حالت ماتمی وو. ژړاګانې فریادونه او واویلا وه. هلته یو اوږده مجهوله مرموزه او پیچلی نیابتی جګړه څو لسیزې وړاندې پیل شوې او لاهم روانه وه. ځوانانو سوله نه پیژانده له خندا سره یې بلدیت نه درلود. په دښتو کې میلې نه وې، د چنارو لاندې بانډارونه نه وو. ګودرونه او په ګودر کې د پیغلوټو د منګوټو کتارونه نه وو. خندا نه وه او سندرې نه وی.د غره په لمن کې د کوچیانو کیږدئ نه وې،  غټې رمې  او شپانه نه وو. هغه پخوانى له ستورو ډک تک شین اسمان نه وو. دشپې په مهال په سپینه سپوږمئ کې د شپانه د شپېلۍ ساز نه تر غوږه کیده.

د میږو د سرکښ د ګونګړی د شرنګهار ساز غږ نه تر غوږو کیده. د اوبو ځوږ او د ونو د پاڼو موسیقی او اواز نه اوریدل کیده. د ډول غږ او اتڼ شتون نه درلوده.د میدان وردګو د سالارو په سیمه تیریدم، باغونه وو، میوې وې، خو هاغه پخوانی خوړنځایونه د مسافرو ځوږ او شور نهوو.  د ناهیلی په حال کې مې الوت ته دوام ورکړ. په کلیو کې ځوانان نه وو. خبرې کیدې چې هغه ځوان د ایران عسکرو سیند ته واچاوه. هغه نور یې په واوروه کې ووژل. هغه نور د ترکیی په پوله پراته دۍ، نور یې انسانی قاچاقبرانو برمته کړی دی او ځینى د جګړو په لیکو له یو او بل لوری سره په خپلمنځی جګړو کې لتاړ وو. پلونه او پلچکونه ویجاړ او سرکونه ټوټه ټوټه وو. د خپل ولس په ماتمی حالت مې وژړل او الوت ته مې دوام ورکړ.د غزنی په هوا کې تم شوم. مال، د بهلول، سنائی، غزنوی او نورو اتلانو زیارتونه به وکړم، خو لاندی خلک له توپکو راکټونو او پیکاو سره ګرزیدل. په شلګر اندړو او واغظ را وڅرخیدم. هغه ډول، اتڼونه او د اندړو سندرې نه وی. یوازې د باروتو د اور اوازونه تر غوږو کیدل. کنډوالې وې، ویجاړ ښونځی سوځیدلی کلینیکونه او کنډ کپر سرکونه وو. هغه څه مې ولیدل چې په هیڅ ډول د یوې اسلامی متمدنې ټولنې ننداره یې نه وړاندی کوله.د ولس فریاد ته غوږ شوم. په جګړه کې د یوه وژل شوی ځوان مورکئ د خپل چیت پیت صندوق سر پرانستى وو. په ګوتو باندی جوړه شوې غاړه یې راپورته کړه. په چیغو چیغو کې یې وویل زویه! زما د کونډتوب د ناکراره ژوند ټوله هیله او امید خو ستا ځوانی لیدل، تا ته ناوې راوړل او په واده کې د سندرې ویل وه. غوښتل مې چې د واده په ورځ دغه غاړه ستا په تن کې ووینم. بس رب به زما په برخه همدغه د تیارو ژوند لیکلی وو. زویه تاهم لکه د پلار په شان نیمه خوا پریښودم. پلار خو بیا هم ته راته پریښودې تا راته څوک پریښودل؟ داسې ښکاری چې دې له پلار سره په ترسره کړې ژمنه کې پاتی راوستم.  له ټول احتیاج زحمت پردئ مزدوری او د خلکو خبرې مې وزغملې خو ته مې ولې د جګړو له دغه سوځوونکی اور څخه ونشواى ژغورلاى؟ اوس به پاتې عمر ستا له دغه غاړې سره تیروم.د سرک تر غاړه ناست یوه ځوان چې دوه ماشومان هم ورسره وو ودریدم. پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ماشومان چیرته ولی. هغه راته کیسه پیل کړه. واى دواړه مې زامن  دی. زه د چا دهقانی کوم. دوى له ځان بوزم. مورکئ یې څو کاله مخکې د ورور ناوې راوړه چې په موټر یې ماین وچاودیده. په موټر سپرې ښځې شهیدانې شوې. د پیژندګلوی نه وو. زما د میرمنې یو لاس مو وپیژنده. هغه هم له لستوڼی راته معلوم شو چې زما میرمن ده. کور کې څوک نلرم. اولادونه مې ویریږی، نو له ځانه سره ځمکو ته بوزم.والوتم کندهار ته، په ارغنداب کې میلې نه وې، غېږې ایستل نه وه. سندرې اتڼونه نه وو. بس هره خوا چیغې سلګئ اسویلی أهونه او ماتمونه وو. په یوه کنډواله کې میشت یو فامیل ته ښکته شوم. ماشومان یې وږی وو. له مورکئ څخه یې ډودئ غوښته. پلار یې له کلی څخه د راوتلو په مهال په ښى مټ د هاوان چره خوړلې زخمی وو. میرمن یې ورته د لاس ببوزۍ (پکه) واهه. د کڼډوالې په سر یې یو زوړ ترپال اچولى وو چې له ګرمی څخه ځان وساتی. دغې تورسرې ته د نجات پریښته ښکاره شوم خو متأسفانه ما هیڅ مرسته ورسره نشواى کولاى. یوازې اوښکې مې ورسره توی کړې. زخمی ځوان راویښ  شو. راڅخه یې وپوښتل طالبان کوم ځای ته رارسیدلی دی؟ حکومت به زما د مات لاس درملنه وکړی؟ زمونږ د کور احوال به څوک راوړی چې د هاوان مرمئ کومه خونه ونړوله؟ سوله به کله راځې؟د هلمند په لوری مى الوت ته دوام ورکړ. هلمند کې د توپکو باروتو نشه یی توکو، وسلو مارکېټونه ښه ګرم وو. ښونځی روغتونونه کلینیکونه او سرکونه نه وو. یوازې د لښکرګاه ښار لږ غوندې جوړ وو خو هلته هم جګړو زور اخیستى وو. په هلمند کې غټه بوختیا جګړه وه، د مړو جسدونه خښول وو، تابوتان وو او د هجرتونو لړئ وه. هر څوک له خپل فامیل سره ځینې لا پښیبلې پښې له کورونو څخه په تیښته وو. څوک روان وو، څوک په ورانو ویجاړو ښونځیو او څوک هم په دښتو کې پراته وو. د غمونو سیلئ را الوتې وه. د بورو میندو کونډو خویندو او یتیمانو فریادونه وو. د سرک په منځ کې د وژل شوی ماشوم مورکئ ته مې لږ ساه واخیسته. دغه مورکئ هیڅ خبره نه کوله. خلکو ویل چې زبون وهلې شوې ده خو ما ته داسې ښکاریده چې په ټول انسانیت باندې یې باور له لاسه ورکړی وو. په تندی باندې یې ډیرې پوښتنې ثبت وې خو په ما کې یې د لوستلو انرژی نه وه. سترګې مې ورڅخه واړولې.په لښکرګاه کې داسې ړنده جګړه روانه وه چې نه روغتون خوندی وو، نه روزنتون، نه پوهنتون خوندی وو نه میلمستون. دواړه خواو په ملکی ځایونو کې د خپلو مټو زور سره معلوماوه. په سیمه کې پاتی فامیلونو ته مسلسل خبردارى ورکول کیده چې د پراخو جنګی عملیاتو له پیل څخه مخکې دې ژر تر ژره خپل کورونه پریږدی.د تاریخی هرات ننداره مې وکړه. هرات مى جګړو ځپلى وو، شهیدانو ته مې لاسونه پورته کړل. د حال په ژبه یې پوه کړم چې د هغوى توى شوې وینه به سولې ته لاره پرانیزی. د هغوى ارواګانې به د سولې نعتونه وایی. دهغوى مات شوی هډوکی به هرات بیرته ورغوی او د هغوى د یادونو څلی نور هم هسک او ځلاند شی. هرات مې هغه پخوانۍ ښکلا بایللې وه. د خلکو په زړونو کې هغه پخوانۍ مینه نه وه. دښمن څه چې په دوست یې باور بایللى وو.د هیواد په ترینګلی حالت د خپل ملت په مرګونی وضعیت د چارواکو په بى حسی او خپله بیوسی مې سلګئ ووهلې اوښکې مې وبهولې او  را والوتم کابل ته. په کابل کې د هیواد په لر او بر کې روان ناورین ته د سیاست له کړکیو کتل کیدل، چا د شپږو نورو میاشتو د زغم غوښتنه کوله او چا هم جګړه خپل مسئولیت او ناورینونه یې په تقدیر پورې تړل. وجدانونه ویده وو. ایمانونه ککړ شوی وو. مادیت په معنویت باندې دروند شوى وو، په چارواکو کې د خپل ولس د درد د درک وړتیا نه وه. هغوى ته ولسونه پردی ښکاره کیدل.له خپل خیالی نیلی څخه راکوز شوم. هاخوا دیخوا مې وکتل. راته جوته شوه چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زیات وروسته پاتې ملت یو. نړئ مو وینی چې مونږ خپل وروڼه وژنو او خپل هیواد ورانوو.

مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خیرات چلیږوچې مونږ یې زمونږ د مټو په زور مات شوی او یا فتحه شوی هیوادونه ګڼو. مونږ د انسانیت په عروجی سفر او پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړیوالې سیالئ په ډګرکې د نورو پراوږو پروت باریو. مونږ د نړیوالې تربګنئ په کلی کې هسکه غاړه نشو ګرزیداى،ماښام مې په کابل کې د ژور بدلون احساس وکړ. هغه بدلون چې هراتیان یې  نوښتګر وو. دغه نوښت د الله اکبر چیغې وې. کابل یې وخوځاوه. ولسونه راویښ شول. کابلیان دې ژوندی وی. دهرات د ولس نوښت یې ښه بدرګه کړ. په جنګی ذهنیت یې خاورې واړولې. سوله یې وځلوله. دالله اکبرچیغو داسې لاهوتی اوملکوتی ځوږ جوړکړى ووچې جنګی فکر یې کوڼ اووارخطا کړى وو.نه پوهیدل چې تویان له کوم ځای څخه سرچینه اخلی. زه له خوښئ په جامو کې نه ځایېدم. په ځان نه پوهیدم. ټول جهان د تکبیر چیغې وهلې. ټول ولس سوله غوښته. ماهم ورسره چیغې کړی ما هم د الله اکبر ملکوتی غږ بدرګه کړ.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا