سلام دعا اودرود ، درندو دوستانو خویندو، وروڼو ، نن د لوی استاد خادم بابا د مړینی یو څلویښتم تلین دی، په همدی مناسبت دبابا روح ته ددعا سره یو ځای دخدای بخښلی دیو اثر څخه می دا لاندی لنډه لیکنه را خوښه کړی اوله تاسی معززو دوستانو سره یی شریکوم هیله ده چی دبابا روح ته دعا اوله لیکنی ی می ادبی خوند واخلی .
زه دهغه شپې څخه خبر نه وم کوم وخت چی اول اول زه ددی زندګۍ له دروازې څخه تیر شوم .هغه قوت څه شی وه چی زه یی په دی پراخه راز ګاه کی داسی وغوړولم لکه په نیمه شپه کی چی په ځنګل کی کومه غوتۍ وغوړیږی .سبا چی ما رڼا ته وکاته نو دستی می محسوسه کړه چی زه به دی دنیا کی بیګانه نه یم .او داچی یو بی صورته او بی نومه یو نا قابل الفهم شی زما د مور به جامه زه به خپلی غیږ کی واخیستم .دغه شان به دمرګ به حال کی هم هغه نامعلوم شی ، هغه شان را څرګند شی ، لکه څرنګه چی همیشه هاغه پیزندلی دی. او هر کله چی زه له دی ژوند سره مینه لرم ، نوله دی څخه پوهیږم چی دغسی به له مرګ سره مینه وکړم .هرګله چی مور دخپل ښې تی نه اولاد جدا کوی، نو هغه چیغی وهی .لیکن دستی کیڼ تی ته یی آجوی او غلی کوی یی .
نیټه . د آګوست او ویشتمه ۲۰۲۰ د وږی پنځمه ۱۳۹۹