گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لوی ائتلاف هم سوړه وکړه !
لوی ائتلاف هم سوړه وکړه !

لوی ائتلاف هم سوړه وکړه !

د دغه  لیکنی سرلیک  د افغان جهاد دلومړیو کالونو د افغان لیکوال او دینی چارو شنونکی خدای بښلی زمرک عابد له لوری د « المسلمون » په نامه خپریدونکی چاپی آزادی خپرونی له هغه سرلیک څخه الهام آخیستی دی چی کله هم د خدای بښلی مولوی رفیع الله مؤذن چه د مولوی محمد نبی په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د مشرتابه شوری عضویت یی درلود له مولوی محمد نبی څخه لاره بدله کړه نو المسلمون خپرونی لیکلی ؤ چی « حرکت بیا سوړه وکړه!! » اوس بیا هم چی له هغه لومړی ورځی ټول خاص او عام ته  جوته وه چی د افغانستان دژغورنی لوی ائتلاف چه د یوشمیر ثروتمندو پهلوانانو او د قدرت او ثروت د تږو د تندی ماتولو په موخه رامینځ ته شوی ؤاوددی ډګر  هریوه آزمایل شوی پهلوان دا سی انګیرله چی ګنی ددغه ائتلاف پر مټو به چی د یوه تجارتی داسی  سهامی شرکت په بڼه مینځ ته راغلۍ ده چی شریکان یی هغه دچا خبره ” هزار کله هزار خیال ” حضور لری  د ارګ ماڼۍ  واکی ترلاسه کړی

او که خدای کول د څوکالونوپه اوږدو کی به دخپلی کورنۍ او ټبر د ژوند بڼه بدله کړی . که څه هم په دغه د افغانستان خلاصون لوی  ائتلاف په بدنه کی ځینی داسی څیری هم لیدل کیدی چی د افغانستان په وروستنی خونړی تاریخ کی د جګړه مارانو او انسان وژونکو نمونی او سمبولونه دی او په ډیره ارزانه بیه یوازی په دی  چی د مصنوعی القابو لکه دجهاد او مقاؤمت لوی قوماندان.!!!…

اود فلانی ولایت د خلکو له لوری د غوره شوی استازی اوملی  مشر!!!! …اونورو راز رازتقلبی اوجعلی ټایټلونو به وکولای شی د اولس پام له دوی وګرځوی اوکم له کمه د خپلو انډیوالانو له لوری خوبه که هیڅ نه وی دیوه غوړ ولایت او یاهم د معاونیت کرسې مقام ته ورسیږی .

تر ټولو جالبه او د خندا وړ داده چی همدغه د افغانستان د خلاصون د جبهی مشران په ورته وخت کی له څو داسی رنګینو سیاسی هټیو او مغازو غړیتوب لری چی هغوی هم ارګ ته درسیدو ملاتړلی ده او د ټاکنو ډګر یی تود ساتلی دی .اوس چی د پارلمانی ټاکنو کمیدی او مسخره کارنیوال پای ته ورسید نو ارګ ته درسیدو تلوسه هم تر بل هروخته زیاته په غوټو شویده او لومړی ځل د ارګ د اوسنی داروغه دنړی پر مخ ددوهم متفکر بیروتی یار آخندزاده انورالحق چی په احدی مشهور دی او دقدرت او ثروت دلوبی په کرغیړن ډګر کی یی د هم هغه لومړیو ورځو څخه یی  د ارګ د خانقاه له مرشد سره خپلی اړیکی پری کړی اود خپلو ټولو شعارونوسره سره یی خپل د کالونو، کالونو یار یی په وچ ډاګ پریښود.

اواوس چی ښاغلی آخندزاده صاحب پوه شوچی دلته چاړه په لاس قصابان زیاد دی اوزیاتره یی له پخوا څخه ځانونه بریالی بولی نودافغانستان دنوی ملی جبهی دمشرتابه له منبره یی له دافغانستان د ملی خلاصون !  له ائتلافه ځان خلاص کړ ! کتونکی وایی چی دا د لوبی لومړی سر دی اومعلومه نده چی  د افغانستان د ملی ژغورنی د ائتلاف  د  دغه ګړندی ګاډی له سورلیو څخه کوم څوګ راکوزیږی ؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا