گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لـویـه خدایه سؤالګــر نـــه وم، خـــــو ســـؤالـــــګر شـــــــوم
لـویـه خدایه سؤالګــر نـــه وم، خـــــو ســـؤالـــــګر شـــــــوم

لـویـه خدایه سؤالګــر نـــه وم، خـــــو ســـؤالـــــګر شـــــــوم

لـویـه خدایه سؤالګر نه وم، خو سؤالګر شوم

د نــړۍ تــر ټــولــو لــویــې، ګـــــداګـــر شوم

هــغــه شــتـه چې زه لــرم؟ د هـیـچا نه شته

څـکه زه د ټـول جـهـان، د جـنـګ محور شوم

امــریـکــا، روس، پـه شـنـه زور ملکون نیسي

تـرهـګـر دوی دي، خـو نــن زه تـرهــګــر شوم

شـرق و غـرب او ګاونـډیـان، پـرموږ لګـیـا دي

بل ډېر سخت جنګ جوړوي، داسې خبر شوم

لـویـه خـدایـه!!! دا نـو څه راباندې وشول؟؟؟

چې لـه کـوره هـم لـه وروره، مــرور شوم؟؟؟

څــوک مې نـه غـواړي، لـه خپله کوره تـښـتم

هـسې خـوشی او چـټـي، پـه مـنـډو سر شوم

پـر هــر نـر او هــره ښـځـه، عــلــم فــرض دی

زه بـدبـخـت یـم دوبـاره، جـاهـل اکــبــر شوم

لـه تـعـلـیـمـه شوم بې برخې، په خپل کور کې

چاته څیرې کړم ګریوان، چې دَر پـه دَر شوم؟

د ژړا او شــکــایــت، مــنــبــع هــم نــه شــتـه

ســرســام ګــرځــم، د خــنــدا وړ د بـشر شوم

ژبــه ګـونـګـه، قــلــم وچ، واک مـې پـردی شو

زه نـوڅوک شوم؟ خو نه ښځه او نه نر شوم

افـغـان چېرې، مـسلـمـان او انـسان چېرې؟؟؟

پـه لـیـلام کې  پـېـر او پـلـور تـه، بـرابـر شوم

خـیراتـونه خـورم، مـفـتخوره امـوخـته شوم

نـه د دیـن، نـه د ســدیـن، نـه د مــنــبــر شوم

لــدې ژونـده مـې مــرګ، زر ځــلــه بـهـتـر دی

چې دښـمن مې شو بـادار، زه یې نـوکـر شوم

دا دجهل تورې شپې بـه، خدای(ج) سـبـا کړي

کـه یــوځــلــې زه پــه عــلــم، مـنور شوم؟؟؟

کامـیـابـي د دیـن، دنـیـا بـه مـې وي هـلـه؟؟؟

کـه پـه امــر و نــهــې، شــرع بـرابـر شوم؟؟؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا