گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملګری ملتونه :خبری نه عمل! طالبان : بشری ستونزی نشته !
ملګری ملتونه :خبری نه عمل! طالبان : بشری ستونزی نشته !

ملګری ملتونه :خبری نه عمل! طالبان : بشری ستونزی نشته !

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه هېواد کې بشري حقونو ته په ورپېښو ننګونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ریچارډ بېنېټ ویلي، “افغانستان د بشري‌حقونو له ګڼو ننګونو سره مخ دی چې پر خلکو ژور اغېز لري. په داسې حال کې چې اوسني چارواکي د خپلو خلکو د خوندیتوب مسولیت لري، د هغو سرغړونو په منلو کې پاتې راغلي چې ډیری یې د دوی په نوم تر سره شوې دي.

“په داسې حال کې چې اوسني چارواکي په ځانګړی توګه امیر خان متقی د طالبانو د بهرنیو چارو مسؤل  چی دافغانستان سیاست اقتصاد محوره بولی خو د اقتصاد محورۍ په معنی نه پوهیږی  له ریچارډ بېنېټ سره دکتنی په مهال چی دهغه ویاند عبدالقهار بلخی په خپل ټویټر پاڼه کی له متقی سره د ریچارډ بېنېټ دلیدو خبر خپور کړی دی لیکلی دی

چی نن د م. م. د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل ښاغلي بنيټ مننه وکړه چې د امارت لوړپوړو چارواکو سره ورته د ليدو کتو زمينه برابره شوې، ښه کوربتوب يې شوی، معلومات ورسره شريک شوي او ټولو کارو ته يې د لاسرسي زمينه برابره شوې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا