گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مرګ حق دی دهمسایه لپاره !
مرګ حق دی دهمسایه لپاره !

مرګ حق دی دهمسایه لپاره !

کیسه له  هغه ځایه پیل شوه کله چی د طالبانو د لنډمهاله اداری د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد نبی عمری چی ویل کیږی  د خلیفه سراج الدین حقانی په مشری د حقانی شبکی سره تړلی دی دخوست په ولایت کی د دیوه صنعتی پارک د پرانیستو په مراسمو کی د حامد کرزی د مافیاېی اداری د ولسی جرګی دیوه تن وکیل پآدشاه خان ځدراڼ ته چی له حامد خان کرزی سره یی اړیکی د بن له کنفرانس پخوا اوهان دجهاد ډګرته غزیدلی دی په خطاب کی وویل:

موږ دی دوباره دی ته نه مجبوروی چی هغی ته ټانګونه وراوباسواویامودی ته نه مجبوروی چی هغه(د پادشاه خان ځدراڼ کور) په راکټونو او ماینونو باندی والوزؤ دا ځمکه دی په خپله حکومت ته تسلیم کړی . ولو که په هغی باندی یی آبادی کړی وی په ډیراحترام سره هغه دی حکومت ته وسپاری . او حکومت هم نه غواړی چی دخلکو شخصی ځمکی غصب کړی او ویی نیسی خلک دی هم انشأ الله په دی باندی مطمئنه اوسیږی …..همداسی وشول طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله چې د پخواني ولسمشر د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه. نواندیشی  ته رسېدلي اسناد هم ښيي چې حامد کرزي، پاچا ځدراڼ ته دا ۱۵ جریبه ځمکه د مېلمستون او مرغدارۍ لپاره ورکړې وه.پاچا خان ځدراڼ د خوست – ګردیز پر لویه لاره له دغې ځمکې د کور ګټه اخیسته، خو پرون طالبانو په بولدوزرو سره ړنګ کړ.د باچاخان ځدراڼ کورنۍ وايي د دې جایداد ټول قانوني اسناد لري او د تېر جمهوریت پرمهال یې دا ځمکه د پيسو په بدل کې د فرمان له مخې اخیستې وه.په رښتیا هم چی پاچا خان ځدراڼ د هم هغه متل مصداق دی چی وای شاهد دی څوګ دی ویل یی چی لکۍ می شاهده ده . ځکه چی حامد کرزی له پخوا وختونو د ځدراڼ صاب د ګرمابی او ګلستان ملګری دی او لکه څنګه تاسو یی هم ګوری ځدراڼ صاحب به قلم خود کرزی صاب ته وړاندیز کړی دی چی ګنی ۱۵ جریبه هغه ځمکه چی دسټیشن په خوا کی چی په کادستر کی شامله نه ده او دخوست ، ګردیز د لوی لاری پرسر مؤقیعت لری او دمحیطی تعامل له مخی یی دیوه جریب بیه یوزر افغانی ټاکل شوی ده . که د چرګانو دفارم ، او د قبائیلی میلمنو څخه د هرکلی په موخه د یوه میلمستون د جوړولو په خاطر امر راکړی ..ښاغلی حامد خان کرزی هم له دی پرته چی د شخصی او دولتی یا عامه ملکیت ترمینځ توپیر وکړی د هغه پر وړاندیز پا ڼه یی داسی  ورته ولیکل : دعرض پاڼی متن ته په کتنه ۱۵ جریبه ځمکه د وړاندی کړای شوی بیی په بدل کی دی د نوموړی په واک کی ورکړای شی ! خو اصلی خبره داده چی ولی د طالبی چارواکو په ځانګړی توګه خلیفه صاحب سراج الدین حقانی او مولوی محمد نبی عمری له لوری د فرمانونو دتطبیق پر مهال دموراومیرۍ سلوک کیږی ؟ کره شواهد موجود دی چی دوی دواړوښاغلیودهمدغو کورونو سره په څنګ  او دصنعتی ښارګوټی سره نږدی کی لسګونه جریبه دولتی ځمکه غصب کړیده خو هیڅوګ هم نه شی کولای چی تری ؤپوښتی چی پر مخ مو څو ګلونه دی . !! د پاچا خان ځدراڼ د کورنۍ یوه غړي ویلی دی چی طالبان د شپې راغلل ویلی یی چې تر سبا سهار نهو بجو پورې کور تخلیه کړئ، مونږ ورته وویل چې دا موده کمه ده خو د طالبانو ټینکار دا و چې له کابله د مشرانو امر دی چې دا کور ونړوی.»پاچا خان ځدراڼ او کورنۍ یې د طالبانو ترحاکمیت لاندې په افغانستان کې ژوند کوي.د معلوماتو له مخې پاچا خان ځدراڼ په دغه ځمکه کې پر باغ او مرغدارۍ سربېره کلا باندې یو میلیون ډالره مصرف کړی و.خبر زیاتوی ددی سره سره چی پر قانون او شریعت باند ی پابندی او تمسٌک یوازی یو داسی شعار ګڼلای شی چی داولسونو دټولو هیلو سره سره د جهاد او داسلام د شهیدانو د سپیڅلیو آرمانونو ساتندویه ځواک په توګه یی طالبانوته درلودی په ډیره خواشینۍ سره چی د دووکالواوڅومیاشتو په تیریدوسره بیاهم ددوی دعمل او شعار ترمینځ فاصله په آرامه توګه په زیاتیدو ده په داسی حال کی چی الله ج  دقرآن کریم د څرګند حکم سره سم چی واکمنواودعوت ورکوونکو ته په خطاب کی فرمائی :

آیا تاسو خلک نیکی او نیکوعملونو ته رابولۍ په داسی حال کی چی ځانونه موهیر شوی دی په داسی حال کی چی تاسود آسمانی سپیڅلی کتاب درلودونکی یاستۍ او هغه لولې؟له دی روښانه حقیقت څخه هیڅوګ هم انکار نه شی کولای چی ددعوت اوحکومت دارې په لاره کی تر ټولو لوی خنډ همدا مسأله ده چی زموږ داعیان او واکمنان هغه څه وایی پری عمل نه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا