لکه څنګه چی اټکل کیده د پاکستان په لویه صوبه پنجاب کی د نوازشریف په مشری مسلم لیګ یوه ښځینه مشره د نوازشریف لور میرمن مریم نواز د پنجاب ایالت لومړۍ وزیره وټاکل شوه او د پنجاب ولایت دوالی په دفتر کی یی د لوړې مراسم تر سره شول دخبر له مخی کله چی میرمن مریم نواز د پنجاب د اعلی وزیری په توګه د پنجاب د ایالتی جرګی لخوا ۲۲۰ رأیی ترلاسه کړی او د پنجاب د لومړی وزیری په توګه وټاکل شوه نو نیغه د هغه ولایت د والی محمد بلیغ الرحمن دفترته ولاړه او د پاکستان د اساسی قانون د تطبیق لوړه یی ترسره کړه .
ویل کیږی چی د مریم نواز د لوړی په مراسمو کی دهغی پلار د مسلم لیګ ن بنسټ ایښودونکۍ محمد نوازشریف او تره یی د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف هم ګډون درلود . له مریم نواز سره د عمران خان د تحریک انصاف د ګوند آزاد ټاکل شوی وکیل رانا آفتاب احمد خان ځان د پنجاب ایالت لومړی وزارت ته ځان د سنی اتحاد په نوم ډلی لخوا کاندید کړی ؤ چی له پارلمان څخه د وتو په حال کی د جرګی مشر ملک محمد احمد خان له وکیلانو رأیه واخیسته چی ۲۲۰ رأیو په آخیستو مریم نواز د پنجاب د اعلی وزیری په توګه وټاکل شوه . ویل کیږی چی د سند په ایالت کی هم د بلاول بوټو زرداری په مشری د پاکستان د خلکو د ګوند کاندید ددریم ځل لپاره د هغه ایالت د لومړی وزارت چوکی خپله کړه . دا ټول حالات او واقیعات چی نیغ په نیغه د پاکستان د استراتیژیک پالونکی ځواک لخوا له نږدی څارل کیږی او نه غواړی چی د پاکستان تیر تاریخ ته په کتو سیاسی واک دیوی ډلی په لاس کی ورکړی نو په همدی توګه د شهباز شریف په مشری د مسلم لیګ ن او د بلاول بوټو زرداری ترمینځ د ګډی معاملی سره سم چی د جمهوری ریاست څوکی به دتیر په څیر یوځل بیا د بلاول بوټوزرداری دپلارآصف علی زرداری په واک کی ورکول کیږی او د بلاول بوټوزرداری په مشری د خلکو ګوند PPP به د پاکستان لومړی وزارت لپاره د شهبازشریف ملاتړ کوی . چی دالړی په پاکستان کی د اعتراضونوسره سره پر مخ ځی .کتونکی وایی چی که څه هم د چارو اصلی واک د پاکستان د پردی شاته ځواک د هغه هیواد د پوځ په لاس کی دی خو تیرو تجربوته په کتو به ددغه شانی ائتلافی واکمنی عمرهم لنډ وی