گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مشروع حکومت او مثبت انتقاد !
مشروع حکومت او مثبت انتقاد !

مشروع حکومت او مثبت انتقاد !

زموږ په هېواد کې دا لمړى ځل نه دى چې واک په یوه ځانګړی ګوند، قوم او ډله پورې انحصار مومی. موږ د واک د انحصار اوږد تاریخ لرو. څلور لسیزې وړاندې خلق او پرچم د همدغې بدبختی بنسټ کیښود او نورو نظامونو په مسلسله توګه دغې شومې پدیدې ته وده ورکړه او هر نظام د خپلو توجیهاتو په مطابق خپل نظام پراخ بنسټه او ټول شموله ګڼلى دى.

دادى نن دغه ستونځه زمونږ د سیاسی کلتور برخه ګرزیدلى ده.د کابل له نیولو وروسته د طالبانو له رسمی بیانیو څخه داسې ښکاریده چې طالبان دغه بدمرغه دود ته د پاى ټکى ږدی، خو په عمل کې بل څه رامخته شو. کیداى شی لامل یې ددغې ډلې په منځ کې د ذهنیتونو ترمنځ واټن، یا هم په مسلکی او د هغوى له لیکو څخه په بهر اشخاصو باندې د باور نه کول د دغه تحریک ستره نیمګړتیا ګڼلاى شو.د افغانانو ترمنځ جګړو نورو لاملونو هم شتون درلوده، خو عمدتاً د افغانانو ترمنځ جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره د انتقام له روحیې سره جوخت شالید لری. طالبان شل کاله وړاندې د  شمالی ایتلاف د توپکو او امریکا د بمونو په زور له واک څخه شړل شوی وه. اوس داده د طالبانو وسلواله بریا زمونږ په هیواد کې د انتقامونو ځنځیر ته یوه بله کړئ وراضافه کړه.اوس له واک څخه بى برخې شوې شمالی ټلواله یو ځل بیا له له تیرو شلو کلونو راهیسې له دولتی امکاناتو څخه په ناروا توګه د امتیازاتو اخیستلو  سره سره  د خپل مادی حرص د اشباع په موخه له ولس څخه د طالبانو د حکومت په وړاندې د قیام کولو غوښتنه باندی د شرم او عار احساس نکوی.زه مدنی حرکت او د بیان آزادی د ولس مسلم حق ګڼم. مثبت انتقاد او د بیان ازادی په دیموکراسی پورې تړل، یا له اسلامی ویاړلی تاریخ څخه بی خبری ده او یا هم د سوټی په زور د جابرو مشرانو په فرمایش  ولسی جبری اطاعت او یا په ماډرنه اصطلاح د ړوند تقلید لپاره د درباری علماو لخوا سلیقوی کړنه ده چې هر ډول مخالفت ورباندې ځپل کیداى شی.اوسنی چارواکی پریښتې نه دی. انسانان دی او زموږ د رنځورې ټولنې یوه رنځوره برخه جوړوی. تشی لری، نیمګړتیاوې لری، سهوې کوی، عیبونه لری او منفی اړخونه لری. دا جدا خبره ده چې هغوى ته خپل عیب نه ښکاری. دغه نیمګړتیا په ټولو انسانانو کې شتون لری. هغه د پښتو متل دى چې وایی “خپل عیب د ولی منځ او پردى د کلی منځ دى”.

زه منم چې کابینه یې مسلکې نه ده. کار به اهل کار ته نه وی سپارل شوی د عدالت اصل په نظر کې نه دى نیول شوى او په بادى النظر داسې نه ښکاری چې موجوده کابینه دې د ولسی هیلو د تحقق وړتیا ولری، خو موږ یې سخت مخالفت ددې لپاره نکوو چې هیواد ته مو زیان رسیږی.د بهرنیو ځواکونو په وړاندې مبارزه جدا بحث او د توجیه وړ ده، خو زه د پنجشیر په شمول په افغانستان کې هر وخت او د هر چا لخوا د کورنئ جګړې مخالف پاتې شوى یم. که یو ځل طالبانو د توپک په زور ټول افغانستان باندې خپله سلطه ټینګه کړه نو اړتیا نه وه چې د پنجشیر مشرانو د نظام د بدلون او واک کې د خورا سترې برخې غوښتنه کړې واى.اوس د ټلوالې سیاسی دوکانداران چې واک یې له لاسه وتلئ دى بیا د افغانانو له سپیڅلو احساساتو څخه په ګټه اخیستنې چیغې پیل کړى چې د هغوى د ماتې او تېښتې لامل پاکستانی جنګی الوتکې دی چې د هغوى سنګرونه یې بمبارد کړل. عجیبه خو لا دا ده چې دغه افغانان اوس هم د پاکستان په غیږ کې پراته دی او د پاکستان په مرسته له طالبانو څخه د واک د یوې برخې خیرات غواړی.ایا زموږ پنجشیری افغانان وروڼه دومره بې همته شول چې په پنجشیر کې د هر ډول جنګی وسائطو الوتکو، توپونو ټانکونو او نورو وسلو سره سره د پنځابی الوتکې یوه بمبارد د هغوى په اصطلاح د مقاومت روحیه وځپله او تېښتې ته یې اړ ایستل؟ نه نه نه! زما پنجشیری وروڼه خو څه چې پنجشیرۍ خویندې هم د پنجاب د هرډول ګواښ او زور په وړاندې لکه د پامیر د غره په شان دریږی او مقابله یې کوی.پاکستان په اویا کاله کی له هندوستان څخه کشمیر ازاد نکړاى شو نو په یوه ورځ کې زما د زمریانو خاوره پنجشیر او په لسو ورځو کې ټول افغانستان څنګه نیواى شی. راځئ که خپلمنځی دښمنی هم ولرو، خو خپل ملی شهامت او شجاعت  ته به په درنه سترګه ګورو او د خپل ملت د همت څلی به په خپله نه نړوو. د افغانستان سپیڅلی شهیدانو ارواح به څومره نا ارامه کیږی چې د پنجشیر د نیولو افتخار یوه  کمزوری هیواد ته منسوب وګرزی. هغه پنجشیر چې انګلیس شوروی او امریکا مات نکړاى شو پاکستان به یې څنګه او ولې ماتوی؟زه د افغانستان په شخړو کې  د پاکستان د لاس وهنې له امله تر ستونی پورې رسیدلی یم. نوموړئ هیواد زموږ جګړو ته په لمن وهلو کې غوښن لاس لری او دغه تګلاره نه یوازې افغانستان د تباهۍ کندې ته اچوی بلکې په بالقوه توګه پاکستان ته هم ستر مشکلات ایجادوی. البته زه د لاسوهنې او جګړې ترمنځ خورا ستر توپیر وینم. هغوى د افغانانو ترمنځ له اختلافاتو څخه په ګټه پورته کولو د جګړو اور ته لمن وهی، کله یو اړخ او کله بله خوا  په شا باندې ټپوی، بل ورور ورباندې ووهی او کله هم ټول افغانان په امریکا باندې بمبارد کړی، خو د افغانانو په وړاندې د مخامخ جګړې وړتیا نلری.اوس نو په اصطلاح د دوهم مقاومت بړیڅى احمد مسعود ولس ددې لپاره جګړو ته هڅوی چې نوموړى په افغانستان کې د کورنیو جګړو په مهال،  د شپیته زره کابلیانو د وژلو، د جهاد د بدنامولو او د واک د حرص په تنور کې د هیواد د سوځولو له امله د ملی اتل شوی زوى دى.په تیره شل کلنه دیموکراسی کې د حکومت او زورواکانو ترمنځ د معاملو لپاره دا یو دود ګرزیدلى وو چې زورواکانو به د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره حکومت له خوږ ګوتې څخه نیوه او ستونځې به یې ورته ایجادولې. هر ولسمشر به یې بلیک میل کاوه، تر څو د هغوى د فساد او غصب په کړنو سترګې پټې او دوسیې یې ورکې کړی. که د کوم تقلبی اتل زوى ته به د هغوى د خوښې پوست ورنکړل شو، نو جګړه پیل کیده، که د زورواکانو زامن به له دیپلوماتیکو پوستونو څخه لری شو، نو اسمان راولویده.که د جنګسالارانو زامنو به د خپل هوا او هوس د غوښتنو پوره کولو لپاره په لکونو ډالر د عیاشی سامانونه لکه لوکس موټرونه اسونه او جنګی سپی پیرل او د هیواد نور ځوانان به له لوږې او بیوسئ هیواد پریښوده، نو هیڅ خبره نه وه. که زورواکانو ته په کابینه کې ځاى نه واى ورکړل شوى، نو جنګ پیلیده او قیامت راته. که به د جنګی مشرانو لخوا په نا قانونه توګه د قیمتی کاڼو ایستل او سوداګری بنده شوه، نو د وینو لښتی به بهیدل، که د جنګسالارانو بیسواده او نیمه زده کړی زامن په لوړو دالری معاشونو باندی نه ګمارل کیدل، نو مقاومت فرض ګرزیده، که دولتی قرادادونه د زورواکانو لخوا معرفی شویو خلکو ورنکړل شول، نو افغانستان ت فدرالی نظام غوښتنې زور اخیست او بالاخره جګړه باید د غریب ولس زامن د سرونو په بیه تر هغو پورې په مخ یوسی تر څو چې نازدانه ګانو ته حکومت باج ورکوی. اوس نو پوښتنه دا ده چې اخر تر څو به زموږ ملت کله د یوه او کله د بل لوری په غوښتنه د واک بیرته اخیستلو د انتقام په لمبو سوځی؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا