گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مسیح دسمندر په غاړه !
مسیح دسمندر په غاړه !

مسیح دسمندر په غاړه !

څه ګورم چې له خدای سره د سمندر پر څنډه روان یم. په سترګې بریښوونکې شفق کې زما د ژوند مختلفې نندارې زما د سترګو پر وړاندې تېریدې.په هره ننداره کې د رېګ پر سر راته د دوو انسانانو د قدمونو نښې ښکاریدې،چې یو یې زما بل یې د خدای، کله چې زما د ژوند اخری ننداره زما د سترګو پر وړاندې تېریده،نو شا ته مې مخ واړوی،د دې په

لیدو ډېر سخت حیرانه شوم چېپه زیاتره لار د دوو پر ځای د یو کس د قدمونو نښې وې او هغه وخت مې وېره لا ډېره شوه چې راته معلومه شوه،دغه کار تل هغه وخت کیده چې زه به په ستونزو او کړاوونو کې راګیر وم.زه په عجیبه توګه په شک کې ولویدم او فکر مې کاوه چې اخر داسې ولې ده؟له دغه شک او تردد څخه د خلاصون په موخه مې جرئت وکړ او له خدایه مې وپوښتل،چېای خدایه تا له ما سره ژمنه کړې وه چې که زه ستاسو په لار سم روان اوسم،ستا احکام پر ځان ومنم او تابع اوسم،نو د ژوند په هر قدم کې به له ما څخه ساتنه کوی او یوازې به مې نه پرېږدی،خو ما وه لیدل چې د ژوند په سختو شیبو او ځایونو کې ماتهیوازې د یوه کس د قدمونو نښې ښکاریدې.زه په دې نه پوهېږم چې هر وخت مې د ژوند په سختیو کې اړتیا درلوده،زه دې ولې یوازې پرېښودم؟

خدای راته په ټیټ غږ وویل چې زما خواږه زویه،زه درسره ډېره مینه لرم او تل به یې درسره وه لرم.نه مې پخوا په سختیو اوکړاوونو کې پرېښودلی یې اونه دې وروسته پرېږدم اود ژوند په هغه سختو حالاتو کې د یو کس د قدمونو نښې ستا نه دی بلکې زما دی،ځکه هغه وخت چېتا د تګ وړتیا نه درلوده اوله وړاندې تګ پاتې کیدی،نوما به ته په لاسونو کې نیولی وې…

لیکوال: مارګریت فیشباک پاور

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا