گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مولــوی کبیر دارګ په تاریخ کی ترټـــولو مســــخره متــــــولی !
مولــوی کبیر دارګ په تاریخ کی ترټـــولو مســــخره متــــــولی !

مولــوی کبیر دارګ په تاریخ کی ترټـــولو مســــخره متــــــولی !

خدای بښلۍ استاد سعدالدین شپون د یوه بل ملګری ارواښاد  استاد رسول امین د مړینی ددوهم تلین په مناسبت  په پیښاور کی دخپل هجرت دکیسی په یوه برخه کی داسی کښلی دی . …..کله هدایت امین ارسلا د پېښور په ګډوډ شاهۍ کې، د ګیلانی په سپارښتنه د جلا وطنه  حکومت خارجه وزیر وټاګل شو. هغه رښتیا وګڼله ، د اتاشې د تور بکس سره کابل ته روان شو. تورخم کې چارواکو ودراوه، د پاسپورټ پوښتنه یې ترې و کړه. وزیر صیب په غوسه شو چې د یوه ملک د خارجه  وزیر په حیث د ده سیاسي مصوونیت ته ګواښ شوی. نو هغوی په ډېر عزت یوې تیارې کوټې کې بندي کړ. لنډه دا چې امین صیب او د فدا یونس په نامه یو پاکستانی چارواکی پرې خبر شول، ورغلل او بېرته یې سلامت پېښور ته راووست. د ملا کبیر د رئیس الوزرا دسیاسی مرستیال نکل هم د ارواښاد سعدالدین شپون صاحب کیسی  ته ورته دی خوتوپیر یی په دی کی دی چی هلته د پاکستانی پوځ  پر ټول پاکستان  حکمرانی وه او دلته اوس د هم هغه سامراج پیریانو افغانی خاوره لاندی کړی ده او د هغوی دلاس پوڅو آجنه ؤ  په فرمانونو او حکمونو د افغانستان په څیر د یوه لوی او پر مختللی هیواد چی په توره کنډواله او ځنګل آؤښتی دی چاری  سنبال او پرمخ بیول کیږی .     

         او هسی خو د خدای بښلی شپون صاحب  نکل چی د هدایت امین ارسلا صاحب په باب یی ویلی ؤ لږ څه د ارګ د سیاسی نګهبان ملا کبیرآخند هغه مهال رایاد شوچی کله دارګ لومړۍ متولی ملا حسن آخند په یوه صغری غیابت د خرقی شریفی په دوره ولاړ او دچارو د اجرأ په موخه یی ملا کبیر آخند د خپل کفیل په توګه پریښود نو هغه او په ارګ کی نورو غوړه مالو بړیڅو دغه ټاکنه د ریأ ست الوزرأ د مقام په معنا تعبیر او تفسیر کړه او د نړی د خوشحاله کولو په موخه یی دافغان شخصیتونو او فرهنګیانو یوه غونډه راؤبلله او هرچا پکی د زړه بړاس وویست خو خبره هلته په خرابیدو شوه چی د استخباراتی چارواکو له لوری د ارګ ماڼۍ ته د ملا کبیر آخند د ناستی او پاسی په موخه ددفتر د انتقال مخالفت وشو خو وروسته د ریاست الوزرا سرپرست ملا حسن آخند په شاندارو مراسمو سره بیرته کابل ته راستون شو.په هرحال پرون ورځ د چنګاښ په ۲۹مه یوځل بیا پرافغانستان د امریکا او ناتو د برید لاملونو د بیان په ترځ کی وویل :

ددنیا طاغوتواومستکبرو قوتونو ته چی دلته داسلامی نظام بقأ ورته خوښه نه وه اسامه یی یو بهانه کړ.اسامه که له افغانستان څخه په خپله خوښه وتلی هم وای بیا به هم امریکا اودهغوی ملګروپرافغانستان حمله کوله چی دا یقینی خبره وه .تاسو داسی نه ؤ چی اسلامی امارت دیوچا پرسرباندی افغانستان د مشکلاتو سره مخامخ کړ اول خودا زموږ دامیر المؤمین صاحب لپاره دغیرت خبره وه چی موږ په اسلامی تاریخ کی د مسلمانانو لپاره یو پیغورپری نه ښود چی موږیومسلمان کافرته په لاس ورکړو.خو په دی باید هم پوه شو چی که دا مسلمان په خپله خوښه له دی ملک څخه وتلی وای بیا هم د امریکا او ناتو حمله پرافغانستان حتمی وه هم هغه ؤ چی د امریکا د حملی په نتیجه کی اسلام نظام ړنګ شو .

که څه هم ګرانه ده چی د ارګ د ترټولو د ستری  مسخری څیری ملا کبیرآخند  چی ویل کیږی ټوله شپه په ویښه او د دارو ګانو په نشه کی تیروی او له سهاره تر مازدیګره ویده وی د کومو مو خوپه خاطر د اسامه بن لادن یاد را تازه کړ خو تردی پخوا د پاکستان  معزول کړای شوی صدراعظم عمران خان چی ویل کیږی په قطرکی ددوحی د هوکړی او معاهدی پر وړاندی چی کالونه ، کالونه دیوه نړیوال لوړ رتبه استخباراتی چترلاندی ترسره شوی ؤ اوکنډواله افغانستان ته د حقانی شبکی او نورو راز راز دهشت ګرو ډلو ټپلو را دننه کولو یی په افغانستان کی د طالبانو په وسیله داوسنی وضعیت تر ټولو غټ تورن ګڼلای شی هغه هم پاکستانی ولسی جرګی یا ( نشنل اسامبلی ) ته د خپلی وینا په ترځ کی اسامه بن لادن شهید ګڼلای ؤ او امریکا یی د پاکستان لویه دښمنه واکمنی شمیرلی وه .

هغه په خبروکی ویلی ؤ چی ګنی موږ چی څومره هم د نړیوال تروریزم پروړاندی ملګرتیا وکړه او څومره مو هم پر ځان ذلت ؤمانه ..ما نه دی اوریدلی چی که کوم هیواد له یوه هیواد سره د نړیوالی ترهګرۍ په وړاندی ملګرتیا وکړی او ټوله ګناه پر هغه واچول شی لکه چی امریکا په افغانستان کی ماته ؤخوړه نو دهغی پړه هم پر پاکستان آچوی بل لورته د ټول پاکستانی قوم لپاره له شرمه ډکه واقعه خو هلته وه چی اسامه بن لادن یی په پاکستانی خاوره کی ووژلو او په شهادت یی ورسولو .له هغی وروسته څه ترسره شول ؟ ټوله نړی موږ ته کنځاوی او بدورد واېی !…. یعنی زموږ په خاوره او هیواد کی تاسو خلک وژنی ! دا په داسی حال کی ده چی د تروریزم پر وړاندی د مبارزی په نوم اویا زره پاکستانی پوځیان ووژل شول …..کتونکی وایی چی ښاغلی عمران خان چی د کرکټ اتل ؤ او په ځوان کهول کی له پراخ ملاتړ څخه برخمن ؤ نو ځکه خو هم د پاکستان پوځ وتوانید چی د نوموړی دغه بالقوه ملاتړ په مصنوعی توګه په سیاسی ملاتړ بدل کړی د کرکټ تر څنګ د سیاست په ډګر کی هم د یوه اتل په توګه را څرګند شی نوځکه خویی  په ۱۹۹۶ کال کی یی د تحریک انصاف پاکستان  په نوم دیوه  داسی ګوند مشری ورته وسپارله چی د هیواد د پرمختګ او سیاسی بدلون لپاره یی هیڅ ډول اجندأ او کړنلاره انه درلوده . او همدا ټول کړه او وړه ددی سبب شول چی د نظامی کودتا پر ځای په نوی بڼه د قضائی او پارلمانی کودتا په نتیجه کی له کاره ګوښه اود دهشت او ډار آچونی په ګډون  په راز راز جرمونو تورن شی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا