گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مولوی ریحان یی هم شهیدکړ!
مولوی ریحان یی هم شهیدکړ!

مولوی ریحان یی هم شهیدکړ!

که څه هم دتش په نوم اسلامی دولت ډلی داعش  چی د نابودې وروستنی سلګۍ اوباسی او یاهم ذبیح الله مجاهد چی ځان دطالبانو انلائین ویاند بولی او دهغه په وینا د روژی په مبارکه میاشت کی د جهاد په نوم انسان وژنه لوی ثواب لری د کابل ښار دننی چاودنی مسؤلیت په غاړه نه دی آخیستی

خو د کورنیو چارودوزارت د ویاند نصرت له خولی ویل کیږی چی د کابل ښار د نهمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې د دینی عالم مولوی سمېع الله ریحان په جومات کې چی د ” تقوی ” جومات نوم یی پری ایښی ؤ  چاودنه وشوه چې خپله مولوی ریحان پکې په شهادت رسیدلی  او ۱۶ تنه نور لمونځ کوونکی پکې ټپیان شوی دی.

مولوی سمیع الله ریحان چی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی او د افغانستان د وسله والو امنیتی پوځونو لوی پلوې ؤاوهغوی یی د افغانستان رښتینی مدافعین ګڼل اوله هرشانی سیأ سی تعاملاتو پورته یی دهغوی څخه ملاتړستر جهاد باله

او په خپلو ویناؤ کی به یی په زغرده د خپل ملاتړ آوازد منبر او دفترله مناروڅخه راایسته. نواندیشی تربیون دغه شانی ړندی وژنی اوقتلونه په کلکه سره غندی اوله لوی خدای (ج) څخه  خدای بښلی مولوی سمیع الله ریحان ته د جنت له بوستانونود ریحان ګلونو امیل او کورنی ته یی دصبر او زغم غوښتنه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا