گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مظلوم ولس اومحکوم ولسمشر!
مظلوم ولس اومحکوم ولسمشر!

مظلوم ولس اومحکوم ولسمشر!

ښکاره خبره ده چې له غنی سره په ارګ کې د پنځلسم اګست د پېښو په هکله، په ځانګړی ډول له هېواد څخه د نوموړی د ناببره وتلو د توجیه لپاره نه کره دلائلو شتون درلود او نه هم د وتلو کیسه د ویاړ ارزښت درلوده، نو هیڅ اړتیا نه وه چې نوموړی له رسنیو سره د سقوط په هکله خبرې کړې واى. د خفګان ځاى دادى چې ښاغلی غنی په ځینو مواردو د خورا کمزوری، بیواکه، ناخبره او محکوم ولسمشر په توګه ځان خپل ولس او نړیوالو ته ور وپېژانده. د خلکو په اذهانو کې پرتې پوښتنې نه یوازې بې ځوابه پاتې شوې، بلکې د ابهاماتو سلسله اوږده او د پوښتنو څلۍ هسک شو.ولسمشر غنی د امنیتی ځواکونو د اعلى سرقومندان په توګه د خپلو ځواکونو د لوژستیکی نیمګړتیاو، نفسیاتی او اوپراتیفی وړتیاو کې د تشو په تړاو ولې له مخکې څخه معلومات نه درلوده؟

له هر ډول شک او شبهې پرته دا واقعیت وو چې د امریکا له هوایی ملاتړ د نشتون په صورت کې د هیواد امنیتی ځواکونو د جګړو ډګر نشو ګټلاى، نو په دغه هکله د ولسمشر  دقیقه محاسبه نه درلودل به څه ډول توجیه کړو؟نوموړى د خبرو په یوه برخه کې په انتهایی غیر سنجول شوی توګه وایی چې د زیاتو وینو توئېدو د مخنیوی په موخه یې کابل پریښود، خو بل ځاى به زغرده اعتراف کوی چې د نوموړی د امنیت ساتونکی ځواک PPS هم سقوط کړى وو او پاتې خلکو د نوموړی ساتنه نشواى کولاى. بل ځاى همدغه شان غلطې تکراروی او وایی چې په چورلکې له پورته کیدو وروسته پوه شو چې له هیواد څخه وزى.

چې داسې وو، نو ښاغلی ولسمشر د یرغمل شوی شخص په څیر وروسته پوه شوى دى چې تښتول کېږی. ایا دغه د نوموړی په څرګندونو کې بربنډ تضادونه نه دی؟تعجب ده چې په غرب د دوکتورا تر کچې له تحصیل او نړیوالو بنسټونو کې د کاری تجربې درلودلو سره سره  د امریکا د دوه ګونې پالیسیو اوس خبر شو او په امریکا باندې یې باور خپله ستره غلطې وګڼله. ظاهره خبره ده چې د امریکا په استازیتوب د خلیلزاد په چلن کې د دوه مخی څرک له طالبانو سره د دوحې د خبرو له پیل څخه مشهود وه. غنی هغه مهال د دې وړتیا ولې نه درلوده چې دغه حقیقت درک کړیولسمشر اعتراف کوی چې د ملی امنیت ستر سلاکار یې ویریدلى وو، نو نوموړی د یوه هېواد د ولسمشر په توګه ولې د خپل ویریدلی مامور په خوله کابل پریښود؟

محمد اشرف غنی ولې دومره بې وسه او بې بسه وو چې د هیواد د پرېښودو په شان ستره او ننګونکې پرېکړه هم د ملی امنیت ستر سلاکار کوله او له نوموړی سره د سلا کولو لپاره هم زحمت نکاوه؟ایا دا به مبالغه وی چې ووایو؛ د پنځلسم اګست د ډرامې ماسټرماینډ او مرکزی کریکټر محب وو، خو پړه یې غنی په غاړه واخیسته؟د امریکا د دوه مخی سیاست ځانګړتیا او د خلیلزاد د منافقت اړخ خو له لمر څخه روښانه وو، نو ولسمشر غنی د کوم منطق پر اساس د قطر له مذاکراتی پروسې څخه د منزوی کیدو سره سره د ملت د سرنوشت ټاکلو واک خلیلزاد ته وسپاره او له خلیلزاد سره تر لیدو وروسته به یې هرځل د دوحې خبرې د قناعت وړ ګڼلې او ولې یې د دوحې له تړون څخه وروسته د یو نیم کال په دوران کې د تشو ډکولو او نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره غوښتنه په بربنډه توګه له خپل ولس سره شریکه نکړاى شوه؟

ښاغلى غنی اعتراف کوی چې د کندهار امنیه قوماندان ورباندی تپل شوى او نوموړی په امنیتی برخه باندی بشپړه سلطه نه درلوده. پوښتنه دا ده چې کندهار نه لمړى تسلیم شوى ولایت وو نه اخری وو. بله دا چې یوازې کندهار نه، بلکې ټول ولایتونه یو پر بل پسې تسلیم شول او د ولسمشر په خبره د ارګ ساتونکی ځواک هم پاشل شوى وو. بربنډ واقعیت دادى چې د نا اهله افرادو د ګمارنو له امله ټکنى مدیریت، د فساد شتون، د بنسټونو ترمنځ نه همغږی، د داسې وارخطایی حالت سره د مخامخ کېدو په هکله د ځواکونو په روزنه کې نیمګړتیاوې د سقوط عمده لاملونه وو، خو ولسمشر ورباندې اعتراف نکوی.

د حیرانتیا خبره ده چې زموږ د هغه مهال ولسمشر د ننګرهار او خوست له سقوط څخه د هېواد د پریښودو په نیت چورلکې ته له پورته کیدو څو شېبې وړاندې خبر شوى دى.د ژړا ځاى دى چې زموږ پخوانى ولسمشر د چورلکې له الوت وروسته پوهېدلى دى چې بهر ته د فرار په سفر روان شوى دى. دا زموږ د هېواد ویښ بخت دى چې ددغه ډول مدیرانو له درلودلو سره سره هم لا ژوندى دى.ولسمشر غنی سره چې د خلکو د ژوند ژغورلو دومره ژور فکر وو، چې ان له هیواد څخه یې تیښتې ته اړ ایسته، ولې یې د سقوط له لړئ مخکې د سولې لپاره د واک قربانی ورکولو په بیه ونشو کړاى چې د وینې توئېدلو مخه یې نیولې واى، خپل عزت او وقار یې هم خوندی کړى واى او د نظام بنسټونه به یې هم ژغورلی واى؟

ولسمشر غنی د خبرو په جریان کې وایی چې نوموړئ د قربانی ګډورى شو، خو زه فکر کوم داسې به سمه وه چې ویلی یې واى؛ د واک تندې مې عصبی نظام فلج کړى وو، د ارګ هلکانو راته “هر څه سم دی باچا سلامت” ویل، تر هغو یې ویده کړى وم چې چورلکې د ازبکستان په لوری الوت نه وو کړى، کله چې راویښ شوم، ولس می په تنور کې پریښودلى وو، نظام او لاسته راوړنې مې په سیند لاهو شوې وې، ځان مې وایسته، خو طالبانو ته مې د مشروعیت ورکولو لاره بنده کړه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا