گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملی منافقان که دمذهب ټیکه داران!
ملی منافقان که دمذهب ټیکه داران!

ملی منافقان که دمذهب ټیکه داران!

د هر مذهب ، هر دین اوهرمسلک په مقابل کې خلک په دری قسمه دی : مومنان ، کافران او منافقان. مومنان خو منونکی ، کافران نه منونکی او منافقان هغه دی چی هم منونکی دی او هم نه منونکی دی ، یعنی منافقان دهر مذهب اومسلک سره خو ظاهرا دمنلو وضع څرکندوی مګر په باطن کی د نه منونکو رول لوبوی اومسلک ړنګوی ، د مذاهبو او مسالکو په نزد دغه ډول خلک ( منافقان) له کافرانو دیر بد اومضردی اودا ځکه چی کافر یعنی مخالف خو خپل مخالفت ښکاره کوی ، خپل دلیل اومنطق وایی ، نو که مناظره یا مبارزه کی پړ شو، دیره هیله شته چی وګرځی او ایمان راوړی ، بله داچی مخالف پیژندل کیږی اوسړی ورنه ځان ساتلی شی ، مګر منافق د وینی ننه خوراک کوی اولوی بناء سر دلاندی را غورځوی .ملتپالنه ددی عصر عالم شموله مسلک او د استعمار او استثمار دمخنیوی ازمایل شوی وسله ده ، استعمارچیان او آمپریالستان هم تل د دغی خطرناکی آلې څخه کار آخلی چی نفاق یی بولی ، دغه آله د هغی ملی وسلی په مقابل کی استعمالوی، استعمار وایی ،

( اختلاف واچوه ، نو حکومت کوه ) استعمار چی په هر ځای کی وغواړی ځپل مرام پرمخ بوزی ، منافقان پیدا کوی ، منافقان روزی او منافقان تقویه کوی .وږی سترګې ، بی غیرته ، خپل جاری او ټیټ فطرته خلک خو په هره جامعه کی ، مګر که ددغو ټيټو اوصافو سره زرنګ ، چالبار ، دوه مخی اوبل غلطی هم وی نو د استعمار دلاس له پاره ښه آله کیدای شی . استعمار دغواخلاقو ته کپسیټي ، هوښیاری ، موقع شناسی او سیاست دانی وایی اودغسی کسان په خپل لاس کی نیسی اوپه خپل ملت یی استعمالوی.ای ځوانانو او منورینو ، ای وطن پالونکو افغانانو ، د استعمار دلاس وسلی ، د استعمار دکورنی بچی او د آمپریالیزم غلامان وپیژنۍ . که تاسی دوه مخی منافقان وپیزندل ، نو بیا یو مخیزه کافران مو نه شی تیرایستلی ، دلته د افغان ملت دیوه بله شوی دی، ای ملی پتنګانو پری راغونډ شئ او ددی ډیوی په رڼا کی دملی منافقانو منحوسی څیری وپیژنۍ ، دا هغه کسان دی چی دافغان ، افغانیزم ، افغانی او افغانستان له کلمو څخه په چل ول ډډه کوی او کله په ښکاره هم ورته سپکې سپورې وایی ، نو راځئ چی په ګډه دا ترانه ووایو : ( واړه افغانان یو ، ټول مسلمانان یو ، ګران هیواد زمونږه لکه ګل افغانستان دی ، جګ له کل جهان دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا