گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــــــلی منافـــــــــــــقان !
مـــــــلی منافـــــــــــــقان !

مـــــــلی منافـــــــــــــقان !

د هر مذهب ، هر دین  اوهرمسلک  په مقابل کې خلک په دری  قسمه دی : مومنان ، کافران  او منافقان. مومنان خو منونکی ، کافران نه منونکی او منافقان هغه دی چی هم منونکی  دی  او هم نه منونکی دی ، یعنی  منافقان دهر مذهب اومسلک سره خو ظاهرا دمنلو وضع څرکندوی مګرپه باطن کی  د نه منونکو رول لوبوی اومسلک ړنګوی، د مذاهبواومسالکو په نزد دغه ډول خلک (منافقان) له کافرانو دیر بد اومضردی اودا ځکه چی کافر یعنی مخالف خو خپل مخالفت ښکاره کوی ، خپل دلیل  اومنطق وایی ، نو که  مناظره  یا مبارزه کی  پړ شو، دیره هیله شته چی وګرځی  او ایمان راوړی ، بله داچی مخالف پیژندل کیږی اوسړی ورنه ځان ساتلی شی ، مګر منافق د وینی  ننه خوراک کوی  اولوی بناء سر دلاندی را غورځوی .ملتپالنه  ددی عصر عالم شموله مسلک او د استعمار او استثمار دمخنیوی ازمایل شوی وسله ده ، استعمارچیان او آمپریالستان هم تل د دغی خطرناکی آلې څخه کار آخلی چی نفاق یی بولی ،

دغه آله د هغی  ملی وسلی په مقابل کی استعمالوی، استعمار وایی ، ( اختلاف واچوه  ، نو حکومت کوه ) استعمار چی په هر ځای کی وغواړی ځپل مرام  پرمخ بوزی ، منافقان پیدا کوی ،  منافقان روزی  او منافقان تقویه کوی .وږی سترګې ، بی غیرته ، خپل جاری او ټیټ فطرته خلک خو په  هره جامعه کی ، مګر که ددغو ټیټو اوصافو سره  زرنګ  ، چالبار ، دوه مخی  اوبل غلطی هم وی نو د استعمار  دلاس له پاره ښه آله کیدای شی . استعمار دغواخلاقو ته  کپسیټی ، هوښیاری ، موقع شناسی او سیاست دانی وایی اودغسی کسان په خپل لاس کی نیسی اوپه خپل ملت یی استعمالوی.ای ځوانانو او منورینو ، ای وطن پالونکو افغانانو ، د استعمار دلاس وسلی ، د استعمار دکورنی بچی او د آمپریالیزم غلامان وپیژنۍ . که تاسی دوه مخی  منافقان وپیزندل ، نو بیا یو مخیزه کافران مو نه شی تیرایستلی ، دلته د افغان ملت دیوه بله شوی دی، ای ملی پتنګانو پری راغونډ شئ  او ددی ډیوی په  رڼا کی دملی منافقانو منحوسی څیری وپیژنۍ ، دا هغه کسان دی چی دافغان ، افغانیزم ، افغانی  اوافغانستان له کلمو څخه په چل ول ډډه کوی او کله په ښکاره هم  ورته سپکې سپورې وایی ، نوراځئ  چی په ګډه دا ترانه ووایو 🙁 واړه افغانان یو، ټول مسلمانان یو، ګران هیواد زمونږه لکه ګل افغانستان دی،جګ له کل جهان دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا