گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » موږ چا ته غواړو چی دوکه ورکړو؟
موږ چا ته غواړو چی دوکه ورکړو؟

موږ چا ته غواړو چی دوکه ورکړو؟

سگمنډ فرایئډ ډېره پر ځای خبره کوی او وایی چې هغه جذبې چې اظهار یا څرګندې نه شی،هیڅکله نه مری.هغه ژوندۍ خښې شی،خووروسته په بدو بڼو راڅرګندیږی.تاسو وگورئ،کله چې د شعر او شاعری کتابونه لولو،نوجوتیږی چې د زیاتره شاعرانو د شاعری زیاتره برخه د وصال،هجران،جدایی،پټو جذبو،آرمانونو او پښېمانی وغیره موضوعات اوسی.که له خوست ولایت څخه آن تر کابل،هرات،بلخ،بدخشان او ننګرهار ولایتونو پورې سفر وکړئ،په لارو او کوڅو کې وګورئ،هر چېرته چې اناث یا ښځې ښکاره شی،نارېنه ورته تر هغه وخته پورې ګوری چې په کوڅه پناه شوې نه وی،هغه میرمن که په مکمله توګه پټه هم اوسی.که له یو چا سره خبرې وکړئ او وګورئ چې په هره دویمه خبره کې به د موراو خورد جنسی غړو ښکنځل کوی.که ملایانو  ته غوږ ونیسئ،د حورې د یوه اننګی په تشریح کې به درته پوره ورځ تېره کړی.تاسوهره ورځ په خبرونو کې اورئ،چې حتا پر ماشومانو جنسی تجاوزات کیږی،هغه یې په دې تورمړه کړه اودغه یې پر دې تورمړکړ،تردې پورې چې اورو،په پاکستان کې فلانی کس په هدیره کې له مړوسره جنسی عمل کاوه. تاسوبه هیڅکله دسائنس،روباټ،ټکنالوژی،ډاکومنټریز،مریخ وغیره په تړاوذکرهم نه اورئ،داسې څوک به پیدا نه کړئ چې د رسل،اینسټاین،نیچه اوفلسفې په اړه بحث اوخبرې کوی.موږ ټولنیزژوند د بسیا کیدو پرځای په ستونزو اوکړاوونو کې راګیریږی.یو ښوونکی چې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش ولری،د واده لپاره باید زده کړې،کور،موټراولاسخته یې دا چې له لسوڅخه ترشلولکو افغانیو ولوراو نورکړت،پړت وه لری،ایله به د واده په اړه فکر کوی.یانې خپل نیم عمر باید په مجرد والی یا یوازې توب تېرکړی.نوکه چېرته دا یو تسلیم شوی حقیقت اوسی،چې جنسی تسکین یوه بنیادی انسانی اړتیا ده اوترڅو پورې چې د انسان دغه بنیادی اړتیا پوره نه شی،انسان نوروتخلیقی کارونو ته په سمه توګه پام نه کوی،له ذهنی ستونزو سره مخ کیږی،موږ دغه حقیقتونه ولې نه منو؟موږ به ترڅوپورې دابن سینا،نیوټن،بل ګېټس پرځای شاعران،مجنونان،ملنګان،سوالګراونورغمګین نسلونه پیدا کوو؟ ترڅو پورې به زموږ ځوانان د ژوند په څلورو ورځو کې دوه ورځې په هیله او دوه ورځې انتظار تېرولو ته اړ کیږی؟ د نړۍ کوم سائنس،کوم،دین،منطق او ارواپوهنه به دغه ټولنه سمه وګڼی؟موږ چا ته غواړو دوکه ورکړو؟ د ژوند دا څه ډؤل نظام دی،چې د انسان د بنیادی اړتیاو پر اظهار او تکمیل بندیزونه لګیدلې دی.اووووف توبه،کله چې د رښتیاو او حقیقتونو د اظهار ګردې دروازې بند شی،نو کیږی،خو بیا هم هرڅه،خود منافقت په پرده کې هر کس د فرښتې جوړیدو هڅه کوی او په دوربین کې هم کوم انسان نه ښکاری.موږ باید ؤمنو چې پر منافقت ولاړې ټولنې د کوم بل چا پر ځای له ځان سره د درواغو ویلو سودا کوی او پایلې یې هم ګالی.بیاهم،یوه لیکوال څه ښه ویلې دی چې موږد یوې داسې ټولنې برخه یو چېرته چې د خپلو خواهشاتوځپل ثواب ګڼل کیږی…

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا