گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » موږهم خیرات غواړو هم تشریفات!
موږهم خیرات غواړو هم تشریفات!

موږهم خیرات غواړو هم تشریفات!

نن مو د جګړې د اړتیا او دوام په دوکتورین خبروم. هغه دا چې جګړه کله هم په خپل ذات کې سپیڅلی نه وی. د جګړو سپیڅلتیا له جګړې وروسته د عدالت د تأمین او امن د قیام لپاره وی. بله دا چې اساسی موخې د خبرو له لارې د ترلاسه کولو  لپاره وخت  وپیرل شی . کله کله مټکور  اړخ ترهغو د سولی خبرو ته تیارى نه ښئی تر څو چې د جګړې په ډګر کې سولې ته مجبور نشی.کله هم چې مخالف اړخ خبرو ته تیار شی، په همهغه مهال جګړه د توجیه کولو له مدار څخه وزی او د مشروعیت استدلال له لاسه ورکوی. خبرې پیلیږی، د غوښتنو نوملړ د دواړو غاړو لخوا وړاندې کیږی، د څه واخله څه ورکړه فارمولې پربنسټ د دواړو متخاصمو ډلو ترمنځ معامله کیږی او جګړه پاى ته رسیږی. که احیاناً دواړه متخاصمې ډلې ژور اختلافات ولری او هوکړې ته د رسیدو لپاره انعطاف نه منی، نو په اسلامی، افغانى او نړیوالو قوانینو کې د حل نورې لارې شتون لری.د ژور تأسف ځاى ده چې زمونږ داوړو خواو قطر ته باصلاحیته پلاوی او دریمګړی نه، بلکې خپل مدافع وکیلان استولی دی، د پریکړو واک یې ورڅخه نفى کړې دى. د مدافع وکیلانو په صورت کې قاضی پریکړه کوی او قاضی شتون نلری، نو د سولې هیله بیځایه ده.راځئ هوډ وکړو چې په داسې مسائلو باندې خبرې بحث او مناقشه نکوو چې د اختلاف بنسټونه جوړوی. په دې نه غږیږو چې جګړه حرامه ده که فرض.

که هر څه وی، خو د تیرو تجربو له مخې یې ګټی زمونږ دښمن ته رسیږی او زیانونه یې مونږ په اوږو وړو.کولاى شم له طالب اړخ څخه پوښتنه وکړم چې ولسوالی مو له چا ونیوه؟ هغوى څوک، د کوم قوم، کوم ملت او په کوم خداى، کوم کتاب او کوم نبی باندې ایمان درلود؟ فتحه کړاى شوى ځاى د کوم هېواد ملکیت وو؟ اوس مو څومره څه ډول او په کومو برخو کې بدلون راوړ؟ داخو څرګنده خبره ده چې اکثره دولتی ځواکونه په خپله خوښه تسلیم شوی دی. له هغوى څخه ترلاسه شوی ملکی او نظامی وسائطو باندی مو څه وکړل؟  په اصطلاح په تر لاسه شویو غنیمتونو  او په دولتی تاسیساتو مو څه وکړل؟ راځئ ومنو چې که جګړه کول ستاسو مجبوریت هم وه خو له دې امله د افتخار او ویاړ مقام نشته چې جګړه په کور کې او له ورور سره ده.راځئ فرض کړو چې تاسو د کابل نیولو په وړاندی ټول موانع شاته پریښودل او د کابل په نیولو بریالی شوئ، پوهیږئ چې له ځه ډول ننګونو سره به مخ یاست؟ستاسو په وړاندې شدید سیاسی مخالفت او حتماً وسلوال مقاومت پیلیږی. تاسو د کورنی او بهرنی غبرګون سره مخ کیږئ. تاسو به ونکړاى شئ د افغانستان ټولې بریښنایی انځوریزې کاغذی او تر هر څه وړاندې خواله رسنئ مدیریت کړاى شئ. ستاسو په وړاندې د تبلیغاتو توپان راپورته کیږی. تاسو ته جګړه، فساد، د ظرفیتونو نشتون کمزورئ اقتصاد نړیوال بندیزونه، دولس ملیونه زده کونکو د اړتیاو پوره کول، بیوزله ملت د ګاونډیانو سیمې او نړیوالو غوښتنې او مطلقاً ستاسو په کړووړوشکمن ولس درپاتې وی. د یادو ستونځو حل ډیرڅه ته اړتیا لری چې تاسو یې نلرئ.که تاسو کابل ته د دوو لسیزو وړاندې ښار فکر کوئ نو په خپل دریز باندې بیا را تاو شئ! یاد ولرئ چې تاسو له یوه بشپړ جنګی اړخ څخه په مکمل ډول سیاسی او ملی مسئولیتونو ته اوږه ورکوئ. ستاسو د فراست او مدیریت وړتیاوې ترازموینو لاندې راځی.
په بشپړ یقین سره درته وایم چې ستاسو په دندو کې دومره ډیروالى راځی چې تاسو یې په علمی تجربوی روزیز اوسیاسی برخو کې سترې نیمګړتیاوې لرئ. تاسو به تاسو ته د تسلیم شویو افرادو، اموالو، وسائطو، وسائلو او ودانیو ته د زیان رسیدو په تړاو مسئول وګڼل شئ. ایا تاسو پوهېږئ چې په ښارونو کې ستاسو په وړاندې منفی ذهنیت شتون لری؟ ستاسو لخوا نیول شوی دولتى وسائط په انځوریزو رسنیو کې لاتراوسه لاس په لاس کیږی او ستاسو منفی اړخونه نندارې ته وړاندی کوی.دحکومت له اړخ څخه هم پوښتنې لرم. هغه دا چې د ورور وژنه که مجبوریت هم وګڼو، خو تاسو د طالبانو وژل په ویاړ سره یادوئ. ایا پوهیږئ چې ستاسو ولس د طالبانو د مړیو شمیره نه، بلکې سوله غواړی؟ایا پوهیږئ چې ستاسو ولس ستاسو د تاکتیکی شاته تګ او سبا بیرته تخنیکی پرمختګ کې د دغه ولس او هیواد زیان وینی؟  ایا پوهیږئ چې ستاسو په لیکو کې د پراخ مالی فساد له امله ولس له تاسو څخه په ډیر لرې واټن کې پروت دى؟ایا پوهیږئ چې ستاسو امریکایی او ناتو دوستانو د هغوى په اصطلاح (قاطع ملاتړ) ځواکونو هم دغه جګړه مهار نکړاى شوه, نو تاسو به یې د مردمی بسیج په نوم په معلوم الحال جنګسالارانو څنګه او څه ډول مهار کړئ؟ایا پوهیږئ چې سوله قیمت او ستاسو قربانی ته اړتیا لری او تاسو یوازې د ولس په قربانی باندی سولې ته رسیدل غواړئ؟ایا د ولسمشر، د هغه د مرستیالانو، وزیرانو او والیانواو نورو لوړ پوړو چارواکو زامن له نظام څخه د دفاع په جنګی سنګرونو کې شتون لری؟معلومه خبره ده  چې ځواب نه دى، نو دوستانو! بهر ته د تښتیدلو تابیا کولو، د جنګی ګواښونو، د عامه خلکو د وسلوال کولو او تاکتیکی شاته تګ پرځاى سولې ته د ارجحیت درجه ورکړئ. ملت سوله غواړی. همدغه مو د ملی عزت د ساتنې لپاره اړتیا ده.واشنګټن ته د ولسمشر د وروستی سفر په هکله کله چې د خواله رسنۍ فیسبوک پاڼه پرانیزې نو د ړندو مقلدینو لخوا به امریکا ته د ولسمشر غنی د سفر په لاسته راوړنو باندې سر تر اسمانه هسک شی، خو کله چې سلیقوی مخالفینو ته راشې، نو داسې ښکاری چې ولسمشر غنی او پلاوى یې له هوایی ډګر څخه بیرته راشړلی وی. که راته په غوسه نشئ، نو درته وایم چې امریکا د خپل پیاوړی سیاست او پنډ خورجینی جیب په مټ د ټولو بیوزله هیوادونو متفقه پیر دی. مونږ  محتاج او په خپلمنځی جګړه کې لتاړ او د امریکا مرستو ته محتاج ولس یو.نه مو څوک قدر کوی او نه هم راته لوړتشریفات نیسی. هغه د پښتو متل دى خیرات هم غواړو اوخرموهم لغتې وهی. یوازې مونږ نه بلکې ټولو هغو هیوادونو سره همدغه شان چلن کیږی.البته د احتیاج او اړتیاو د کچې د توپیر به نظر کې نیولو سره. ټرمپ د یوه هېواد صدراعظم ته ویلی وه چې؛ “I Love You”دوه اونئ یې خندل او هغه هیواد په ټولو رسنیو کې دا خبر تاویده را تاویده.اوس هم وخت شته چې دواړه خواوې باید یو بل ته د ماتې ورکولو له خطرناکو هڅو تیر شی. سوله نه ناروا ده او نه هم عیب ده. نه اسلامی اصول ترپښو لاندې کیږی اونه د دیموکراسی بیخ بنیاد وزی. په یوازې سر نه غنی حکومت کولاى شی او نه هم طالبان د حکومت جوړولو وړتیا لری. که مو د یو بل د ماتولو مبارزې ته دوام ورکړ، افغانستان له یو بل ملی ناورین او بشری فاجعې سره مخ کیداى شی.اوس داسې ښکاری چې د دواړو خواو په یو بل باندی د باور کچه له صفر څخه ښکته ده، نو وړاندیز مو ورته داده چې د ملګرو ملتونو له سرپرستی او نړیوالې ټولنې تر حمایت او تعهد لاندی د موقت دورې لپاره د دواړو ډلو په ګډون د یوه بى پرې منل شوی شخص تر مشرتابه لاندې حکومت باندی هوکړه وکړئ او یا هم له ځانګړو شرایطو لاندې داسې موقته اداره جوړه کړئ چې د یوه ځانګړی زمانی چوکاټ په دوران عمومی ټاکنې وکړی او له هغه وروسته منتخب حکومت ته واک وسپارل شی. که داسې نشو نو لازم نه ده مونږ د رڼا راتلونکې هیله ولرو.!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا