گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مونږ جنګ نه غواړو!امن ،امن!
مونږ جنګ نه غواړو!امن ،امن!

مونږ جنګ نه غواړو!امن ،امن!

پوښتنه داده چې آیا جنګ د  دنیا فیصله کولی شی ؟ ددې سوال خواب دا دی چې هو، کولی یی شی ، نه ، نه یی شی کوالای ، ځینې به وایی چی دا خو هیڅ ځواب نه دی ، مګر جواب همدا دی ، دا سوال بل هیڅ ځواب نه لری ، مونږ چی وویل جنګ دی ، نوپه دی جنګ کی خو به  ددنیا مشهور ښارونه ، باغونه ، مزارع ، فابریکې ، علمی او مدنی موسسی ، پلونه او  دترانسپورت ذزایع تباه شی ، دنړئ زیات نفوس به په بمونو  او مرګانۍ وړانګو مړه  اودزیات حرارت په واسطه په خاوره په کاڼی او کاڼې یی په شیشه اونورڅه بدل شی ، ځینې  کسان چی پاتی شی ، لیونی به وی ، دماغونه او اعصاب به یی کار نه کوی ، نطفه  به یی محکمه شی  اوپه دغه شان به ځمکه د انسان له شره او انسان د انسان له شره خلاص شی او فیصله به یی وشی ، لکه چی قران کریم ویلی دی :ظهرالفساد فی البر والبحر بماکسبت ایدی الناس . اودا به د علم ، فلسفی ، تخنیک او بی اخلاقو آزادۍ نتجه وی .او دا چی مونږ وویل ؟ نه ، نه یی شی کوالای ، معنی یی د اده چی جنګ د دنیا پرابلمونه ، نشی حل کوالای ،  خکه  جنګ عصبانیت پیدا کوی ،  تجهیزات څخه بلی ته ځی ، جنګ  دآزادئ ،  عمران، زراعت ، علم اودانش مخه نیسی چی یی د جنګ مفکوره په دماغونو کی  ځای ونیسی ، نو ټول تولید  د جګ دباره کیږی ، ولږه ، امراض او تباهی زیاتیږی ا وبه دی شان پراپلمونه نه حل کیږی،  بلکه  زیاتیږی ، مخصوصا هغه جنګونه چی له محلی افاقی صورت غوره کړی ، دیر بد دی ، نن ورځ دنړی په ګوټ ګوټ کی جنګونو دنیا په خطر کی  اچولی دی .دغه  موضوعات چی جنګونه ورباندی کیږی ، بی له جنګ هم دحل لاری ، جنګ د مسلک ایډیال رژیم  ، ځمکې او جاه طلبی لپاره کیږی ، نو آیا د امسایل په دی ارزی چی ټولی ځمکې ته دی اور کیښودی شی ؟ که څوک دا دعوی لری چی دده مسلک دټولو مسلکونو څخه ښه او مفید دی ، نو ددغه شه کار لپاره  انسان او دنیا  په اور کی ولی آچوی ؟ چی انسان مړ ا وتباه شی ، نو  دښه والی دعوی لری ، نو دا ښه والی د عملا انسانانو ته وروشیی ، جنګ د نه کوی ، قوه د نه استعمالوی ،  دنیا دی نه ډاروی ، تهدید اویره دی د انسان له مخی لری کړی ،  د دنیا په مخ  دی جنت جوړ کړی چی یی خلک په خپله ورشی ،  په دی وخت کی چی دجنګ دمخنیوی لپاره  کومه مفیده نسخه فکر ته راځی ، هغه د بی طرفی تقویه کول دی ، دولتونه باید ټول بی طرفه شی ، بی طرفی دی په خپله یو محاذ شی ، په  دغسی حوادثو کی چی جنګ تری پیښیږی  بی طرفه محاذ باید فورا فیصله صادره کړی او پړ ته پړ ووایی ، دبی طرفۍ لپاره  هم باید څو شرطه ومنل شی ، بی طرفان  دی له لویو دولتو څخه ډیر کمکونه نه آخلی او ډیر سوالونه  دې نه کوی ، دغه مسلک دی  دذروی اسلحی فاقد ومنل شی ، دغه ممالک دی په خپل ملیت  او ملی انکشاف متکی  وی ، نه په سلاح او وسله ، زیاته توجه دی زراعت اومالداری ته وکړی او ورپسی صنعت ته ، واړه اوبی طرفه دولتونه دی په خپل مینځ کی مراویدی شروع کړی ، اراده  دی وکړی چی دلویو دولتونو دسیوری لاندی ژوند نه کوی، ددی خبرو پسی خلع سلاح پرته کنترول  او نور مسایل منځ ته راتلای شی ، اوس ټولو انسانانو لپاره  دا چیغه په کارده چی :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا