گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مونږ جنګ نه غواړو ،امن ،امن!
مونږ جنګ نه غواړو ،امن ،امن!

مونږ جنګ نه غواړو ،امن ،امن!

پوښتنه داده چې آیا جنګ د دنبا فیصله کولی شي ؟ ددې سوال خواب دا دی چې هو، کولی یی شی ، نه ، نه یی شی کوالای ، ځینې به وایی چی دا خو هیڅ ځواب نه دی ، مګر جواب همدا دی ، دا سوال بل هیڅ ځواب نه لری ، مونږ چی وویل جنګ دی ، نوپه دی جنګ کی خو به ددنیا مشهور ښارونه ، باغونه ، مزارع ، فابریکې ، علمی او مدنی موسسی ، پلونه او دترانسپورت ذزایع تباه شی ،

              دنړئ زیات نفوس به په بمونو او مرګانۍ وړانګو مړه اودزیات حرارت په واسطه په خاوره په کاڼي او کاڼې یی په شیشه اونورڅه بدل شی ، ځینې کسان چی پاتی شی ، لیونی به وی ، دماغونه او اعصاب به یی کار نه کوی ، نطفه به یی محکمه شی اوپه دغه شان به ځمکه د انسان له شره او انسان د انسان له شره خلاص شی او فیصله به یی وشی ، لکه چی قران کریم ویلی دی : (( ظهرالفاد فی البروالبحربماکسبت ایدیالناس)) اودا به د علم ، فلسفی ، تخنیک او بی اخلاقو آزادۍ نتجه وی .او دا چی مونږ وویل ؟ نه ، نه یی شي کوالای ، معني یی د اده چی جنګ د دنیا پرابلمونه ، نشی حل کوالای ، خکه جنګ عصبانیت پیدا کوی ، تجهیزات څخه بلی ته ځی ، جنګ دآزادئ ، عمران، زراعت ، علم اودانش مخه نیسی چی یی د جنګ مفکوره په دماغونو کی ځای ونیسی ، نو ټول تولید د جګ دباره کیږی ، ولږه ، امراض او تباهی زیاتیږی ا وبه دی شان پراپلمونه نه حل کیږی، بلکه زیاتیږی ، مخصوصا هغه جنګونه چی له محلی افاقی صورت غوره کړی ، دیر بد دی ، نن ورځ دنړی په ګوټ ګوټ کی جنګونو دنیا په خطر کی اچولی دی .دغه موعات چی جنګونه ورباندی کیږی ، بی له جنګ هم دخل لاری ، جنګ د مسلک ایډیال رژیم ، ځمکې او جاه طلبی لپاره کیږی ، نو آیا د امسایل په دی ارزی چی ټولی ځمکې ته دی اور کیښودی شی ؟که څوک دا دعوی لری چی دده مسلک دټولو مسلکونو څخه ښه او مفید دی ، نو ددغه شه کار لپاره انسان او دنیا په اور کی ولی آچوی ؟ چی انسان مړ ا وتباه شی ، نو دښه والی دعوی لری ، نو دا ښه والی د عملا انسانانو ته وروشيی ، جنګ د نه کوی ، قوه د نه استعمالوی ، دنیا دی نه ډاروی ، تهدید اویره دی د انسان له مخی لری کړی ، د دنیا په مخ دی جنت جوړ کړی چی یی خلک په خپاله ورشی ، په دی وخت کی چی دجنګ دمخنیوی لپاره کومه مفیده نسخه فکر ته راځي ، هغه د بی طرفی تقویه کول دی ، دولتونه باید ټول بی طرفه شی ، بی طرفی دی په خپله یو محاذ شی ، په دغسی حوادثو کی چی جنګ تری پیښیږی بی طرفه محاذ باد فورا فیصله صادره کړی او پړ ته پړ ووایی ، دبی طرفۍ لپاره هم بابد څو شرطه ومنل شی ، بی طرفان دی له لویو دولتو څخه ډیر کمکونه نه آخلی او ډیر سوالونه دې نه کوی، دغه مسلک دی دزروی اسلحی فاقد ومنل شی،دغه ممالک دی په خپل ملیت او ملی انکشاف متکی وی ، نه په سلاح او وسله ، زیاته توجه دی زراعت اومالداری ته وکړی او ورپسی صنعت ته ، واړه اوبی طرفه دولتونه دی په خپل مینځ کی مراویدی شروع کړی ،اراده دی وکړی چی دلویو دولتونودسیوری لاندی ژوند نه کوی، ددی خبرو پسی خلع سلاح پرته کنترول اونورمسایل منځ ته راتلای شی ،اوس ټولو انسانانو لپاره داچیغه په کارده چی :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا