گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــونـــــږ تـه مـــخـــونـــه نــــه بلــکه مـوخې او هدفونه مـهم دی .
مـــونـــــږ تـه مـــخـــونـــه نــــه  بلــکه مـوخې او هدفونه مـهم دی .

مـــونـــــږ تـه مـــخـــونـــه نــــه بلــکه مـوخې او هدفونه مـهم دی .

مونږ ټول یو بد عادت لرو. هغه دا چې د خپلو ناوړه کړنو د ارزولو او سمولو پرځاى د بدو کړنو پړه په نورو باندی اچوو او موخو ته د رسیدو په هکله د فکر کولو پرځاى په ډلو او اشخاصو باندی راڅرخیږو. . د ځینو په ستایلو او د ځینو په رټلو نه مړیږو. د خپل مشر یا ډلې هره روا او ناروا کړنه تأئیدوو او د مخالف اړخ ټولې کړنې ناروا ګڼو.څوک غنی څوک کرزى، څوک طالب او دوستم پورې اخته یو، العیاذ بالله د هندوانو معبودان مو ورڅخه جوړ کړی دی.هرڅه یې سپیڅلی ګڼو، خو څوک هم  ورته په سپکو سپورو ویلو کې افراط کوو او دغې شومې پدیدې مونږ په نفاق اختلافاتو او جنجالونو اخته کړی یو.

تاریخ هرڅه په خپله سینه کې خوندی کوی. افغان مشران له یوه تازه ازمون سره مخ شول. نړیوال په ځانګړی ډول امریکا ناکام شوه، یا هم ستړې شوه. موخې یې ترلاسه کړی او یا یې هم په افغانستان کې د شتون لپاره رنګ بدل کړ. مونږ ته فرصتونه لاس ته راغلل، خو متاسفانه افغانان لکه د تل په شان یو ځل بیا د سیاسی ماتې په ګرداب کې ورک شول.یوې سرتاسری سولې ته ولس هر ډول تیارى وښوده. له دواړو خواوو څخه یې وغوښتل چې د انعطاف په ښودلو سره د یو بل د وژلو پرځاى د یو بل د منلو او زغملو هنر خپل کړی خو داسې هیڅ څرک نه لګیده چې ښکیل اړخونه د واک بایلل وزغمی. اوسنى بحرانی حالت سره مخامخ کیدل د وړاندوینې وړ وو، حتى له اوس څخه د بدتر حالت فکر هم کیده.په هرحال غنی ښه او که بد وو، اوس د افغانستان ولسمشر نه، بلکې د ماضی یوه برخه ده. د ښه او بد قضاوت تاریخ ته پریږدو. یوه جاپانی ژورنالست اشنا مې  دوه ویشت کاله وړاندی راته وویل؛ وحیده! که مونږ په دوهمه نړیواله جګړه کې د خپلې ماتې او مخالف لوری د بریا په هکله بحثونه پیل کړی واى او پړ وړ مو معلومولای، نو اوس به هم موږ په بحثونو کې لتاړ واى، هیروشیما او ناګاساکی به هم هغه شان راته کنډواله پراته وو.سیال او ژوندی  قومونه مخته ګوری. د اسمان ستوری نښه نیسی. د تیرو کړنو ارزونه ښه کار دی، خو په ماضی پسې ژړل هیڅ ګټه نکوی. که غنی هیواد ته خدمت کړى وی رب العزت دې ورته اجر ورکړی او که له هیواد سره یې جفا کړې وی، له خداى څخه ورته د سزا غوښتنه کوو. په دغه تړاو له یو بل سره د تقابل  تګلاره موږ له مخکې تلو څخه را ایساروی. مونږ ته تر منزله پورې له رسېدو وړاندې لاهم دیر مزلونه پاتې دی. مونږ د نړیوالو پرمختګونو له کاروان څخه ډیر وروسته پاتې یو. د شاته کتلو لپاره ډیر کم وخت لرو.مونږ باید مخته لاړ شو. هو مونږ باید د پرمختګونو په منډه کې سیالی ته ځانونه تیار کړو. له هیواد څخه تېښته د حل لاره او د ویاړ خبره نه ده. مونږ هرڅه لرو خو سوله نلرو. مونږ باید پوه شو چې امریکا انګلیس روسیه چین او بل هر پردی زمونږ د ولس د هوساینې لپاره اندېښنه نه کوی، بلکې د خپلو ګټو د خوندیتوب لټه کوی. که د خپلمنځی تقابل انرژی او جګړو  لګښتونه د پرمختګونو په لار کې مصرف کړو یقیناً منزل ته د رسیدو لپاره فرصتونه لرو.ډیرو لاملونو پر بنسټ زمونږ په هیواد کې یوه ستر مثبت بدلون ته اړتیا لیدل کیده.  متأسفانه چې زمونږ له هیلو توقعاتو او مکررو غوښتنو سره سم بدلون زمونږ په نصیب نشو. مونږ د افغانانو ترمنځ سوله ورورولی غوښته، تفاهم مو غوښت. په دغه شریک هیواد کې مو په شریک ډول د شریکو موخو لپاره شریک کار او سوله ایز ژوند غوښت، خو داسې ونشو. سهوې او غلطی وشوې. مونږ وپرتو، خو که پریوتی پاتې شو د نورو له پښو لاندی کیږو. . بیا پورته کیږو او بیا منډه کوو.یوې بین الافغانی هوکړې ته  په رسیدو کى  دواړو اړخونو خپلې دندې ترسره نکړاى شوې او نړیوالو هم هغه څه ونکړل چې توقع یې کیده. د ولسوالیو له مسلسل سقوط وروسته ولایتونه یو پر بل پسې پریوتل او طالبان د کابل تر دروازو پورې راورسیدل. که څه هم هیڅ اړخ برائت نشی ترلاسه کولاى، خو  اوس دغه توره سپینه نکوو چې کوم اړخ پړ او کوم وړ وو.

کابل ته د طالبانو له داخلیدو وړاندی کابل عملاً سقوط کړى وو. مونږ عملا د قدرت له خلا سره مخ شوو.په دغه ډول امنیتی وضعیت کې له بدو څخه د بدتر اټکل هم کیداى شو. ځینې مافیایی کړیو هڅه وکړه کابل ښار املاک اموال او شتمنئ چور کړل لږ ګوډ مات پاتې نظام هم په بشپړه توګه نسکور کړی اسناد وسوځوی بانکونه لوټ کړی او داسې فاجعه رامنځته کړی چې تصور یې نشو کولاى ،خو لله الحمد طالبانو له ټولو اشتباهاتو سره سره په دغه هکله چټک غبرګون وښوده اړین ګامونه یې پورته کړل او د سترې فاجعې مخه یې ونیوله.متأسفانه داسې بدلون راغى چې زمونږ ملی ګټې نه تأمینوی. طالبانو د خپل هیواد د تیر تاریخ له مسلسلو ناکامیو څخه عبرت نه دى اخیستى.  د واک حرص په افغانستان کې یو ځل بیا یوه ډله داسې کړنو ته اړ ایستله چې په اوږدمهاله توګه د هغوى سیاسی کریکتر هم زیانمنوی . اوس خبره دغه ځاى ته راورسېده چې طالبان که ښه او یا هم بد دی خو راغلل ارګ ته ننوتل او هیواد یې له خپل کنترول لاندې راوست.مونږ هر ګوند هرې ډلې او د هر فکر خاوندانو ته د هغوى تشو او نیمګړتیاوو ته له ګوتو نیولو پرته چانس ورکړ، تر څو په خلاص مټ په هیواد کې روان  ناورین ته د پاى ټکى کیږدی. خلقیانو، مجاهدینو طالبانو او د جمهوریت دعوه ګرو ته فرصتونه برابر شول خو متاسفانه د واک له ترلاسه کولو وروسته هر یو د واک انحصار ته دوام ورکړ. او یا یې هم اجندا  د افغانستان عینی شرایطو ته له کتو پرته راوړه او د افغانستان په عنعنوی مذهبی ټولنه باندې یې د تپلو تکل وکړ، خو ټول ناکام شو.مونږ غوښتل که مو نه غوښتل خو اوس داده طالبان د خپلو مټو په زور بیا راغلل او په هیواد باندی حاکمان شول. اوس د هغوى د مشرتابه په درایت فراست او تجربې پورې تړلې ده چې د اسلامی نظام په چوکاټ کې د ننه د سمون بدلون پیوستون، زخمونو رغولو  او ملی اجندا تګلاره خپلوی او که د شړلو وژلو ځورولو نفى کولو او بیلتون لاره نیسی.راځئ د طالبانو تیر هیر او په راتلونکی باندې نظر واچوو. د تقابل، تصادم او منفى ګرایی تګلارې مو دوزخ ته رسوی.

مونږ  بین الافغانی تفاهم ته د امکاناتو له برابریدو وروسته د تیروجګړو مخالفت کړى دى او اوس هم د افغانانو ترمنځ جګړه حل لاره نه ګڼو. مونږ ته مخونه نه موخې اهمیت لری. مونږ ته ګوندونه نه دغه خاوره ارجحیت لری.زمونږ مبارزه په هیڅ صورت د تاوتریخوالی پربنسټ نه را څرخیږی. د طالبانو هر هغه کړنه تأئیدوو چې له ارزښتونو سره په ټکر کې نه وی او د هر هغې کړنې مخالفت یې کوو چې له دینی او ملی ارزښتونو سره سمون نه خوری. زمونږ مبارزه د کوم شخص یا ډلې واک ته رسول نه، بلکې سوله ورورولی او د یوې پرمختللی ټولنې په لوری حرکت دى. د هر هغه چا پلوی کوو چې منزل یې زمونږ موخو ته رسیدل وی او د هغه تګلارو مخالفت کوو چې تعصباتو اختلافاتو شخړو او جګړو ته لمن وهی. له طالبانو څخه جدی غوښتنه لرو چې تیر اشتباهات تکرار نکړی د واک د حرص په فکر کې نشی مسلکی خلک په کار وګماری د فساد د مخنیوی لپاره هڅې وکړی د خپلو ګمارل شویو افرادو کلکه څارنه وکړی او هیڅوک له تیر حکومت سره په همکاری د انتقام ښکار نشی.اصل خبره د ملی ګټو ده. ویښ ملت هغه ده چې خپلې ملی موخې او اهداف وټاکی . هر هغه مشر تأئیدوی چې موخو ته په رسیدو کى له ملت سره په ګډه کار وکړی او هغه مشر د خپل ټاکنیز حق په ذریعه مستردوی چې د ملی په خوندیتوب کې پاتی راشی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا