گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » محمدمرسی اودسنگرملگرو ته!
محمدمرسی اودسنگرملگرو ته!

محمدمرسی اودسنگرملگرو ته!

دا ګلونه دا د ګلو امیلونه 

 چې زما په لاس کې وینئ

دا مې تا باندې پیرزو شی   

خو ترتا یی دروړی نه شم

ستا په لاره کې ازغی دی   

 غمازان دی رقیبان دی

ډیرې سترګې دی خونکارې 

ژړوی مې  قهریدلی راته ګورې

او زه خبر یم زه پوهیږم     

   چې ته زما په انتظار یې

ښکلې سترګې غړوی دی   

   ته په تــمه راته ګورې

خو زما هم مجبوری ده 

 بې وسی ده بې وسی ده بې وسی ده

دا ازغی ازغی وختونه   

  او دا تړمې تړمې اوښکې

چې زما په مخ بــهیږی 

نودا ګلونه رانه مړاوی مړاوی کیږی

خو زه هیڅ کولای نه شم 

     په دې تمه امیدونو

د ژوندون ورځې تیریږی 

   چې دا لارې دا ازغی به

چیرته وسوځی ایری شی 

    د وختونو فاصلې به

لنډې لنډې شی نزدی شی 

 داسې وخت به چری راشی

او چې موسکی موسکی فضا شی

 دا د اوښکو امیلونه

یا زما لاس کې ګلونه 

به زه ستا د غاړې هار کړم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا