گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــــلاصــــــاحب! تــــوپـــانــی څپــــې او ســــــاحل وینــــــئ ؟
مـــــلاصــــــاحب! تــــوپـــانــی   څپــــې او ســــــاحل وینــــــئ ؟

مـــــلاصــــــاحب! تــــوپـــانــی څپــــې او ســــــاحل وینــــــئ ؟

دا یو بربنډ واقعیت دى چې تېر نظام د غیرمتجانس جوړښت، لوړه کچه فساد، له ولسی غوښتنو سره د ارګ ناوړه چلن، دروغجنو وعدو او د امتیازاتو د وېش په سر د خپلمنځی شخړو له امله په یقینی ډول د پاشلتیا لور ته روان وو او یا هم د مفسدو کړیو لخوا د خپل فساد د پټولو په موخه د یوې جوړې شوې دسیسې له مخې وپاشل شو.د نظام پاشلتیا فاجعه وه خو کوم مثبت اړخ ولری نو هغه به داوی چې هغه افغانی فراعنه مات شول چې افغانستان یې د ځان شخصی ملکیت ګرزولى وو، ملی یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا به یې ننګوله، ارګ به یې ګواښه ، ځانونو ته به یې د پاچا سازانو القاب ورکړی وو. د ملت له سرچینوڅخه یوازی د همدغو غټانو زامنو ګټه اخیستى شوه.

داسې ښکاری چې فعلی حکومت د ځینو ځانګړو اقداماتو له امله له خپل ولس او په ژمنو باندی د عمل نه کولو له امله له نړیوالې ټولنې سره په مخالفت کې قرار لری،  اقتصادی رکود، سیاسی انزوا، د اړینو توکو د بیو لوړوالى او دولتی مامورینو د دندو او معاشاتو مبهم صورت حال، د داعش او مقاومت د ډلو فزیکی شتون او امنیتی ګواښ زموږ ولس هېواد او اوسنیو چارواکو ته د خطر زنګ ده.اوس ځان ته د برائت ورکولو او هر څه په تقدیر پورې د تړلو نه، بلکې د ولس د هیلو د پوره کولو لپاره د هڅو وخت دى،  د دښمن تبلیغاتی جګړې نوم ورکولو پرځاى د ممکنه اقتصادی بحران د مخنیوی لپاره کلکه مبارزه کولو ته اړتیا ده. د غلطیو پټولو نه، بلکې د سهوو د ارزولو او سمولو وخت دى. د ګمارلو لپاره یوازې طالب کیدل  نه، اهلیت او تجربه  معیار ګرزول اړین دی. له اهل علم سره د پوهنتونونه او د انجونو ښونځی بندول نه، بلکې لانور علمی مرکزونه پرانستل ښه ښکاریږی.ډیر ادارې بنسټونه بند پاتې کیدل د اندېښنې وړ خبره ده. موږ  له یوه تازه ناورین سره د مخ کېدو په درشل کې یو. خداى مکړه که افغانستان له اقتصادی سقوط سره مخ کیږی، زیان به یې ولس او اوسنى حکومت وینی.دا سمه ده چې د امریکا او د ځینې افغانانو جنګسالارانو لخوا د طالبانو  تېر نظام  د جګړې په زور نسکور شو، موږ پوهیږو چې طالبانو د ګوانتنامو او بګرام صعوبتونه تیر کړل، موږ دا هم منو چې طالبان د وخت د چارواکو لخوا په کورونو کې ناست له هر ډول جګړه ایزو تحرکاتو پرته ونیول شول وځورول شول او حتى ووژل شول.

موږ ولیدل چې د ځینو امنیتی چارواکو لخوا خپلو ماتحت کارمندانو ته د نیول شویو بندی طالبانو د راوستلو پرځاى د هغوى وژلو شفاهی حکمونه ورکول کیدل، خو که اوس طالبان هم د تیر نظام له چارواکو سره بالمثل عمل کوی، نو بیا د دینی علماو فضیلت په څه کې ده او خداى مکړه سبا به بیا همدغه راز عمل له دوى سره هم کیږی.دا به له عینی واقعیتونو سره ټکر وی چې د طالبانو لخوا د تېر نظام چورلټ نړول  توجیه کړو، مجبوریت یې وګڼو، حکومت یې د ولسی ارادو ممثل او پراخ بنسټه وګڼو، د واک د انحصار فکر ته یې بانې ولټوو، د توکو د نرخونو د لوړوالی په تړاو د خلکو غوښتنې ددښمن د تبلیغاتو پایله وګڼو، داسې خبرې او تبلیغاتی کمپاین وکړو چې هر څه سم دی او اسلامی امارت کار اهل کار ته سپارلى دى. کورنئ او بهرنئ تګلارو ته د مشروعیت کمزوری دلائل وړاندې کړو.ستونځه شته، د سخت بحرانی حالت د راتلو وړاندوینه په استدلال ولاړ واقعیت دى، د خلکو غږ پورته کیداى شی،  نظام ته ننګونې ایجادېداى شی، پردیو لاس وهنو ته لاره هواریداى شی او افغانستان د یوه بلې نیابتی جګړې ډګر ګرزیداى شی. ښه به دا وى چې طالبان خپلو سخت دریزه ملګرو ته په هر ډول چې ممکن وی  قناعت ورکړی چې د افراطیت لاره نیولو، د نړیوالو او خپل ولس په وړاندی ګواښونکې لهجه کارولو او د زور پرځاى د متقابل درناوی، استدلال، احتیاط، نرمی، منطق او عاطفې اړخ کارول اړین دی. که دغه کار ورته ناشونئ وی نو متنازعه فیه مسائل دې د  اسلامی امت له علماو سره د خبرو مناظرې او مناقشې له لارې حل، د سمون او مثبت بدلون لپاره ذهناً او جسما تیار واوسی.د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د ناوړه امنیتی پېښو رامنځته کیدل، لکه د غلاوو، اختطافونو، په لوړه کچه هدفی وژنو،   انتقامی کړنو، د خوښئ په مراسمو باندی ډزې کول اود خلکو وژل نه یوازې د توجیه وړ کړنې نه دی، بلکې د ولس په منځکې یې ویره ایجاد کړې ده او اوسنی حکومت ته خورا بوږنونکې پیغام  لری.وړاندیز مو داده چې راځئ د بښنې کلتور ته وده ورکړو، د بحران د مخنیوی لپاره ګډ کار وکړود یو بل منل رواج کړو،  ارګ ته د ننوتلو لپاره د انسانانو د وژلو پرځاى  قانونی منل شوې چوکاټ جوړ کړو.  دغه ملت ته د مرستو په نوم د خیراتونو راټولو دود ته د پاى ټکى کیږدو.   په نورو باندې د پړې اچولو فرهنګ ختم کړو، په خپل ګریوان کې سرونه ښکته کړو، خپلې نیمګړتیاوې ولټوو او د سمون پروسه له ځانه پیل کړو. خپلې نیمګړتیاوې په خپله وڅېړو. که موږ ته نه معلومیږی نو له ولس څخه یې واورو چې ستونځه په کوم ځاى کې ده چې موږ  هروخت کړیږو ځوریږو او جنګیږو.اوس چې د ملت لخوا د سولې له مکررو غوښتنو سره سره  طالبانو د جګړې په زور ټول افغانستان تر خپل حاکمیت لاندی راوست، پخوانى ولسمشر د تېښتې لاره ونیوه او  تېر نظام ونړیده، دواړو خواوو کړې  ژمنې ماتې کړی، طالبان حاکم او پخوانی ولسمشر وتښتېده، نو د دینی او ملی مسئولیت له مخې باید د ځان او خپلوانو لپاره د امتیازاتو له غوښتلو پرته د ملت غوښتنو ته پام وکړی. په ټپه ولاړ نظام ته حرکت ورکړی. که دغه نوښت توجه ونشی، نو د اوسنی نابلده ماڼو لخوا  د سمندر په توپانی څپو کې ساحل ته زموږ د کشتۍ رسول به ستونځمن وی.د حکومت، نظام، قانون او ملی بیرغ مشروعیت پروسه له یوې داسې ممثلې لویې جرګې د رابللو له لارې پیل کړی چې د هیواد ټولو پرګنو استازیتوب پکې شوى وی. په تقنینی برخه کې زړور ګامونه پورته کړی. که ټاکنې اوس شونتیا نه لری نو د مشرانو جرګې ته په ورته نوم د ملت د واقعی استازو داسې شورا جوړه کړی چې هر قوم، فکر، مذهب، سمت او قشر پکې خپل ځان ووینی. همدغه د نظام د مشروعیت کورنۍ اړتیا ده. که مو دغه اړتیا پوره کړه، نود نړیوالو لخوا به په رسمیت پیژندنه کې هیڅ ډول ستونځه نه وی. بیا هم تاکید کوم چې د حکومتی بڼه باید ملی اود ولس او یا هم د ولسی استازو لخوا ټاکل شوى وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا