گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملابرادرآخوند ته پرانستئ لیک!
ملابرادرآخوند ته پرانستئ لیک!

ملابرادرآخوند ته پرانستئ لیک!

ښاغلئ ملا عبدالغنی برادر!

د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً بیا وایم قطعاً نه تأئیدوم، خو ستا متین او سنګین شخصیت ته درنښت لرم. پوهیږم چې هغه شخصیت ته څه ډول مخاطب شم څوک له لسو کلونو تعذیب، تحقیر، توهین اوفزیکی ځورونو څخه سملاسی وروسته دافغانستان د پیچلې ستونځې په تړاو د مذاکراتی پلاوى مشرتابه ته رسیدلئ وی. طبیعی خبره ده چې د پاکستانی عقوبتخانو ځورونکی اوبوږنونکې اغیزې(aftermath) به حتماً لاهم ستاسوپه روانی اومغزی وړتیاو باندی منفی اثرات اچوى،مګردایمان په قوت اودعزم په پیاوړتیا موشک نه کوم.د اوس لپاره یوازې په دومره ویلو بسنه کوم چې که مو اوه ځله جدی مذاکرات په افغان غولی، افغان دود، او افغان خاوره له افغانانو سره کړې وای، په یقین سره ویلاى شم چې تر اوسنیو مذاکراتو به یې ګته خورا لوړه واى.

د خپل چارو مغرضینو افرادو او د پردیو لپاره د استخباراتی چوپړتیاو وړاندې کونکو اشخاصو له انحصار څخه ځان وساتئ. دغه اشخاص ښایی د یوې ټولنې له یوې سلنې څخه څو ځلې کم افراد وی، ولې دوی د ټولنې ویروس دی او کولاى شی په خپل نه حسابدونکی وجود هم ټوله ټولنه له ستونځو او کړاوونو سره مخامخ کړی.جګړه عمدتاً هغه وخت پیلیږی چې یوه خوا احساس وکړی چې مقابل لورئ یې حق تلفی کوی او خبرو ته هم تیار نه ده. که زمونږ خبره اورېدل کېږی او کولاى شو چې ځان هدف ته ورسوو، نو اړتیا څه ده چې بیا هم د تاوتریخوالی او تشدد لاره نیسو او د ټولنې لپاره د راتلونکو ستونځو تخم کرو.شخړې په خبرو هواریږی نو ولې یې همدا اوس نه هواروو؟

په ۱۳۵۷ هش کال کې کمونستانو کودتا وکړه. نیول، وژل، ورکیدل، تښتیدل او ځورول پیل شو. حکومت دخپلو دایمی بریاوو سندری بللې.

اووم نمبر فرمان چې خلقی دولت ایستلئ ده.

پیغلې که ځوانان دی دوى په سترګو دا منلئ ده

دیحیی غداره کورنۍ ختمه شوه!!!

دظلم او فیوډالی نظام ټغر دتل لپاره ټول شو!!!اخوان الشیاطین او اشرار نور ځپل شوی دی!!!پرله پسې فرمانونه شغول کیدل،مجاهدینو به د اسلامی حکومت د خوبونو تحقق تر اونئ نه تیرول!هره ورځ به یی د کمونستی رژیم په وړاندی د کودتا خبرونه اوریدل کیدل.دشوروی یرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجیب دحکومت نسکوریدل هم مجاهدینو دمکملې بریا زیرۍ باله، خو داسی ونشوه.کورنۍ جګړی له نورو وحشتونو سره سره زور واخیست.کابل کنډواله شو.ملی شتمنئ لوټ شوې، جهاد او مجاهد په سپیڅلی نوم تور داغونه ولګیدل او ولس مأیوسه شو. طالبانو د زورواکی، توپک سالاری او کورنیو جګړو د ختمولو او د یو اسلامی نظام جوړولو غږ پورته کړ، ولس یې پلوی وکړه او جګړه یی پیل کړه.کابل او د هیواد په ٪۹۵سلنه خاوره یې تسلط درلود، خو دسولې مخ مو بیا هم ونه لیده اوجکړه لاهم روانه وه.

د ولسمشری چوکئ کلی په کلی ښار په ښار، ان چه تر کولابه هم ورسیده!د واک ګدئ ته د طالبانو راتلل او په ۹۵%خاوره باندی د هغوی تسلط د سولې پیل بلل کیده. مخالفینو یوازې په پنجشیر کې شتون درلود، خو د سولې هیلې مو بیا هم نیمګړې پاتې شوې او جګړه ختمه نه شوه.د کرزی او اشرف غنی د حکومتونو په ګډون هر بدلون مو د سولې پیل ګڼلئ ده، خو سوله لاهم ورکه ده. امریکایان پاکستان او افغان حکومت وایی چې سوله اوس له بل هروخت څخه زیاته شونې ده، مګر مونږ بیا هم د سولې څرک نه وینو، خو نه هیلی هم نه یو. سوله ورکه شوه او لاهم هیچا لیدلې نده.

که واقعاً غواړئ چې د اسلامی نظام مبارزین او د افغانستان د خلکو د ارادو ممثلین و ګڼل شئ، نو زړونه غټ، ارادې لوړې او عزم متین کړئ. له لیت او لعل څخه کار مه اخلئ. زمونږ شخړې او ستونځې ژور کورنی ابعاد لری. که ځمکنی واقعیتونه او عینی حقائق درک کړو، نو پوهیږو چې امریکایی یرغل د جګړو یو لامل ده، خو یوازنى لامل نه ده. مونږ له یرغل مخکې هم په خپل منځی جګړو لتاړ وه او هیڅ ژمنه شتون نه لری چې د یرغلګرو له وتلو وروسته به مونږ سوله ایز ژوند ولرو. مونږ د افغانستان په نوم د جغرافیې په دغه ټوټه خاوره کې له یرغلګرو سره په مبارزه او د ورور وژنې د یوې اوږدې جګړې شاهدان یو . په دغه جګړه کې افغانان د سون د توکو په څیر د جګړې په تنور کې کارول کېږی!پوښتنه داده چې ایا دغه ناورین زیږونکی جګړه زمونږ د ارزښتونو جګړه ده؟ که ځواب مثبت وی. نو کومې موخې دی چې مونږ یې دومره اوږدې جګړې ته اړ کړی یو؟ ایا دغو موخو ته د مذاکراتو له لارې په سوله ایزه توګه رسیدل له جګړو پرته نا شونئ ده؟د حکومت په ګډون له ټولو افغانی وروڼو سره د زغم تحمل انعطاف او راکړې ورکړې له ذهنیت سره د مذاکراتو لپاره افغان خاوره افغان غولئ او افغان شړومبې غوره کړئ او ورسره هوکړې ته ځانونه ورسوئ.

له خپلو وروڼو سره سوله وکړئ. که داسې نشئ کولاى، نو په ټولیزه توګه به له سیاسی انزوأ د پردیو لپاره ستراتیژیک ابزار به یاست او د اوږده ستړی مزل بریاوې به مو له خاورو لاندی شی.د افغانستان خلک ټول مسلمانان دی، او په دې هیواد کې یوازې اسلامی نظام د افغانانو لپاره د منلو وړ ده. همدغه غیور ملت و چې انګلیسى استعمار یې مات او د شوروی امپراتوری یې ونړوله. دا دې اوس د امریکا هم نزدې ده چې له افغانستان څخه خپله ګډه بار کړی. مګر داهم باید هیر نکړو چې افغانان یو ښاد، اباد، ودان، پرختللى، خپلواک، له ځمکنئ او سیاسی بشپړتیا برخمن افغانستان هم غواړی.افغانستان د افغانانو پیژندګلوی او دغه ویاړلى هیواد د هغوى کور دى، د هغوى مور ده او د هغوى افتخارات ورپورې تړلی دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا