گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملا برادر له زندان خوشی شو !
ملا برادر له زندان خوشی شو !

ملا برادر له زندان خوشی شو !

دلومړی ځل لپاره د  یوه وړوکی خو بډایی  خلیجی هیواد « قطر » په غوښتنه د افغان طالبانودمشرتابه  دوهم مقام ملا عبدالغنی چی په ملا برادر مشهورؤ د پاکستان له یوه زندان څخه خوشی شو .

پاکستانی مطبوعاتو راپورورکړچی د ملا برادرد خوشی کیدوغوښتنه د قطر هیواد یوه لوړرتبه پلاوی د پاکستانی چارواکو سره یی لیدنو په ترځ کی را برسیره کړه . دیادونی وړ ده چی ملا برادر په  ۲۰۱۰ کال کی هغه مهال چی محمد نوازشریف له پاکستانی پوځ سره په ډغرو بوخت ؤ د ځینو امنیتی ادارو له لوری د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچی کی نیول شوی ؤ .

ویل کیږی چی ملا عبدالغنی برادر د هغو څلورو کسانو په ډله کی ؤ چی د افغانستان دطالبانو اسلامی غورځنګ بنسټ یی ایښودلی ؤ. نوموړۍ د طالبانو په واکمنې کی ډول ، ډول دندی ترسره کړی دی ، ویل کیږی چی د ملا برادر په خوشی کیدو به په واک کی د شریکیدو او طالبان سولی ته په غاړه ایښودو کی لویه مرسته وکړی .خو ځینی شنونکی وائی چی کیدای شی د طالبانو په افغانستان کی د حاکم ځواک کی د ورګډیدو په هکله به د چنو وهلو په سوداګریزه سیالې کی ونډه واخلی خو ګرانه ده چی په افغانستان کی به د تل پاته سولی او امنیت په ټینګولو کی رول ولوبوی …

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا