گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مــلا برادر قـــطر ته والــؤت !
مــلا برادر قـــطر ته والــؤت !

مــلا برادر قـــطر ته والــؤت !

لکه څنګه نواندیشی د معتبره او با خبره سرچینو له قوله خبر خبر ورکړی ؤ چی ګنی قطر ته په لاره دملا عبدالغنی  برادر ټآئر پنچر شو اوکیدای شی د قطر په غونډه کی  ګډون ونه کړا ی شی خو دادی لږساعت وړاندی مود یادو سرچینو څخه  خبر ترلاسه کړ چی له نیکه مرغه د ملا عبدالغنی برادرآخند ځانګړی  الوتکه دقطر پلازمینی دوحی ته ورسیده او له خیره سبا به له یوی مکلفی صبحانی او چایو وروسته د خلیل زاد آخند په مشری له امریکایی پلاوی  سره د افغانستان او ټول اسلامی امت او بشری نړی پرسرد ناورین څخه د خلاصون خبری اتری پیل کوی او په دی توګه به په افغانستان او ګرده نړی کی د بین الافغانی صلحی عجولو په ځان نا خبره مینه والو پرزخمی  زړونو او وزرونو د مرهم پټۍ کیږدی !

داسی ګنګوسی هم شته چی طالب لوری منلی ده چی د نهو پوځی هډو پر ځای به پنځه هډی له دوه زیره سرتیرو سره د امریکای دوستانو د ګټو د خوندی توب په موخه ساتلای شی . بل لوری ته همدغو سرچینو چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وویل چی ملا حضرت ملا عبدالغنی برادرآخند دامت برکاته  د افغانستان د جمهوری دولت پر پاسپورت د قطر پلازمینی دوحی شریفی ته سفرکړی دی . ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو انلائن ویاند بولی وویل چی د سبا ورځی اجندا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او همدا شان ددی ضمانت ورکول دی چی له افغانستان خاوری به د امریکا پر متحدو ایالاتو حملی او یرغلونه نه ترسره کیږی . بل لورته کتونکی وایی چی دا دوه د مذاکراتو او جوړ جاړی هغه مهم ټکی دی چی د افغانستان د ستونزی د ټولو پړاؤنو نیغ په نیغه آغیز لرلای شی 

لومړی داچی په افغانستان کی یوازی د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ نه بلکه د څو دیرشو هیوادونو پوځیان شتون  لری . او دوهم ټکی چی تردی هم زیات داندیښنی وړدی هغه دافغانستان خاوره د امریکا اونوری نړی پروړاندی دنه په کارولوضمانت دی چی طالبان باید ددی ضمانت ورکړی چی دلته به دتروریستی هلوځلواودنوروهیوادونوجنګیالیولکه داعش او القاعدی ته دنورهیوادونوپرضددافغانستان خاوره داستعمال لپاره په واک کی نه ورکول کیږی اوس به وکتل شی چی ترڅومره دملاعبدالغنی برادرد فکراوذکر نیلۍ دبریالیتوب ټوپونه وهلای شی .!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا