گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمجاهداوګل آغا خوبونه اوداروپائی ټولنی په غونډه کی یی تعبیرونه!
دمجاهداوګل آغا خوبونه اوداروپائی    ټولنی په غونډه کی یی تعبیرونه!

دمجاهداوګل آغا خوبونه اوداروپائی ټولنی په غونډه کی یی تعبیرونه!

یقینی ده چی په طالبانو اوملایانو په مینځ کی په خبره پوه اولږڅه د خبرو سړې همدا ملا عبدالحکیم مجاهد دی .! خو ددی ټولو سره سره  کله نا کله چی په لاره روان وی  نو هم د یوه مصنوعی  قدرت  خوبونه وینی ، هغه د کندهارد نامی قوماندان حاجی عبدالطیف خان  ارجمندی ګل آغا شیرزوی کارونه او کارنامی خو له هیچا پټی نه دی

دا په داسی حال کی ده چی که دکندهار مشهور بد معاش او د رنګینو محفلونو د آواز بلبل او د افغانستان د ملی وحدت په حکومت کی دسرحدونو او قبائیلو د چارو وزیر ګل آغا خان شیرزی که بلډوزر وبلل شی بیاهم  ګل آغا خان پری ویاړی ! پرون د چهارشنبی په ورځ یی د افغانستان لپاره د اروپائی ټولنی په یوه ناسته کی ؤ فرمائیل

چی تاسو ته بهتره معلومه ده چی دافغانستان زوړ تاریخ ته که ولاړ شو هروخت ستونزی د جرګو له لاری حل شوی دی ، زموږ عنعنه چی ده هغه جرګه ده  نو موږغواړو چی دجرګو له لارو څخه د خپلو خوابدو خلکوسره خبری وکړو خدای امید لرو چی دا جرګه کامیابه کړو .

په همدی قلندری بانډار کی ملا عبدالحکیم مجاهد ؤ فرمائیل  چی ګنی د طالبانو د  اسلامی تحریک مشر ملاهیبت الله آخند له ځینو نږ دی ملگرو او انډیوالانو سره د افغانستان له لوری د سولی پر وړاندیز غور کوی او کیدای شی ډیر ژربه یی نتائیج را ښکاره شی .

بل لوری ته د افغانستان لپاره داروپائی ټولنی استازی هم وویل  چې د طالبانو له خوا د افغان حکومت د سولې وړاندیز نه ردول دا په ډاګه کوی چې دوی سولې ته لېواله دی. 

کتونکی داروپائی ټولنی دسفیر دغه څرګندونی د ناوی چوپتیا د رضأ په معنی او د ملا حکیم مجاهد خبری هم دولسی جرګی د ښځینه وکیلی هما جانی سلطانی سره چی ویل یی ملا عمر آخند زما په کور کی دی پر تله کوی . پاتی شو د ګل آغا بلډوزر دجرګو خوبونه ! څوګ یی تپوس کوی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا