گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دملاحسن آخند کډوالو ته پیغام!
دملاحسن آخند کډوالو ته پیغام!

دملاحسن آخند کډوالو ته پیغام!

که څه هم څرګنده ده چی طالبان به ونه  وکولای شی تر څو د هغه حکم پر وړاندی چی د پاکستانی چارواکو له لوری د دوی په قول نا قانونه کډوال باید د پاکستان خاوره پریږدی اغیز ولری خو بیاهم لږه شیبه وړاندی د کابل پروخت دغرمی د ۱۲ بجو په شاوخواکی ملا محمد حسن آخند چی ځان د طالبانو رئیس الوزرأ بولی د تلویزیون په پرده را څرګند شو او هغه افغانانو ته یی  چی د پاکستان له لوری هیواد ته را شړل شوی دی ځینی سپارښتنی وکړی

او په دی لړ کی یی زیاته کړه چی  له پاکستان څخه د ټولو مهاجرینو د اخراج په اړه باید ووایو چی اسلامی امارت د مهاجرینو درد او غم او تکلیف خپل درد ، غم او تکلیف بولی اوددوی د مشکلاتو د حل کولو لپاره یی ټول امکانات په کار آچولی دی . ټولو اماراتی ادارو او مسؤلینو ته د مهاجرینو دمشکل رفع کولو لپاره امر او هدایت کوم چی باید ټولی اداری د امارت که نظامیان دی که ملکیان دی ټوله امکانات په کار واچوی ترڅو د مهاجرینو د سرپناه ، خوراک ، څښاک ، علاج ، تعلیم او نور ټوله ضرورتونه یی رفع شی او ورڅخه هیڅ شی ونه سپموی .دطالبانو رئیس الوزرأ ملا محمد حسن آخند ددغه پیغام په یوه برخه کی د پاکستان چارواکو ته په خطاب کی وویل : دپاکستان واکمنو ته وایم هغه واکمن چی دغه پروسه یی په لاره آچولی ده اودغه د مسلمانانو آزار او تکلیف ته یی ملا تړلی ده هغه که دا لنډمهاله یا دموقت وخت زمامداران دی او که نظامی جنرالان دی چی دمهاجرینو افغانانو د آزار ، تکلیف ، مشکلاتو رسولو څخه لاس واخلی ، دبی ګناه مهاجرینو کورونو ته ورننوتل ، دهغوی کورونه ورانول ، مالی زیان ورته رسول ، دهغوی سرمایه ضبطول هغه کارونه دی چی هیڅ قانون که  اسلامی قوانین دی که بشری قوانین دی که د همسایه توب او همجوارۍ قوانین دی هیڅ یو قانون ددغه اجازه نه ورکوی چی همدغسی کړنه یو څوګ دچاسره وکړی . ….نو زموږ له دوی څخه په کلکه دا غوښتنه ده چی چی افغانان دی په بی عزتې سره نه راباسی . افغانانو ته دی نور آزار نه ورکوی افغانانو ته دی کافی وخت ورکړی چی په ښه آبرو او عزت سره وطن ته راستانه شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا